شهیدان او نوماندان

په ننګرهار کې د نامتو خلکو د مرګ/شهادت نه خبریدل غواړئ نو د سره رود د دوه سرکې نه تر پښتونستان واټ پورې د سرک منځپولې ته ګورئ! د عادت سره سم مې هڅه کوله چې د شهیدانو نوملړ وګورم ترڅو پوه شم چې کوم نوې د ملت خادم او د جهاد سرلارې خو به په حقه لار نه وي روان شوې – دا چې تل پرته له لوست څخه انځورونو ته ګورم نو دا ځلې وار خطا شومه، ولې چې د سرک منځپوله باندې د انځورونه ګڼه ګوڼه بیخي ډیره وه – له ځانه سره مې وویل چې خدایه بیا څه پیښ شوي چې دومره لوې شمیر ننګرهاریان د شهادت په لوې مقام باندې ګمارل شوي دي !

خو شکر چې زر مې په لوست پیل وکړ او پوه شومه چې د شهیدانو ترمنځ پاتې سیمه له ولایتي شورا د کاندیدانو لخوا غصب شوې وه- کاندیدانو، چې ولایتي شورا ته ولاړ دي، د افغانستان د ټولو ستونزو د حل ټټر وهلې وو – نږدې هر کاندید”اسلام او سوله“ د شعار په توګه لیکلې وو خو زه پوه نه شوم چې له دغه دوو نه یې مطلب څه وو! ځان سره مې ویل کیدې شي چې واي ګوندې اسلام راولم خو بیا مې ویل چې مونږ خو مسلمانان یو او اسلام کابو څوارلس سوه کاله دمخه زمونږ سیمې ته راغلې نو دې یې اوس ولې راولي – بیا مې ویل چې کیدې شي چې زمونږ د هیواد د نظام اسلامي کولو نه به یې مطلب وي خو فکر مې وکړ چې د نظام بدلون خو د ولایتي شورا کار نه دې- خو ځه پریږده، د ځانه سره مې ویل، دوي هم پوه دي چې په دې وطن کې په هر څه اسلام ولیکې نو ښه خرڅیږي!

بیا نورو پکې د پلرونو په سر تجارت پیل کړې وو چې هغوي کې یې یو څه خداې بخښلي او نور لا ژوندي وو- د شهیدانو زامنو د پلرونو برخه غوښتله او د ژوندي هغه مطلب دا وو چې که پلار مې شډل او نالوستې وو خو زه یې درته ماډرن، عصري او لوستې درلیږلې یمه – نو هغه چې د شډل ملاتړي وئ نو زما خو درباندې بیا حق خورا ډیر دې! د یو نیم کاندید پلار د هغه کلیوالو او تربورانو هم نه پیژانده خو ده مونږ ته بیا راوسطه کړې وو چې د پلانکي ځوې یمه نو ځکه دې د راې حقدار همدا زه یمه! د ځانه سره مې ویل چې کار ته کوې ، کاندید ته یې او نوم د پلار کاروې ! سر چې مې خلاص نه شو نو له ځانه سره مې ویل چې دا هم پریږده او پرمخ ځه!

د خدمتونو به یې درته څه وایمه! هر یو په ننګرهار دده دکړیو احسانونو لړ لیک هم د انځور ترڅنګ خپور کړې وو- یو ښاغلي د خپل د جب د ګټې دپاره کوم خصوصي ښونځې جوړ کړې ، چې زما په ګومان له هغې څخه په ګټلې پانګې ټاکنو ته ولاړ وو، او هغه یې بیا پر مونږ د کړیو خدمتونو لړ کې ورځاې کړې وو – یو بل خپل ورور راښودلې وو چې ګوره د ننګرهار څخه د مشرانو جرګې د ټولو لوړې څوکۍ باندې ناست دې نو ماته رایه رکړئ – ما ځان سره ویل چې دې کې نو ستا څه کمال خو هغه هم درته مونږ لیږلې وو نو پکار ده چې مونږ درباندې احسان وکړو، نه ته – یو بل ځوان بیا ویل چې ورور خو مو راته پارلمان ته کړ، راځئ اوس نو ما ولایتي شورا ته کړئ چې د زمونږ کور اڼدول برابر شي – او د مجاهدینو به څه وایم! هغه چې جهاد یې د الله دپاره کړې هغوي هم د جهاد د زحمتونو بدله له مونږه غوښتله او ویل یې چې رایه راوچوئ چې جهاد مې کړې!

ننګرهاري کاندیدان په فیشن او سینګار کې هم له چا کم نه وو – یوه مشره میرمن چې ځان یې د ښونځۍ ښونکې راښودله سر په تور رنګ ښه تور کړې وو او پر شنډو او اننګو هم رنګارنګ شیان مښلي وو- خو بیچارګۍ بیا د شونډو د رنګولو چل سم نه وو زده او په انځور کې له ورایه معلومیده چې د چپې شونډې یوه برخه یې په سمه توګه نه وو رنګ کړې – یو بل ځوان بیا د بریتو سرونه ښه تاو کړي وو خو له بده مرغه د انځور اخیستو پر وخت یې ځان په هینداره کې سم نه وو لیدلې او همدا وه چې د بریتو څنډې یې چې غوښتل یې پورته یې وساتي بې انډوله وو – د بریت یو سر یې جګ او بل هغه یې ټیټ وو- دې ټاکنو پر ډیرو ځوانو کاندیدانو باندې د ننګرهار د سقاوو کارکونکو سره هم ډیر وخت تیر کړې وو او څه عجیبه ختونه یې لاندې باندې پر مخ د ږیرې د ویښتانو په مرسته ویستلي وو ترڅو خلک پوه شي چې سړي په بهر کې زدکړې کړې دي -        

خو ددې ټولو ترمنځ مې زړه هغه زمونږه شهیدانو ته بد وو چې غریبان د تل پاتي ژوند د ګټلو نه وروسته هم د غاصبینو څخه خلاص نه دي – غریبانو درک هم پکې نه وو او د هر شهید د پیدا کولو دپاره اړ وم چې ډیره هڅه وکړم – بعضو باندې خو خپلو بچیو هم ظلم کړې وو او د هغه ځاې یې میراث په توګه خپل کړې وو -

خو چې کله ښار ته ورسیدم نو له یو خپلوان سره مخ کیدو سره سم او د روغبړ نه وروسته مې ترې وپوښتل چې ګرانه ، ولایتي شورا رایه دې د چا ده – راته یې کړه چې غنم خان ته یې ورکومه – ما ویل ولې دې غنم خان غوره کړې نو راته یې وویل چې یو خو مو ګاونډي دې او بل دا چې د شپې له مخه مو په خپل سراې کې د موټر درولو اجازه راکړې – نو ته راته وویه چې له ده بل کوم داسې نوماند وي چې زما د رایې حقدار وګرځي!

ما ورته وویل، اشنا! ډیر ښه معیار دې خپل کړې ولې چې د ګاونډي حق له ټولو ډیر وي، او هغه هم چې ښه ګاونډي وي نو بیا له هغه خو بل مستحقه نشته!  ورځه پرې او رایه ورکړه – راته مخ راواړوو  چې ته هم باید رایه ورکړې ولې چې ته زما خپلوان یې او پر تا باندې زما حق دې!