دا لیکنه ددې څخه وړاندې زما د فیس بوک په پاڼه خپره شوې ده :
د ملالې یوسفزۍ سره زما (خیالي) خبرې (د ماسښوتن د مانځه پر مهال ، په سترګو کې اوښکو د بهیر په لړ کې)
ملالې!
بچو، ولې! څه وشو
لالا جانه، وې ویشتمه!
تکړه تکړه بریتورو ځوانانو وویشتمه!
هغه د خوشحال بابا زامنو!
نه نه! دوي خو ریښتیا خوشحال او د رحمان زامن نه دي!
ریښتیا، هو اوس مې را په یاد شول،
د اسلام پتنګانو وویشتمه ! په جنت مینانو وویشتمه!
خو ولې! لالا جانه ولې! زما ګناه څه وه؟
زما وژل، ژوندي ښخول خو د اسلام په راتګ بند شول، زه خو د اسلام په راتګ د میراث وړ وګرځیدمه!
ملالې! وه ملالې! ولې درنه هیر شول؟
ما درته نه ویل چې غلې کینه؟ رڼا مه غواړه، ا، ب او پ مه غواړه!
بدلون مه غواړه، پرمختګ مه غواړه، خپل حق مه غواړه !
خو لالا جانه ، ما خو کوم بل څه نه وو غوښتي ، ما خو سکول، ښونځۍ ، مکتب غوښتې وو!
ولې قرآن نه واي چې و قل رب زدنی علما
ما خو د پیغمبر کریم څومره ډیر حدیثونه لوستي چیرته یې چې یې د نر او ښځې دواړو د پوهې په ګاڼو سمبالولو سپارښتنه کړې ده،
نو بیا ولې، ولې د اسلام سر ښندانو زما د سر د شیندلو هڅه کړې؟ هغه هم په داسې ډول لکه چې اوباما او یا بش پسې راغلي وي!
لکه لیون پنیټا پسې راغلې وي ، او یا هم لکه د جنرال مشرف پسې!
ملالې ، زما بچۍ! بیا درنه زما خبرې هیرې دي! ماشوم ذهن نه دې زما لارښونې وتې دي!
دا کوم اسلام چې ته ښاې ، دا زما او ستا اسلام دې ، د اسلام د ستر پیغمبر راوړې اسلام دې !
نو لالا جانه زمونږ او ددوي اسلام کې څه توپیر دې ؟ لالا جانه ، زر یې راته ووایه کنه، خیر دې!
بچو، دوي د ملا فضلو[1] ، د قاضي سوداګر[2] ، د ملا حمیدو[3] او جناب مولانا سمیع الحق اسلام دې،
لال جانه! دا یو څه نومونه خو مې و نه پیژندل او دا سمیع الحق دې ولې دومره په عزت یاد کړو؟
ولې مولانا ډیزل ، مولانا کشمیر کمیټۍ نه پیژنې؟ ولې د راحیلې قاضي پلار نه پیژنې ، ولې د سبا ګل پلار نه پیژنې؟
ښه ! مولانا ډیزل خو مې ویژنده، راحیله قاضي (لږ فکر نه پس) واي! هغه پارلمانۍ خوله وره! سبا ګل خو واي چې ډیر غټ تجارت کوي او ډیره ښکلې هم ده ـ ما یې په جنګ ورځپاڼه کې انځور لیدلې وو چې اوږدې اوږدې زلفې یې هم پراخه پرتې وې ـ
واي زما ملالې! اوس پوهه شوې کنه (په کړس کړس خندا) !
خو ګوره، د سمیع الحق په اړوند له ما ډیرې پوښتنې مه کوه! زه ستا غوندې زړور نه یمه! که سمیع الحق مې یاد کړ نو بیا هغه زما یو سترګې امیر ، د جنګ سالار د اسلام ټهیکداربه ما په دار وځړوي ، نه! سر به رانه پرې کړي ! یو لالا لرې، هغه به هم درنه واخلي – بیا به په تا د ژړا هم څوک نه وي ـ
مګر لالا جانه، ولې تاسې ملالې پسې نه یې دریدلي!
هغه میوندواله درته ښایم! ولې ستاسې سرلوړي ملالې نه وه ګټلې ! دا نن چې ویاړې ، واې چې انګریز په ما حکومت نه دې کړې، هغه د ملالې میوندوالې له کبله نه وو!
لاله جانه، نن به راته وایه چې ولې د ملالې میوندوالې په ملاتړ ودریږۍ او ملاله یوسفزۍ بیا پریږدۍ چې سر یې وشیندل شي؟
راته وایه!
ولې غلې شوې!
ملالې (په چغه او قهر)! ته ولې دومره هوښیاره یې ! ولې ، اخر ولې
ښه! نو واوره!
د ملالې میوندوالې په وخت کې ملا فضلو نه وو، ملا حمیدو نه وو! او طالبان خان نه وو-
که وو ، نو شډل افغانان وو ! کم عقل افغان، په دین ناخبره افغان !
هغوي د دیوبند مدرسه نه وه لیدلې ، په اکوړي کې یې وظیفه نه وه خوړلې!
ښه ! لالا، نو اوس وخت بدل دې هه (په موسکا) ! اوس نو خلک مسلمانان شوي دي ، مدرسې یې ویلي دي (په خندا)!!!!
نو بیا خو پکار ده چې زه لاړه شمه ! دلته زما ګوزاره ګرانه ده ! زه رڼا غواړمه ، زه الله غواړمه ، زه هغه څه غواړمه چې په کتاب کې دي ـ
خو دوي خو دا نه مني! لالا، دعا راته مه کوه، زما د سر خیر مه غواړه ـ پریږده چې ځمه !
ملالې، زه چې څنګه خبر شوم چې ټپیې کړې یې نو و مې ویل چې خداې دې واخله !
خداې د له ځکمې پنا کړه !
ولې چې مونږ ناپوهه ستا د ښکلې خندا ، ستا د سترګو د ځلا ، ستا د زړورتوب وړ نه یو !
مونږ خو ډارن یو ، که مو لاس پریکوي او که پښې ځان خو مو ژوندې دې ـ
که ضمیر مو مړ دې تن خو مو ژوندې دې!
لاله جانه ! زه خو ځمه ، خو ګوره ، دا خلک زما څخه نه شي خلاصیدې (په زړوره موسکا)!
که ملالې میوندوالې په ویاړ ملاله یوسفزۍ وزیږدله ، نو د ملالې یوسفزۍ په ویاړ به ډیرې نورې لیونۍ پیدا شي ـ
لالا ! ریښتیا ووایه ، دا اوس د ې سوګند نه دې پورته کړې چې خپله وړانګه ، خپله حساسه او نازک خیال ازانګه او هغه وړه، د ټولو نه وړه او شیطانکه څانګه به ملاله یوسفزۍ جوړوې ـ
ریښتیا ووایه! همداسې نه ده!
څه وکړم ملالې ، لالا دې دومره زړور خو نه دې خو چې تاته ګوري نو بیا واي!
که زه خو سرکوزې ، او بې غیرته یمه ، خو وړانګه، ازانګه او څانګه نه پریږدمه چې زما غوندې وي !
نه! د لالا لور ګانې به دې ملالې جوړیږي خو ګوره میوندوالې نه بلکې یوسفزۍ ملاله!
بس ، لالا الله دې مل شه ، اوس نو دې نران بریت تاوي او ملایان دې حلوا ګانې خوري ولې چې زما د لارې لارویان را رون دي !
یو طوفان رارون دې !
دا بدلون اوس نو هرو مرو راځي!
د خداې په امان !!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
[1] مولانا فضل الرحمن
[2] قاضي حسین احمد
[3] جنرال حمید ګل