خلك واي چې تيارو پسې رڼا ده
د سپرلي راتله خزان پسې ريښتيا ده
خوزمونږ په چم كې دا خبرې دروغ دي
دلته تل د تورو شپو مسته نڅا ده
يو د بل په وينو شپې تيروي دلته
دا د تورو بلاګانويوكلا ده
مونږ بچي ددغه كلي دغه كوريو
داسزاموبس له دې يوې ګناه ده
خپل مو وژني د پرديو په لمسون
د بدرنګوبس همدغه يوه بوختيا ده
له تاج پرته مو د هيلوډيوې مړې دي
رحم وكړه، دا يوه مو التجا ده
د ننګرهار او کندز د وروستیو خونړیو پیښو په ویر کې
03.02.2011
- مشتاق رحيم
مورې
مورې ستا دې لوړ مقام نه شم قربان
درواري مې شه له تانه ټول جهان
ګرانې مورې ستا عظمت ته مې سلام دې
ته ده لوړو عظمتونو يې نښان
پروادار زه دژوندون دستونزو نه يم...
15.05.2011
- مشتاق رحيم
دافغانستان کورنې کرکټ - وژاړم که وخاندم
مشتاق رحیم
“د افغانستان د کرکټ کورنۍ لوبې به د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت کې تر سره کیږي” دا هغه خبر وو چی حیران یې کړم او نه پوهیدم چی وخاندم او که وژاړم ـ کورنۍ لوبې، خو د هیواده بهر! ډیرراته عجیب بریښي او همدا دلیل دی چی د لوبو او بیا په ځانګړي توګه د کرکټ د يومینه وال په توګه یی ډیرخواشینې کړې یمه ـ...