آغا صاحب ولويد! (د سترګو لیدلی حال)
يو څو ورځې د مخه د هرات په هواي ډګر كې د خلكو په يو داسې قطار كې ولاړ وم چې زما تر څنګ نور ډير ځوانان، ماشومان او سپين ږيري هم پكې وو. دغه قطار د مسافرو الوتكې ته د ښتلو دپاره د پوليسو د يو افسر لخوا د هغه ور مخې ته چې د الوتكې د ځغاست لارې يا رن وې پر لورې خلاسيده جوړ كړې شوې وو – ددغه ور مخې ته د كومې مرستندويه مؤسسې لخوا چوكۍ هم ايښودل شوي وې چې د ور پر لور د ولاړ قطار نه پرته نوره لاره يې بنده كړې وه- د پوليسو افسر خلك د دوو او دريو كسو په ټولګيو كې د الوتكې پر لور ور پريښودل او په وار وار به يې غږ كاوه چې “ منظم باشيد” -
د پوليسو افسر چې د نظم برابرولو كې بوخت وو، ناګهانه يې سترګې ټرمينل ته د راننوتونكي كس باندې ولګيدې او په يوه ساه يې " آغا صاحب به فرماید، آغا صاحب مهرباني كنيد" ويل پيل كړل – آغا صاحب هم چې دوه يا درېو ملګرو هواي ډګر ته بدرګه كړې وو ډير په وياړ د پوليسو د افسر لورې ته ورغې- د پوليسو افسر چې د آغا صاحب نه لرې زمونږ د قطار تر مخ ولاړ وو د لرې څخه يې آغا صاحب سره روغبړ وكړ او ترې وپوښتل چې ګوندې كابل ته روان دې- آغا صاحب د پوليسو افسر ته د روغبړ ځواب سره سره وويل چې هو كابل ته روان دې- اوس نو د پوليسو افسر هڅه كوله چې په څه نا څه ډول آغا صاحب د ولاړو خلكو چې د آغا صاحب د پلار نه مشران كسان هم پكې وو تر مخه د الوتكې پر لور وليږي او آغا صاحب هم په دې هڅه كې وو چې ددغه وياړ څخه برخمن شي او زمونږ څخه يو څو شيبې تر مخه الوتكې ته ورسيږي-
ددې دپاره چې نوره لاره نه وه او دروازې ته د رسيدو يوازنۍ لاره هم قطار كې ولاړو خلكو بنده كړې وه نو آغا صاحب ته د پوليسو آفسر لارښونه وكړه چې په چوكيو دې راتير شي- آغا صاحب هم چې مونږ ته يې د ټيټ دريځ خاوندو خلكو په څير راكتل خپل آغا توب ثبوت ته د رسولو دپاره په چوكيو وروخوت او د چوكيو د يو قطار څخه بل ته په تيريدو خپل ځانګړي منزل پر لور په چټكتيا سره روان وو – د هر قطار څخه د اوړيدو پر مهال به د آغا صاحب د څيرې نه داسې څرګنديده لكه چې يو برې يې ترلاسه كړې وي- خو لا به ښاغلې د چوكيو منځنيو قطارونو ته نه وو رسيدلې چې يو خپه په يو قطار او بله په بل قطار كې د وروستۍ خپې په چوكۍ كې د نښليدلو له امله را ولويد او يو داسې ننداره يې جوړه كړه چې په ليكلو نه شې انځوريدې-
هو!!!!! آغا صاحب ولويد
او هغو ولاړو خلكوچې د پوليسو د افسر لخوا دومره وارې ورته د نظم د ساتلو وينا شوې و لكه يو مشر چې ماشوم ته لارښونه كوې، ورته د خندا نه په ډكو سترګو كتل- په همدې مهال په قطار كې د ولاړو خلكو څخه يو سپين ږيري په جګ غږ وويل "وتعزو من تشآء و تذل من تشآء" او بيا يې وويل چې چاته الله عزت ورنكړي هغه ته د پوليسو افسر عزت نه شي وركولې-
خو آغا صاحب چې د ځان د جګولو سره سره د آغايۍ دروند بار هم جګولو په هڅه كې وو زما په ګمان د سپين ږيري خبره وانه وريدله او كه يې واوريدله هم نو غوږ يې پرې ونه ګروو ولې چې دغه ډول خبرې ددغه بې نظمه او په قطار كې ودريدونكي خلكو دپاره ده نه د آغاګانو دپاره-