په تجارتي كاروبار كې د ماركيت سيستم ته له هر څه زياته پاملرنه پكار ده. د تجارتي مالونو د اوبه كولو او د هغو د راوړلو لپاره د زمينې برابرول ضروري خبره ده. كه چيرې د سوداگر هغه مالونه چې له بهر څخه يې راوړي او يا د كورني دولتي يا خصوصي سكتورله لارې د فابريكې توليد د څو لاسونو په واسطه ماركيت ته وړاندې كيږي د پلورلو كاريې تر هر څه زيات مهم دى.كه چيرې سوداگر يا فابريكې د خپلو مالونو لپاره ماركيت پيدا نه كړي د زياتې عرضې او كمې تقاضا موضوع رامنځته كيږي .
له دې امله د مخه تر دې چې په وروسته پاتو هېوادونو كې په ازادبازار باندې خبرې وكړو چې څومره د خلكو په ګټه تماميږي لازمه ده چې د بازار په ډولونو هم يو څه وغږيږو.
ماركيت د هغو مختلفو ارگانونو مجموعه بللى شو چې د ځانگړو قوانينو تر شته والي لاندې د ځانگړو موخو د سرته رسولو لپاره فعاليت كوي.
ماركيت درې ډولونه لري:
ازاد بازار هغه دى چې خصوصي متشبثين د تقاضا او عرضې پر اساس په خپله خوښه او د خپلو معيارونو له مخې نرخونه ټاكي.
مختلط يا ګډسيستم : په دې سيستم كې دولت اوخصوصي سكتوردواړه ونډه لري .
مركزي پلاني يا دولتي سيستم : پدې سيستم كې دولت د تشبث عام وتام حق لري چې په په ټول بازاركې كار وكړي يعنې خپله دولت د يوه متشبث په توگه رامنځته كيږي چې يوه نښه يې د ښاروالۍ نرخنامه ده پداسې حال كې چې د ازاد بازار په سيستم كې د پيرودونكي دغوښتنې،د څيزونود كميت او كميت په پام كې نيولو سره نرخونه په ماركيت كې ټاكل كيږي .
هغه هېوادونه چې دبيلابيلو عواملو له امله وروسته پاتې شوې وي په هغوكې مركزي پلاني سيستم موجود وي او ورسره تر يو څه اندازې دولتي سكتور وده كړي وي.
خوداكار په هغو هېوادونو كې ګټه لري چې نفوس يې لږ وي او توليدات يې د نفوسو په تناسب زيات وي د وارداتو او صادراتو تر منځ يې هم يو څه انډول موجود وي.
كله چې داسې هېوادونه وروسته د ولسواكۍ او پانگوالى په لوري حركت كوي او حركت يې هم پدې لوري باندې د وخت د جبراويا اختيار له مخې حتمي كيږي . مركزي پلاني سيستم پاى ته رسيږي. د دولت اړوند ارگان ښاروالۍ نرخ نه وركوي بلكې ازاد بازار رامنځته كيږي په ازاد بازار كې د كميت او كيفيت او د غه رازدڅيزونو په برخه كې د پيرودونكو د تقاضا په اساس نرخ ټاكل كيږي . پيرودنه او پلورنه كيږي .په دې وخت كې دپيرودونكو چيغې پورته كيږي.
په پانگوالۍ سيستم كې سياسي قدرت د پانگوالو د گټو په محور ورڅرخي پداسې حالاتوكې دوه شكله تر سترگو كيږي:
پداسې ټولنو كې چې لومړنۍ حركت يې وي، د سوداگرو، پانگوالو او دكاندارانو متشبثينو ملي احساس وده كړې نه وي ،پوخ والي ته رسيدلى نه وي،دوى د ولسواكۍ د قوانينو پر اساس اتحاديې جوړوي، د اتحاديو له لارو داسې د ستورونه وركوي چې په پېرودلو كې د خريدار نه بلكې د پلورونكي گټو ته رنگ وركړي .د نرخونو د لوړاوي سيالي روانه وي نه د ښكته كولو سيالي.
پيردونكي مجبور دي چې د هغو ټاكل شوى نرخ دخپلې اړتيا په پام كې نيولو سره ومني. په داسې شرايط كې ولس له دولت نه غوښتنه كوي چې نرخونه كنټرول كړي خودولت ورته وايي چې ازاد بازار د ى چې زړه مو نه وي مه يې تر ې اخلئ خو ولس مجبور وي چې هر چيرې ولاړشي همدا يونرخ وي ځكه اتحاديې په ګټه وركړى وي اوټول اعضا ترې خبر وي .كله كله دولت يوڅه غالمغال وكړي خو داتحاديو مشران ورته دډول ډول لګښتونو پلمې جوړوي اوكله كله د درواغو جعلې اسناد برابروي.
بيا په پرمختللو هېوادونو كې ملي احساس ښه قوي وي او د خلكو گټې هم په مخكې لري. كه اتحاديې وي ،هغوى زيار باسي چې د نرخونو د كښته كولو او خپلو اجناسو د پلورلو لپاره زمينه برابره كړي ولس ته چل نه جوړوي . زموږ په هېواد كې چې اوس مو نوى حركت پيل كړى،خصوصي سكتور وده كوي،د نرخونو د پورته كولو سيالى روانه ده. كه دولت پداسې حالاتو كې مداخله ونه كړي او كميت كيفيت او نرخونه كنټرول نه كړي ملت د تباهۍ خواته حركت كوي او پيسې د پانگوالو جبونو ته رسيږي ،غريب وركيږي او پانگوالى اوج ته رسيږي كه په دولت كې وي او كه له دوى نه د باندې وي مزې به د پانګوالو وي.په داسې غريبو هېوادونوكې خو حتمي د ه چې سياسي واكمني لكه دمخه چې وويل شول دپانګوالولاس ته لويږي په داسې هېوادوكې داسې قوانين رامنځته كيږي چې په هغوى كې دپانګوالوګټه وي ملت ته پام نه كيږي نويودم په ملت كې اوازې شي چې دا دولت كاري دولت نه دى د اپوزيسيون په خوله كې هم ولويږي ډيره موده تيره نه وي چې دداسې ولسواكه نظام پښې را ولړزيږي.
سرچینه: سپوږمۍ ویب پاڼه