دافغانیو د ارزښت شالید
لومړی افغانۍ په کال ۱۹۲۵ کې د معیاریتوب نړیوالې ادارې (ISO) لخوا په رسمیت وپیژندل شوې، چې نړیوال معیارکوډ یې له ((ISO 4317 AFAڅخه عبارت دی،دغه کوډ دجوړښت په اساس له دریو حرفورغیدلی او هر هیواد ځانته کوډ لري ،دکوډ اول دوه حرفه دهیواد کوډ بلل کیږي یعنې دهیواد انټرنیټې ډومین او دریم حرف یې خپله دکرنسۍ یا پیسو نوم دي مثلآ دافغانستان دپیسو کوډله AFAڅخه عبارت دی چې AFدافغانستان انټرنیټی یاملی ډومین او Aخپله دافغانیو لومړي حرف دی یا دامریکا USD لومړي دوه حرفه له United Statesاو دریم حرف D دډالرو مانا ورکوي.
دافغانیو په ارزښت کې انډولیز بدلون نه تر سترګو کیږي وخت ناوخت یې ارزښت یو له بله سره ډېر توپیر لري .
په کال ۱۹۳۶ کې د څلورو افغانیو ارزښت د یوې هندي کلدارې معادل وؤ،همداراز په کال ۱۹۴۰ کې یوه افغانۍ دامریکایي ډالرو په مقابل کې په لاندې توګه تبادله کید
دلومړی چاپ شوؤ افغانیو ارزښت
|
|
افغانۍ د 1امریکایې ډالر په مقابل کې
|
کال
|
13
|
1940
|
13.44
|
1947
|
14.17
|
1948
|
16.8
|
1949
|
20
|
1956
|
45
|
1963
|
50.6
|
1982
|
د۱۹۷۹ او ۱۹۸۲ ترمنځ چې د ببرک کارمل ،ډاکټرنجیب او جهادي تنظمونه دوره وه اوهمدارنګه وروسته له ۱۹۹۲ چې داسلامي امارت دوره وه دافغانیو ارزښت د نورو اسعارو دادلون بدلون له مخې ټاکل کیده.
دکورنۍ جګړې او کړکیچونو په مهال داخلي ډلوټپلو د خپلو باداروهیوادو په مټ خپل سري بانک نوټه چاپ کړل بې لدې چې کوم معیاري پاړکیز(سیریالي) شمیره ولري.
وروسته له دې کله چې طالبانو د حکومتي ادارو واک چاري خپلې کړې ،په کال ۱۹۹۶ دډسمبرپه میاشت کې دافغانستا د بانک رائیس احسان الله احسان دسلو تریلیون افغانیو په ارزښت نوټونود چلښت او جریان پریکړه وکړ او له روسیې سره یې هغه تړون لغوه اعلان کړچې افغانستان ته یې له ۱۹۹۲ کال راپه دیخوا پیسې چاپولې،ده هغه اداره چې افغانستان ته یې پیسې رالیږلې پدې تورنه کړه چې ګواکې استاد ربانی ته پټې پیسې رالیږي.
او ښاغلي احسان ۲۱۰۰افغانۍ دیو امریکایي ډالر معادلې اعلان کړې،په همدو شپو کې شمالي ټلوالې هغه پیسې لرلې چې په روسیه کې چاپېدې او دکابل په بازار کې په نیمه بیه پیرودل کیدې،د ۲۰۰۰م کال د اپریل په میاشت کې ۶۴۰۰ افغانۍ او په کال ۲۰۰۲ کې ۴۳۰۰۰افغانۍ دیوامریکایی ډالربرابرې وی.
سکې
په کال ۱۹۲۵ کې د زېړواوبرنزو دوه،پنځه ، لس او شل پوله ،دسپینو زرو نیمه او یوه افغانۍ،دسروزرو نیمه او یوه اماني سکې وړاندې شوې وې،چې په ۱۹۲۶ کې د سپینوزرو دوه نیمې افغانۍ او سروزرو دوه نیمې امانی، او په کال ۱۹۳۰ کې د برنزو او زیړو یو، او ۲۵ پوله ،همدرانګه په۱۹۳۹ کې د برونزو ۳ پوله ،د مسو ۱۰، او شل پوله سکې هم معرفی شوې.
په ۲۰۰۵ م کال کې یوځلې بیا د یوې ،دوؤ، او پنځو سکې وړاندې شو
بانک نوټونه
د ۱۹۲۵ او ۱۹۲۸ کالو ترمنځ یوازې د پنځو،لسو او پنځوسوؤ بانک نوټونه معرفي شوی وؤ،خوپه کال ۱۹۳۶ کې د دوؤ،شلو او سلو نوټونه هم وړاندې شول. دافغانستان بانک په ۱۹۳۹کې د کاغذي پیسو چاپ شروع او د ۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۵،۲ نوټونو چاپول یې پیل کړل ،په کال ۱۹۵۸ کې د دوو او پنځو افغانیو نوټونه په سکه تعویض شول او په کال ۱۹۹۳ کې د ۵۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ نوټونه چاپول هم پیل شول. خو دحامدکرزي د دولت په راتګ نوې افغانۍ په نوې بڼه او نوي ارزښت د ۲۰۰۲ کال په اخیر او ۲۰۰۳م کال په سرکې چې په جرمني کې چاپ شوې وې هیوادوالوته وړاندې شوې هیره د نه وي چې په همدې وخت کې د افغانستان د بانک رائیس ډاکټر انورالحق احدی وؤ ،دغې نوې چاپونې د ګڼو افغانونه دارمانونو غوټۍ را وغوړولې او دپرمختګ یو امید یې ټولوته ډلۍ کړ ،نوې افغانۍ دزاړو افغانیو په مقابل کې تعویض شوې په داسې حا کې چې دبرهان الدین ربانې له زرو او عبدالرشید دوستم له دوؤ زرو افغانیو سره یوه نوې افغانۍ عوض کیدله،. چې د ۱۵ تریلیونو په شاوخواکې زاړې افغانۍ نویو افغانیو سره تبادله شوی .
نوې افغانیو د ۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰،۵،۲،۱ بانک نوټونه لرل چې ا په هیره د نه وی چې له ۲۰۰۳ م کال وروسته افغانیو خپل ارزښت یو څه په تدریجې ډول وبایله چې اوس اوس یو امریکایي ډالر د ۵۰ افغانیو سره تبادله کیږي.
ګرانو لوستونکو کولی شی چې داوسنیو افغانیو انځور او نورې څانګړنې په لاندې جدول کې وګوري او دهغوی انځور لپاره په 9,8,7,6,5,4,3,2,1.....شمیرو کلیک وکړئ
|
||||||||||
2002 پاړ[1]
|
||||||||||
انځور
|
ارزښت |
ابغاد |
رنګ |
څرګندونې
|
نیټه
|
|||||
مخ
|
څټ
|
مخ
|
څټ
|
چاپ
|
توزیع
|
|||||
|
|
1 افغانۍ
|
131 × 55 mm |
ګلابی
|
دافغانستان بانک مهر |
دمزارشریف جومات |
2002 |
October 7, 20 |
||
|
2 افغانۍ
|
ابی
|
|
|||||||
|
|
5 افغانی
|
نسواری
|
|
||||||
|
10 افغانۍ
|
136 × 56 mm |
زیړ بخن شین
|
|
|
|||||
|
20 افغانۍ
|
140 × 58 mm |
نسواری
|
|
||||||
|
50 افغانۍ
|
144 × 60 mm |
توربخن زرغون
|
|
|
|||||
100افغانۍ
|
148 × 62 mm |
بنفش |
|
|
||||||
|
500 فغانۍ
|
152 × 64 mm |
شین |
|
||||||
|
1000فغانۍ
|
156 × 66 mm |
نارنجی |
|
|
|||||
په پښتنه مینه
شبګیرمنګل/هند