کتنې:

کتنې:

یو سهار د بڼ تر څنګه تېرېدم چې د روانو رڼو اوبو د غږ موسیقۍ او د بلبل سندریز اواز مې پښو ته ځنځیرونه واچول او یوه شیبه یې د خپلو زړه وړونکو سندرو د اورېدو بندۍ کړم.

ومې لیدل چې یوه غوټۍ د خپل تنکي پېغلتوب شرارت په سر اخیستې، ماشومه وږمه یې په خپل موټي کې بنده کړې او دباندې وتلو ته یې نه پرېږدي.

وږمه هم په خپل ماشومانه ضد سره په پوره توګه خپله خوشبویي په فضا کې شیندي او له همدې لارې د خلکو زړونو ته نامعلومه خوښي وربښي.

ددوی تر څنګ یو سور ګلاب په خاموشه مسکا له دې نندارې څخه خوند اخلي، بورا یې په ښکلولو بوخت دی، د ګل د مسکو شونډو خوند د ژبې له لارې زړه ته ښکته کوي او د ژوند یواځینی هدف ګلاب ګڼي.

په داسې حال کې چې د ګلاب ښکلا مې زړه ته لاره کړې وي د راشوکولو لپاره یې لاس وروغزوم، چې د خپل ضمیر غږ مې داسې مخاطبه کړي:

ای لېونۍ قاتلې!

د دوه ژوندیو خون په غاړه مه اخله!

هو، ګلاب د خپلې ښکلا په جرم د مرګ وړ دی، د خپل ښایست په تېغ یې باید غاړه پرې شي.

مګر بورا؟؟؟

هغه باید د کوم جرم سزا وویني؟

بورا ژوند کولو ته پرېږده. ځکه د بورا ژوند د ګلاب له ژوند سره تړلی دی، که ګلاب ومري، نو بورا به هم ژوندی پاتې نشي.

ددې په اورېدو مې لاس ناببره راټول شي او نور نور خیالونه مې د دود په

څېر د ذهن په فضا کې خواره شي.

هغه څوک رایاد شي چې زما ژوند خپل ژوند ګڼي او زما مرګ خپل مرګ.

زما خوښي هم د هغوی ده او زما خپګان هم د هغوی دی.

عمر کولو ته مې تمه پیدا شي او ژوند کولو ته هیله منه شم.

هو!

زه باید څومره چې کولای شم، ژوند وکړم او خوښه واوسم.

د ځان لپاره نه بلکه د نورو لپاره!!!

څو نورې لیکنې:

روغتيا / بغداد ارماني

يوې ښځې د شپږ پښو لرونکی ماشوم وزېږاوۀ

مېرمن (دانا) غواړي، د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه شي!

دوه کلنه ماشومه ، ٤٥ کيلو وزن لري!

هغه سړی چې پۀ نيم بدن ژوند کوي