د کرکټ نړۍ وال جام ته د لار موندنې پۀ موخه پۀ روانو سياليو کې نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ، د ٢٠١٢ ميلادي کال د مارچ د مياشتې په ٢٠ مه نېټه، خپله اوومه او د ګروپ وروستۍ لوبه د برموډا خلاف د متحده عربي اماراتو پۀ دوبۍ کې تر سره کړه.
پۀ پيل کې پچه افغانستان وګټله او توپ وهنه يې غوره کړه چې پۀ ټاکلو شل آورونو کې يې د پنځو لوبغاړو پۀ سوځېدو١٧٧ منډې جوړې کړې او برموډا لوبډلې ته يې د ١٧٨ منډو هدف وټاکۀ.
لۀ دې وروسته برموډا خپله توپ وهنه پيل کړه چې په شلو آورونو کې يې د ٧ لوبغاړو پۀ سوځېدو ١٦٢ منډې جوړې کړې او ويې نۀ شو کولی چې هدف ته ځان ورسوي، چې لوبه د ١٥ منډو پۀ توپير د افغانستان پۀ ګټه پای ته ورسېده.
د افغانستان لۀ خوا پۀ توپ وهنه کې محمد شهزاد محمدي ښۀ وځلېدۀ چې ٣٨ بالونه يې ولوبول، او د درې څلورېزو او پنځه شپږيزو پۀ مټ يې څلورشپيتۀ منډې جوړې کړې او ناسوځېدلی پاتې شو.
لۀ بله پلوه پۀ توپ اچونه کې افتاب عالم خپله وړتيا وښوده او د برموډا درې لوبغاړي يې وسوځول.
افغان کرکټ لوبډلې پرله پسې څلورمه برياتر لاسه کړه انګلستان د دريم ځل لۀ پاره پاکستان پۀ ګونډو کړ! |