د ام ایاس مور خپلې پېغلې لور (ام ایاس) ته د مېړۀ (عوف بن محلم الشیباني) کور ته تر ورتلو مخکې نصیحتونه کوي .
اې لورکۍ! تۀ لۀ هغۀ کور څخه ورجلا شوې چېرته چې تا خاپوړې کړې وې، لۀ هغۀ ژوند څخه ورجلا شوې چېرته چې تۀ لویه شوې وې ، داسې سړي ته ورغلې چې نه یې پېژنې او داسې ملګري ته ورغلې چې ورسره بلده نه یې، نو تۀ د دۀ لپاره وینځه شه ترڅو دی ستا لۀ پاره غلام شي .
لس خویونه (عادتونه) خپل کړه تاته به ګټه ورسوي :
۱: راضي اوسه او قناعت کوه .
۲: ښۀ اورېدل او اطاعت کوه .
۳ : د سترګو خیال یې ساته، ترڅو همېشه تا په ښۀ صورت کې وویني او په بد منظر یې سترګې ونۀ لګي .
۴ : د پوزې (شامې) خیال یې ساته، ترڅو همېشه له تانه ښه بوی احساس کړي .
۵ : د خوب خیال یې ساته، ځکه بې خوبي غوسه زیاتوي .
۶ : د ډوډۍ خیال یې ساته، ځکه ډېره لوږه انسان بې واکه کوي .
٧ : د مال ساتنه یې کوه، مال یې په اندازه او انصاف سره مصرفوه .
٨ : د عیال پالنه یې د ښۀ تدبیر له مخې تر سره کوه .
٩: د دۀ ویلو ته هېڅ کار مه پرېږده، ځکه که د امر خلاف یې کوې نو زړۀ یې زخمي کيږي .
١٠: راز یې مه افشاء کوه، ځکه که راز یې افشاء کړې نو اعتماد به یې له لاسه ورکړې . چې کله دې مېړه غمجن ؤ د خوشالۍ اظهار مه کوه او کله چې خوشحاله ؤ نو غم مه ښکاره کوه .
که دا خويونه دې خپل کړل نو د یوۀ خوشاله ژوند مېرمن به يې، د مور نصیحتونه یې ومنل او د ښۀ ژوند درلودونکې مېرمن وه او د لوی شاعر امری القیس نیکۀ (حرث بن عمرو) یې لۀ لمنې پیدا شو.
(المستطرف ۲ ټوک ۴۷۹ مخ)
پۀ اسلام کې د اخلاقو او ادابو مقام كارتون چې د يو يهودي او فلسطيني ماشوم ترمنځ لفظي شخړه ښيي د ازموينې پۀ ورځو کې بايد څۀ وخورو؟ |