زما وجود شوې ، زما ساه نۀ شوې
زما اشنا! زما اشنا نۀ شوې
سم د ماښامه دې وعده کړې وه
خو تر سهاره راپيدا نۀ شوې
ما تۀ خپل ځان ، او ځان مې تۀ ګڼلې
تۀ د خپل ځان وې ، تۀ د چا نۀ شوې
ښه ده چې دومره خو دې وپېژندم
مخې له راغلې وارخطا نۀ شوې
زۀ وسوسو پۀ مخه واخستمه
تا شونډې پرانيستې ، ګويا نۀ شوې
زۀ دې الفت ته ملامته کړمه
د يار بلا! زما بلا نۀ شوې
سترګې يې بيا هم پښتنې وې ګنې
بې وفا شوې خو بې حيا نۀ شوې
مينې! منمه چې د هر ازمېښت نه
زۀ روستو نۀ شوم تۀ پۀ شا نۀ شوې
زړۀ! لۀ بلا خيرو مې ومينځلې
خو د وهمونو نه صفا نۀ شوې
تا د صابر لېونتوب څۀ ولېدو
تۀ د صابر د زړۀ سودا نۀ شوې
30.12.2011
- سيدجمال الدين فاطمي
د ازموينې پۀ ورځو کې بايد څۀ وخورو؟
ژباړه : عاقله هاشمي
زياتره وخت مونږ ازموينې ته پۀ نږدې ورځو کې او يا د ازموينې پۀ ورځ د تمرکز لۀ نشتوالي او پرېشانۍ سره مخ کېږو او پۀ دې نۀ پوهيږو چې د مناسبو خوړو پۀ خوړلو سره دا ټولې پرېشانۍ تر يوې اندازې لرې کېږي ....
08.01.2012
- سيدجمال الدين فاطمي
يهودي ماشوم : ماته مې پلار ويلي چې تاسو شرخوښي، تروريستان او ځناورو ته ورته ياست.
فلسطينى ماشوم : خو، ماته مې پلار تر اوسه څه نه دي ويلي، ځكه ستا پلار هغه وژلى دى.
دغه كارتون چې د يو يهودي او فلسطيني ماشوم ترمنځ لفظي شخړه ښيي په امريكا كې يې تر ټولو ښه جايزه ګټلي ده ....