تاريخ لۀ هيچا سره ظلم نۀ کوي ، کۀ پۀ کومه تاريخي مرحله کې د چا حق تر پښو لاندې شوی وي ، وي به ، خو د تل لپاره تاريخ د چا پۀ حق سترګې نۀ پټوي ، نۀ د تل لپاره د چا شرمنامې پټوي ، چا ته پۀ خپل ژوند کې او چا ته لۀ هغۀ وروسته خپله آئينه پۀ مخ کې نيسي او خپله اصلي او حقيقي څېره ورته ښيي . هغۀ چا چې دنيا له لته ورکړې او دين غيرت يې غوره ګڼلی ، پۀ اصطلاح ټنګه سری نۀ ؤ او چې د پيسو او د کيسو د ګټلو خبره به شوه ، نو پښتون به کيسې ګټلې او هندو به پيسې .

دغه شان خلک تل د تاريخ پۀ زرينو پاڼو کې ليکل شوي دي ، د هغوی يواځنی کمال دا ؤ چې د دنيا او مافيها لۀ غلامۍ نه يې ځان خلاص کړی ؤ خپل ځانونه يې لۀ دې جګ او پورته ګڼل چې د دوه ورځې دنيا پۀ خدمت کې دې وګومارل شي . ددغو شاه زلمو لۀ ډلې نه يو هم سلطان محمود غزنوي دی چې پۀ بت شکن مشهور دی . چې څوک پۀ تاريخ کې د بت شکن نوم يادوي ، نو خامخا به يې مقصد غزنوي وي او د همدغه يو بت شکن برکت دی چې نن پۀ هندي نيمه وچه کې پۀ سوونه، ميليونه مسلمانان ژوند او د موجوديت احساس کوي . تاسې ټولو ته به معلومه وي چې کله بت شکن په هند باندې  د اوولسم ځل لۀ پاره  ور وخوت او خدای (ج) ورته د سومنات دروازې پرانستلې او محمود د سومنات د لوی بت پۀ ورمېږ پښه کېښوده ، نو د غوا بنده ګان ورته راټول شول چې دا بګوان مو مۀ ماتوه!! چې څومره پيسې او دنيا غواړې هغومره به درته مونږ درکړو ، مګر " بې بګوانه کوه مومه " . او محمود پۀ فکر کې شو، هغۀ بايد پۀ دې تاريخي شېبو کې پرېکړه کړې وای چې پۀ تاريخ کې کوم نوم پرېږدي ، بت شکن کۀ بت فروش؟ د لرې او بري لږ ساعت وي او خدای (ج) د محمود پۀ برخه  د بت شکن افتخار ليکلی ؤ ، لۀ محمود بت شکن نيولې  تر احمد شاه بابا  پورې چې څومره شاه زلمو پۀ هند تاړاکونه کړي د همدغې بت شکنۍ جذبې به ورسره مل وې ، ګنې پۀ هغۀ وخت کې هم هندوان همدومره لۀ مونږ ډېر ؤ، څومره چې نن دي، مګر نن زمونږ د بت شکنۍ چذبې پۀ بت فروشۍ بدلې شوي دي ، د بت شکن بچي پۀ بت فروشۍ اخته دي ، هغۀ به د تورې پۀ خرپ ژوند کاوهاو مونږ اوس ايله د بتانو پۀ خرڅولو ځان ته د روزۍ ګټلو وسيلې ګورو. لۀ کابل او جلال آباد نه ورغلي هنداونو به هلته پۀ ډهلي کي ويلي وي چې نور مۀ وېرېږئ ، د بت شکن زامن بت فروشان شوي دي ، ځکه خو لاله ګان پۀ بابري جومات وروختل ، پۀ فلسطين کې يهودو د خيبر بدل واخيست او پۀ بوسنيا کې د عثماني ترکانو د فتحې د سرلوړۍ جنډې ، صربانو تر پښو لاندې کړې .

مونږ به نور ګرمول چې وطن يې خرڅ کړ خو چې پۀ خپله مو ورته دمه سازه شوه نو پۀ نور څۀ خو يې لا څۀ کوې چې پۀ بتانو پسې مو هم د ځمکې تل وکوت او هغه قوم چې بايد پۀ تاريخ کې د روس شکن پۀ نوم ثبت شوی وای اوس يې څوک د کباړي او څوک يې د بت فروش پۀ نوم يادوي . خدای (ج) خبر چې دا د کوم سامري د جادو اثر دی چې مونږ لۀ يوې مخې دې خوسي ( دنيا)  ته پۀ سجده يو . هلته مو د روسانو امپراطوري دړې وړې کړه او دلته پۀ يو وزارت دفاع نۀ جوړيږو او چې څوک لۀ دغې لانجې نه لږ لرې وينو ، هغوی بيا د بت شکن محمود پۀ تاريخ خروارونه  خاورې واړولې ، وګورو چې لۀ بت فروش وروسته به مونږ ته کوم تجارت ګټور وبريښي ځکه چې د کباړ هغه خو، لکه  چې بې خونده شوی  او چې آهن ربا پۀ لاس ورپسې وګرځي نو هم به د يو نيم ميليون شاه زلمو د قربانيو يادګاري نښې پيدا نۀ کړي ، بت فروشانو لا مخکې د ټانګ فروشانو (کباړيانو) افتخار ترلاسه کړی دی .