HIV ايچ آئي وي څه شی دی ؟
HIV د يو ميکروب نوم دی چی دبدن مصئوني سيسټم کمزوری کوي
بلکی له منځه يې وړي .
داميکروب لومړي ځل د پاره په ١٩٨٣ م کال په پاريس کې تشخيص شو.
اوهمدارنګه دا ميکروب د ايډز په نوم ياديږي .
او دا ميکروب د سپرم په واسطه ټول بدن ته داخليږي د ايډز د ميکروب
قوي موجوديت يعنی زيات امکان په وينه کی ليدل کيږي .
06.12.2009
- فضل وهاب غورځنګ
لکه چې څرګنده شوې ده ايډز په ابتدايي ډول په جنسي پروسه کې د انتقال وړ دی . ښځې ډير ژر او په زيات شمير په ايډز اخته کيږي
د ښځو ١٠ / ٩ مثبت ايډز پر مختللو هيوادونو کې ليدل شوی ، چې له خپلو نارينه دوستانو او يا ميړونو څخه ورته راغلی او د نن ورځې نيمايی په ايډز اخته کسان د ١٥ او ٢٤ کلونو تر مينځ دي .
دخپلو زياتو شهوتوتو او جنسي فعاليتونو او دمخدره موادو د استعمال له امله ښځې نسبت نارينه وته
په کم عمر او سن کې په ايډز اخته کيږي . د...
07.12.2009
- فضل وهاب غورځنګ
په مختلليو هيوادونو کې ښځې او نجونې ډيرې زيانمنې کيږي . له دې امله چې هغوی د نارينه په پرتله د
اقتصاد او ټولنيز موقف له مخې کمزوری دې . د احصايې له مخې په اسلامي ټولنه کې د ښځې توانايي
د هغې جنسي او تناسلي توانايي ده . اسلامي فرهنګ زياتره دا تاکيد او ټينګار کوي چې ښځې د نارينه و
تابع وي که هغه نارينه يې پلار ميړه يا ورور وي .
د يوې نجلۍ واده د هغې د نوي ژوند پيلامه ده . يوه نجلۍ د يوې غريبي کورنۍ څخ...