دلته کې ، هلته کې
دفتر ته یې څو نوې چالاکې نیولې. چالاکې مې ځکه وویل چې د خبریالۍ په مسلک کې تر څو د لاس او پښو انسان نه وي په تېره بیا دا سیاه سرې یادوم هیڅ پیسې نه شي تر لاسه کولاي .
له څو ښایسته او بدرنګو یې ژر ژر امتحانونه اخېستل خو چې کله به دې هم رییس ته وکتل د آزموینې یوه پآڼه او لیکنه به یې هم نه وه خوښه شوې .
په دې ورځ بیا هم څو تنه راغلې وې څو د ډالري ماشونو څښتنې شي ، زه هم چې لږ څه وخته له پوهنتونه رارسیدلی ووم ، ښایسته ځلې ښکته پورته شوم ، ټول ښه پوهېدل چې کار خو یې له غرمې وروسته پيلیږي نو دا څه په دې څاښتي کې تُس وهي .
هاغه زما د مامکي خبره د بټن ګل خورګانې هم پکې ډېرې تر سترګو کیدې خو خداي شته چې یوې هم د ګلې ښآیست نه درلود.
یوه لږ څه پکې ښه وه بلکې ډېره ښه وه روغ صورت خداي ورکړی وو د نورو نه یې سم فرق کېده د آزموینې په پآڼې یې هم تر نورو ټولو ژر ژر قلمک واهه په دري او انګریزي ژبې یې خپل سوالونه ښه حل کړل ، خو چې کله وار د پښتو راورسېد .
هی هی دا غریبه چې له ګاونډ مُلکه راغلې وه ټول متن یې له (دلته کې ، هلته کې) ډک کړی وو د دفتر له تګلارې سره یې سمه پښتو نه وه لیکلې نو ځکه هم د وروستۍ آزموینې لپاره د راغلیو چالاکو په کتار کې نه ليدل کېده.
صفي الله ستانکزی آزادۍ راډيوـ۷/۶/۲۰۱۱