ميرمن کلتوري ټولنيز بهير د اونيزې غونډې راپور
لیکواله : وږمه فضلي
د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر اونيزه غونډه تيره شنبه د ۱۳۹۰کال غویی په څوارلسمه نیټه د پوهنې وزارت په کتابتون کې دمیرمن کلتوری ټولنیز بهیر د دارالانشآ غړي آغلې ساهرې شریف په مشرۍ جوړه شوه
د غونډې په سر کې ساهرې شریف په کاری مسایلو خبری وکړي .هغې د هغې ناستی ګذارش بهير والو ته وړاندې کړ چې تيره پينجشنبه ساهرې شريف او طوبی ندا ساپۍ د اتصالات مخابراتی شرکت له مسوولینو سره درلوده. آغلې شريف د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل : داتصالاتو مخابراتی شرکت ژمنه وکړه چې دوی به هڅه وکړي تر څو د راتلونکې رڼا مشاعرې لګښت په خپله غاړه واخلي ، او ميرمن بهير څخه يې وغوښتل تر څو خپل پروپوزل دې شرکت ته واستوي.
ندا ساپۍ وويل چې پر پروپوزل يې کار پيل کړی او ډير ژر به يې اتصالاتو مخابراتي شرکت ته واستوي.
همداراز د رڼا مشاعرې لپاره د تدارک کميټې پر جوړولو هم خبرې وشوې.
ورپسې د ميرمن بهير د ځای د نه لرلو پر ستونزې هم خبرې وشوې او و پتیل شوه چې په دې اړه به يو شمير خويندی د ښځو چارو وازارت له وزيرې سره ګوری ، د يادونې وړ ده چې د ښځو چارو وزیرې اغلې حسن بانو غضنفر د مارچ د اتمي په ویاړ لمانځغونډه کې یې د میرمن بهیر د غونډو دپاره د یوه مناسب ځای د برابرولو ژمنه کړي وه.
ورپسي مشاعره پیل شوه او ګڼ شمير خويندو خپل شعرونه ولوستل.
.غونډه د چای په څښلو وروسته د مازیګر په څلورو بجو پای ته ورسیده .هیره د ې نه وي چې د میرمن کلتوري ټولنیزبهیر اونیزې غونډې هره شنبه په یوه نیمه بجه د پوهنې وزارت په کلوپ کې جوړیږي.