لنډۍ
په ګاونډي کړه خدای مینه
د سیني ګل یې دیواله وریژاوونه
لا سبا نه وه تا سبا کړو
د دله چرګه په قصاب دې خرڅومه
کټ د بلۍ سیوري ته یوسي
سپوږمۍ نامردې شرمول را خیستي دینه
باهو مې و په لاس مې نکړه
په آخرت به خدای ته څه ځواب کومه
مخ د سرو یاقوتو روغ دی
د زبرجدو پرې موړې ولاړې دینه
غوښې د سیخ پر سر وریتیږي
نامردې تا پرې سراسر نیولی یمه
سپوږمۍ ژر شه سوری راکه
د دیوال شاته یار ته غیږه ورکومه
سر یې په سور دسمال تړلی
خدایه ناروغه لیلی روغه کړې مینه
د هندوستان زلمي به راشي
هغه به را نه شي چې ګور ته تلي وینه
خدای پاک عادل دی ظالم نه دی
د ځواني بد به راته نه حسابوینه
ډکي راټول کړه اور پرې بل کړه
زموږ دستور دی په رڼا خولو ورکوونه
د یار په کلي کې مې شپه وه
زما تپوس یې په دریمه میاشت کاوونه
د کاسیرې د خټو نه دی
له خټو ډکې پښې په ما چاپي کوینه
چې ډوډۍ خورم دادا قاریږي
چې روپۍ شړنګ کړي دادا شین له خندا شینه
خلک اختر ته خوندې بیايي
بې وروره خور دې په کوټه ژړا کوینه
الله دې دا وارې روغ کړه
خلک به وايي مخ یې تور دی یار یې مرینه
زما په برخه دې دهقان کړو
زه به ډوډۍ کدوړکي کوم پټي ته وړمه
پيزوان دې میاشت خالونه ستوري
مخ دې اسمان زلفې شیبې د باران دینه
جانانه سمه له ډيره غمه
په لاس کې شمه ګرځوم شمکوره شومه
چې نن به نه زاړم نو کله
د حسن ګله زه جدا له تا نه یمه
په زړه دې یو په خولو دې بله
د سپلمي ګله تش په رنګ دې تیروتمه
چې را په یاد شې د ګل څوکې
له خولې مې کوکې تر اسمانه پورې ځينه
د مور ملوکې سرې دې نوکې
په سور سالو کې ګرځيدې مین دې کړمه
د مور ملوکې سرې دې نوکې
د زلفو څوکې په جیب کې ګرځومه
سترګې دې سرې لکه د زرکې
په ټول لوګر کې د ثاني نشته مینه
یو مې نصیب له اصله خوار دی
یو مې جانان د نورو یار دی نه راځينه
مینه دې اور دې په ماپوردی
رنګ مې تک تور دی غم دې زور دی مړ به شمه
صورت مې ټول په وینو رنګ دی
د سترګو جنګ کې یار په زړه ویشتلی یمه
په زړه مې پروت د اشنا غم دی
ځکه مې رنګ د کاکوړي په شانې شونه
چې چیرته ته وی هلته زه وی
دواړه پراته وی راته بل وی مشالونه
جانانه دومره په ما ګران یې
چې ته روان یې زه دې دې شمېرم قدمونه
اشنا ریښتیا به راته وایې
دلبر د چا یې چې مې تمه خواره شینه
هر سړی ګوته را ته نیسي
ژر مې واده کړه چې خبره ختمه شینه
یاره د کلي په کوڅو کې
دا ستا یادونه راته منډې را کوینه
زما په تمه نه شې ګرانه
زه چې لوییږم ستا ځواني به تیروینه
جانان په ډډه رانه ګرځي
خدای خبر ما ورسره څه بد کړي دینه
دوستانو لنډۍ ولولۍ خو دې ته ورته نوې لنډۍ مو تاسو هم را سره شریکې کړۍ ترڅو دا لړۍ هم داسې دوام وکړي او د پښتو ادب دا بې سارې برخه چې ډيری ژبې یې ساری نه لري نور هم پسې بډایه شي او څه ناڅه د نړۍ جال( انټرنیټ) په څپو کې خوندي شي.
ارین احمدزی