له مباركي او نيكو پيرزوينو څخه وړاندې مو په لومړي سركې كې د پښتو ادب په شاهكار( څولنډيو) نازوم هيله ده چې خوښې او زړونه مو پرې وتبل شي.
اخترپه ټوکو، ټوکوراغى
نه مې اوږۍ شته نه دغاړې تاويزونه
ګرانې اختر دې مبارک شه
سپینه خولګۍ مبارکي راکړه مینه
اختر په منډه منډه راغی
ورکړې نجونې د جوړې په تمه دینه
په سپینه خوله که روژه ماته
د کفارې روژې به دواړه ونیسونه
ټولو ځوريدلو او كړيدلو هيوادوالو ته د كوچني اختر د را رسيدو له امله نيكې هيلې وړاندې كوم. خداى دې وكړي چې د مباركې روژې او كوچني اختر له خوښى څخه د ډكو ورځو په ترڅ كې په هيواد كې تل پاتې سوله راشي او افغانانپه ځانګړې توګه ځوريدلي او كړيدلي پښتان يو ځل بيا په ۲۱ پيړى ارامه ساه واخلي او د ژوند په ښو پوه شي.
په ګران او سرلوړي هيواد افغانستان كې د تل پاتې سولې او ابادى په هيله.
په ادبي او پښتني مينه
محمدالله ارين احمدزى
د اړيكو شميره
۰۷۸۶۸۶۵۶۸۳
۰۷۰۰۱۵۰۰۵۴