دلااله الاالله شرطونه

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:

په يوه اثرکي راغلي دي: مفتاح الجنة لااله الاالله {دجنت کيلي لااله الاالله ده} پوښتنه داده چي څوک کلمه ووايي بس دجنت مستحق شو،جنت ته به ننوزي؟داسوال له وهب ابن منبه څخه شوی دی چاورته وويل:

اليس لااله الاالله مفتاح الجنة؟ايالااله الاالله دجنت کيلي نه ده؟وهب بن منبه ورته وفرمايل:هودادجنت کيلي ده ليکن هيڅ کيلي داسي نه وي چي هغه غاښونه نه لري،که دي داسي کيلي راوړه چي هغې غاښونه لرل نودرته خلاص به شي که داسي نه وي نوبيانه درته خلاصيږي(بخاري)

ددې کيلي(کليمې) غاښونه ددې کليمې شرطونه دي، که په چاکي داشرطونه موجودوو،نو داسي کيلي يې ترلاسه کړي چي غاښونه لري نوانشاءالله تعالی دجنت لاربه ورته اسانه شي .

دکلمې اته شرطونه دي،هرمسلمان يې بايد وپېژني اوپه ځان کي دې

ددغوشرائطو دشتون اونه شتون په هکله فکروکړي هغه دادي

{اول}ددې کلمي په معنی باندي علم لرل چي له الله تعالی پرته بل څوک دهيڅ ډول عبادت لائقت نه لري اودعبادت يوازينی حقدارالله جل جلاله دی،که څوک ددې کلمي په معنی نه پوهيږي نويوازي په ويلوسره نشي کاميابېدی،اونه يوازي وينافائده ورکوي ځکه که يوعجمي کافرله چا لااله الاالله واوري دی هم داالفاظ ووايې نوپه دې سره ترهغه پوري نشي مسلمانېدی ترڅويې چي په معنی پوه نشي اوعقيده ورباندي ونه ساتي .

الله جل جلاله فرمائلي دي (( فَاعْلَمْ أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ )) (سورۀ محمد:19) يعني په دې خبره ځان پوه کړه چي په زمکه اواسمان کي دعبادت حقدارله الله جل جلاله پرته بل څوک نشته . په بل ځای کي فرمايې : ((ولايملک الذين يدعون من دونه الشفاعة إِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ)) (الزخرف 86){هغه کسان چي دوی يې له الله تعالی پرته رابولي،واک دسفارش نه لري مګرهغه څوک(به سفارش کولی شي) چي دحق اقراريې کړی وي اودوی پوهيږي}يعني که څوک په حق شاهدي ورکړي اوورباندي پوه هم وي نوبيابه فائده ورته کوي که داسي نه وي نوبيافائده نه ورته کوي .

امام قرطبي ددې آيت په تفسيرکي ليکلي دي چي دکلمي داسي لوستل فائده نه کوي چي لوستونکی يې په معنی نه پوهيږي

په حديث کي راغلي دي :من مات وهويعلم انه لااله الاالله دخل الجنة (رواه مسلم)څوک چي په داسي حال کي مړشي چي په دې پوهيږي چي له الله پرته بل څوک دعبادت اوبندګۍ حقدارنشته،جنت ته به داخل شي.

په دې ټولونصوصوکي داخبره په څرګنده ذکرشوې چي دايمان لپاره دکلمي په معنی ځان پوه کول اړين اوضروري دي

{دويم}دکلمې په معنی باندي داسي يقين لرل چي دشک سره منافي او ټکروي ،زړه يې دکليمې په معنی باندي مطمئن وي اوهيڅ ډول شک يې په زړه کي نه وي.الله جل جلاله دمؤمنانوصفت داسي بيان کړی:

: (( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا)) (الحجرات:

15) .{يقينامؤمنان هغه څوک دي چي پرالله تعالی اودهغه پررسول يې ايمان راوړی اوبيايې شک نه دی کړی}



دمنافقانوپه هکله فرمايې:(( وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ)) (التوبة: من الآية45))

{ ددوی زړونو شک کړی ،نودوی په خپل شک کي حيران دي}په حديث شريف کي راغلي دی

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (( أشهد أن لا إله إلا الله وأني رسول الله لا يلقى الله بهما عبد غير شاك فيهما إلا دخل الجنة )) (رواه مسلم)

زه ددې خبري شاهدي ورکوم چي له الله تعالی پرته څوک دعبادت اوبندګی حقدارنشته اوزه دالله رسول اوپيغمبريم،په دې عقيده چي څوک دالله تعالی سره په داسي حال کي ملاقات وکړي چي په زړه کي يې په دې هکله شک اوشبهه نه وي نوخامخابه جنت ته ننوزي .

يعني يوازي تلفظ کفايت نه کوي ترڅوچي يقين ورسره ملګری نه وي ، که يقين نه وي نودېته منافقت ويل کيږي .

{دريم} قبول،که ددې کلمي په معنی څوک پوهيږي اويقين يې هم ورباندي وي خودعناداوتکبرله امله کلمه نه لولي نوداايمان مقبول نه دی لکه دیهودواحبار(ملايان)چي دهغوی په هکله الله تعالی فرمايې: (( وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّاراً حَسَداً مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ)) (البقرة: 109) .

غواړي(په طريقه دارمان)ډېرله کتابيانوڅخه چي تاسو ستاسوله ايمانه وروسته کافران کړي،له دې امله چي ددوی په زړونوکي کينه اوحسددی،وروسته تردې(داکارکوي) چي دوی ته حق ښکاره شو}

هغوی ته معلومه وه دانبي عليه السلام پرحق دی خوقبول يې نه وو،نودې يقين اوپوهي فائده ورنکړه ځکه يوهم شرط يې نه وو.

دمشرکينودمشرانوهم داعقيده وه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم رښتينئ دی خوددې سره يې دحق له قبلولوانکارکوی،ددوی په هکله الله تعالی فرمايې:

(( إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ)) (الصافات:35)

{يقينادامشرکين داسي ووکله به چي ورته وويل شول چي له الله تعالی پرته بل څوک دعبادت اوبندګی حقداراوجوګه نشته نودوی به تکبراولويې کوله}

په بل ځای کي فرمايې : ((قدنعلم انه ليحزنک الذي يقولون فَإِنَّهُمْ لا يُكَذِّبُونَكَ وَلَكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ)) (الأنعام: 33) .

{يقيناموږپوهيږوچي تاهغه خبري چي دوی يې کوي خفه کوي،دوی تادرواغجن نه ګڼي ليکن داظالمان دالله له آياتونوڅخه انکارکوي}

{څلورم} دالله تعالی احکاماتوته انقياد،غاړه اېښودل اوهغوته تسليمېدل: الله تعالی فرمايې((وانيبُوالی ربّکم واسلمواله))(الزمر:54)

{دخپل رب په لوري وګرزئ(په توبه کولوسره)اودهغه دحکمونوتابع شئ}په بل ځای کي فرمايې:

: (( وَمَنْ يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى)) (لقمان: 22) .

{څوک چي الله تعالی ته خپل مخ تابع کړي اودی نيک عمله هم وي،يقيناده مضبوطه کړۍ کلکه ونيوله}

{پنځم}په دې کليمې باندي داسي تصديق چي دتکذيب سره منافي اوټکروي .

که څوک کلمه لولي خوتصديق يې نه وی نودالوستل هم هم قبول نه دي

الله تعالی فرمايې (( فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ)) (العنكبوت: 3){خامخابه الله تعالی رښتيني اودُورواغجن معلوموي} په بل ځای کي فرمايې: (( وَالَّذِي جَاءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ)) (الزمر:33)

{هغه څوک چي رښتيايې راوړی دی اودهغه تصديق يې وکړو،دغه کسان متقيان دي}

ابن عباس رضي الله عنهمادصدق په تفسيرکي فرمايې: " من جاء بلا إله إلا الله "

{له رښتياڅخه مراد دلااله الاالله کلمه ده}يعني متقي هغه دی چي څوک دلااله الاالله تصديق کوي .

دمنافقانوحالت په قرآن کريم کي داسي بيان شوی چي دوی په ظاهره کلمه لولي خوپه زړه کي ورباندي تصديق نه لري .

نودمؤمن تګلاره بايد دمنافق له تګلاري مخالفه وي بيابه يې ايمان صحيح اوقبول وي .

{ شپږم }اخلاص: دبل چاله شريکولواودشرک له ټولوشوائبو دعمل صفاکول .

اخلاص دېته ويل کيږي چي عبادت يوازي دالله تعالی لپاره وکړي، دبل چالپاره به يې نه کوي،نواخلاص وايې دنيت په سمولوسره له هرډول شرکه خپل عمل خلاصول،که ښکاره شرک وي اوکه پټ،کوم خلګ چي لااله الاالله لولي اوبياهم دقبرونوطوافونه کوي،دهغوعبادت کوي،هغوی دحاجتونودحلولولپاره رابولي اوهغوی ته يې داسي صفات ورکړي وي چي هغه دالله لپاره خاص دي نوداسي ايمان قبول نه دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايې:

(( فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ)) (غافر:14)

{حاجتونه غواړه له الله تعالی څخه،خالص کوونکی يې دهغه لپاره دبلني،که څه هم داکارکافران بدګڼي}په بل ځای کي فرمايې:

(( فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصاً لَهُ الدِّينَ ، أَلا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ )) (الزمر: 2 ، 3)

{عبادت کوه دالله لپاره،خالص کړه دهغه لپاره بندګي،خبرشئ:خاص دالله تعالی لپاره دين(عبادت)خالص دی}يعني بل څوک ورسره شريک نشته ؛

ابو هريره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي ستادشفاعت ډېروړاولائق څوک دی؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:زمادشفاعت زيات لائق هغه څوک دی من قال : " لا إله إلا الله خالصاً من قلبه )) [1] .څوک چي داکلمه په دزړه له اخلاصه ووايې(بخاري)

په حديث قدسي کي راغلي دي الله تعالى فرمايې : (( أنا أغنى الشركاء عن الشرك من عمل عملاً أشرك فيه معي غيري تركته وشركه )) [2] .

زه په ټولوشريکانوکي له شراکت څخه ډېروېزاره يم،څوک چي يوعمل وکړي په هغه کي راسره بل څوک شريک کړي نودی اوشريک به سره پرېږدم(مسلم)نومطلب دادی چي بېله اخلاصه هم دکلمې ويناقبوله نه ده .



{ اوم}ددې کليمې سره محبت اومينه لرل،مسلمان به دالله تعالی اودهغه درسول صلی الله عليه وسلم سره مينه لري،که څوک کلمه ولولي اوله کليمې څخه نفرت و لري اودکوموکارونوغوښتنه چي کلمه کوي له هغوسره مينه نه لري نوداايمان معتبرنه دی الله تعالى فرمايي : (( فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ )) (المائدة: 54)

{زردی رابه ولي الله تعالی داسي قوم چي الله تعالی به ددوی سره مينه کوي اودوی به له الله تعالی سره مينه کوي}

له انس رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:

درې داسي کارونه دي په چاکي چي موجودشول،دهغوله امله به دايمان خوندمحسوس کړي:{1}چي الله اودهغه رسول تربل هرچاورته محبوب وي .

{2}له چاسره محبت يوازي دالله لپاره کوي .

{3} له کفرڅخه دوتلووروسته بيابېرته ورګرزېدل داسي بدګڼي لکه څنګه چي په اورکي لوېدل بدګڼي (بخاري اومسلم)

(اتم)پر طاغوت باندي کفرکول:

طاغوت هرهغه څوک دی چي له الله پرته يې عبادت کيږي الله جل جلاله فرمايې {فمن يکفُربالطاغوت ويؤمن بالله فقداستمسک بالعروة الوثقی لاانفصام لها}(البقرة:256){څوک چي پر طاغوت باندي کفروکړي اوپرالله تعالی ايمان راوړي،نو يقينامضبوطه کړئ يې ونيوله،چي دهغې پرېکېدل نشته}

په حديث کي راغلي دي:څوک چي لااله الاالله ووايې اوله الله پرته چي دچاعبادت کيږي پر هغه باندي کفر(انکار)وکړي نودده مال اووينه حرامه اوعزتمنه شوه(مسلم)يعني داسړی مسلمان شو.

مطلب داشوچي که که څوک داکار(پرطاغوت کفر)ونکړي نوهغه مسلمان نه دی .

دااته شرائط که په چاکي موجودشول ،هغه رښتينئ مسلمان دی،که چاکلمه لوستلي وي ددې سره دبل چالپاره عبادت کوي،دبل چالپاره نذرمني اويايې دالله تعالی دقانون په خلاف بل قانون خوښ کړی وي په

هغه باندپرېکړي

کوي نو دده دکليمې لوستل قبول نه دي اوداکلمه ده ته فائده نه ورکوي ځکه ده دکليمې شرطونه نه دي پرځای کړي .

الله رب العزت دي موږصحيح اورښتيني مؤمنان وګرزوي .

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

ليکوال : عصمت الله عزام{کوټه}