سرليک: رېښتونی رهبر
د هند په پلازمېنه ( نوی ډیلي) کښې یوسړک د لال نهرو په نامه یادیږي ، پردغه سړک د پنځوکوټو یا اطاقو یو پوړیزکور ولاړ دی . دغه کورد هند د دوهم صدراعظم لال بهادرشاستري استوګنځای وو ، دښاغلي شاستري تر وفات وروسته دهندوستان حکومت د نوموړې کور ته د موزیم درجه ورکړه . په دغه نوي موزیم کښې هغه شیان اوډل سویدي د کومو څخه چې لال بهادر په ورځني ژوند کښې ترینه کاراخیست چې عبارت دی له : دوه دخوب کټونه ، شپږد لرګیوچوکی ، دیګ اوکاسه اوڅو جوړی جامي چی د دی ټولو شیانوارزښت په هغه دورکښی ٦٤١١ هندی روپی وو لال بهادرپه کوچني والي کې د بدن د اعظلاتو د نه لویدو ( Neuromuscular disease ) چی موږورته په پښتوکښې سیوک پاته کیدل وایومبتلاسو . د دغې ناروغي له امله دشاستری ونه تریومتراوڅلوېښت سانتی جګه نسوه اودبدن وزن ېی تر٤٩ کېلودروند نه سو . لال بهادرپه کال ١٩٢١ کښی سېاست ته مخه کړه اوتر١٩٦٦ کال پوری ېی پردغه ستونزمنه لارمزل وکړ. بهادر په دغه ٤٥ کلن سېاسی سفرکښی لوړودولتی مقامونه ته ورسېد لکه د اترپردېش والی ، دترانسپورت وزېر، دتجارت وزېر، دپارلمان رېس ، دکورنېوچارووزېراودهندصدراعظم . ولی په ټوله دنېا کښی ددغوپنځوکوټوکورعلاوه دبهادرنه نورجاېدادسته اونه ېی هم کوم بانکی حساب درلود . بهادرپر١٠ / ١ /١٩٦٦ کال په تاشکند کښی داېوب خان سره ېوتړون لاسلېک کړکله چی ددغه تړون خبرهند ته ورسېد نومېډېا دغه تړون دبهادر ماته اودپاکستان برې ونوماوه خلګ داحتجاج په ډول دبهادردکورمخ ته راټول سول . دلال بهادرلورخپل پلارته دخلګودغصی اومظاهری خبرولېږه ، پرشاستری دغه خبردومره ناوړه اثروکړچی دزړه حمله پرراغله اوهلته د ٦٢ کالوپه عمرومړ .پورتنې مضمون ته په کتلو دوه ټکی ثابتېږی . اول : هېڅ هغه هېوادپرمختګ نسی کولای ترڅوچی دهغه هېوادمشردخپل وطن اوهېوادوالوسره خپله مېنه اوعلاقه لرل په ثبوت ونه رسوی . دوهم : که چېری واکمن حساس وېی نودخلګونه رضاېت اواحتجاج ودغه واکمن ته دزړه دحملی په مانادې .