سلامونه او نیکې هیلې !

د میرمن بهیر راتلونکي غونډه راروانه اونۍ دشنبې په ورځ په کرستال هوټل کې ترسره کیږي .

د میرمن بهیر غړي دغه هوټل ته د افغانستان د اوسنیو ادبیاتو په شپږم جشن کې د ګډون لپاره وربلل شوې اوهمالته به غونډه هم کوي . په دې غونډه کې به زیاتره په کاري مسلو خبرې کیږي ټولې خویندې به درڼا مشاعرې په اړه د ورکړل شویو دندو په اړه وروستي رپوټونه وړاندې کوي. دژورنالیزم کورس دا ځل دکاري مسلو دزیاتوالې له امله ځنډیږي. دیادولو وړ ده چې له دغې غونډې وروسته به دمیرمن بهیر نورې اوونیزې غونډې دپنجشنبې په ورځو د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې د پوهنې په کلوپ کې په یوه نیمه بجه جوړیږي. او په دې غونډه کې دآغلې لیمې شعر به هم کره کتنې ته وړاندې کیږي. آغلې ستورۍ معارج ستانکزۍ به په دغه شعر لیکلې کره کتنه اوروي. دغه رازپه غونډه کې په نورومهمو کاري مسلو هم خبرې کیږي اوپه پای کې ازاده مشاعره کیږي . هیله ده دادبیاتو په کالني جشن او دغه غونډه کې دګډون لپاره دسهار په ۹ بجو تشریف راوړﺉ.

په درنښت

دمیرمن کلتوري ټولنیز بهیر دارالان

شآ پته: کابل،دتایمني دسرک اخیر،سرسبزي څلورلارې،

دشام پاریس هوټل خواته،کرستال هوټل.

وخت: ۱۳۸۹ کال دجوزا لومړۍ نیټه- دسهار ۹ بجې .