د ۱۳۸۸ کال د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه وروسته په افغانستان کې د نړۍ والو او ځينو نورو کورنیو ډلو ټپلو لخوا رنګارنګ ډولونه وډنګول شول.چا ټاکنې نه منلې او چا یې پایلې خو بس هرڅه چې وو هغه وشول خو په پای کې بیا هم ولسمشر کرزی په دې بریالی شو ترڅو د ولسمشرۍ څوکۍ ته ټاکل شوې رایې په لاس راوړي او یو ځل بیا د افغانستان ولسمشر شي.په افغانستان کې د دې سره سره چې ډيرې ستونز وې وې شته دي او لا وي به، خو ولسمشر کرزي وکولای شول څه ناڅه د دې خلکو لپاره یو هیله او امید را پيدا کړي. د دې سره سره چې ملکي وګړي اوس هم د ډيرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او تل په افغانستان کې د ناسمې ادارې او بهرنیانو له ځینو کړنو سر ټکوي خو بیا هم دوی داسې کوم عکس العمل نه دی کړی چې خدای د نکړي په نړۍ واله کچه د افغانستان نوم او شتون ته تاوان ورسوي. په افغانستان کې د ګڼو ستونزو تر څنګ یوه هم د بهرنیانو لخوا د خلکو د کورونو لټول او همدارنګه په ځينو بریدونو کې د ملکي وګړو وژل وو. چې څو ځله ولسمشر کرزي په چیغو چیغو ورته وویل چې د بهرنیانو دا کړنې کیدی شي د افغانانو د کرکې لامل شي خو بهرنیانو پرې څه سر نه ګراوو او نه یې هم ګرولی دی. د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه وروسته بهرنیان څو ډلې شول چې بیا هم ولسمشر کرزي د دوی څخه غوښتنه وکړه چې د افغانانو د ارادو او کړنو درناوی وکړي او د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه وو نکړي بلکه دوی کولای شي د څارګرو په توګه د دې بهیر څخه څارنه وکړي خو دوی بیا هم هیڅ کله پرې غوږ وو نه ګراوو او ګالبریت خو داسې نارې سورې پيل کړې چې ان د ده د دندې د خوشې کیدو لامل شوې خو په هر حال ټاکنې وشوې.د ۲۰۱۰ کال په پيل کې د مشترک په نوم عملیات د هلمند په ولایت کې پيل شول چې د دې عملیاتو موخه د هلمند هغه سیمې نیول و کومې چې تر دې دمه د طالبانو تر ولکې لاندې دي همداسې وشول ډير ملکي وګړي هم پکې ووژل شول خو ولسمشر بیا هم د دې لپاره چې هیواد یې د ترهګرو په ځاله بدل شوی دی څه وو نه ویل. د دې ټولو کړنو وروسته د سولې خبرې اترې کړندۍ شوې او د طالبانو سره د ملګرو ملتونو د دفتر لخوا اړیکې ونیول شوې چې د دې خبرې تایید هم تیره میاشت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کاایډې وکړ او وو یې منله چې دوی څو ځله د طالبانو سره پټې اړیکې نیولې دي.چې د دې اړیکو چیغې هم د ولسمشر کرزي لخوا شوې وې او ولسمشر تل دې ته لیوال وو ترڅو د سولې خبرې اترې ګړندۍ شي او اوسنۍ حکومت وکولای شي خفه وروڼه د دې بهیر سره یو ځای کړي خو د دې خبرو اترو د څه پایلې ته له رسیدو څخه یوازې څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د پاکستان دوه مخې څارګرې ادارې چې د امریکا څارګرې ادارې یې هم ملاتړ کاوو د طالبانو لوړپوړی مشر ملا برادر ونیو. د افغان دولت په ګډون نړۍ والې ټولنې او نړۍ والو ټولو د ده په نیول کیدو خواشني وښوده ځکه چې افغان دولت اعلان وکړ چې دوی له ملابرادر سره روغې جوړې ته نیژدې شوي وو او حتی لوړپوړو دولتي چارواکو لا دا هم وویل چې ملابرادر غوښتل د سولې په چرګه کې چې په را روانه میاشت کې به په کابل کې په لاره واچول شي د ملت د نورو ۴۰۰ استازو ترڅنګ ګډون وکړي. د ده د نیول کیدو څخه وروسته د اسلامي حزب د ډلې ځينې نماینده ګان هم کابل ته راغلل او د ولسمشر کرزي سره یې خبرې اترې وکړي او دا چې څه پایله یې لرله او کنه دا بیله خبره ده خو د خوښۍ ځای دا دی چې د خلکو او مخالیفینو لپاره یوازې یوه هیله او یو ادرس پیدا شو ترڅو وکولای شي د دې لارې خبرې اتري وکړي او وکولای شي د افغان دولت سره اړیکې ونیسي. په هر حال د ملابرادر له نیول کیدو څخه وروسته خدای شته ولسمشر هم لږ په خپل زاړه ایمان ګوتې ووهلې او څو څو ځله یې د پاکستان له دولت څخه وغوښتل چې ملابرادر افغانستان ته وسپاري خو د پاکستان دوه مخې ادارې چې تل یې طالب لوپوړي چارواکي د یو امتیاز په مقابل کې په لویدیځ خرڅ کړي دي او خرڅوي یې دې ته اماده نه شول او ولسمشر ته یې اخطارونه ورکړل چېکه چیرې ملابرادر د دې پروسې لپاره دومره مهم وو نو ولې په افغانستان کې نه پاتې کیده............. خو په هر حال دلته د بهرنیانو لخوا هم ډول ډول فشارونه په ولسمشر اچول شوي وو... چې ولسمشر هم د ډیرې حوصلې وروسته په کندهار کې د سپين ږیرو په وړاندې د ډيرو هغو خبرو څخه چې مخکې یې نه کولې پرده پورته کړه او په ځغرده یې وویل چې په ټاکنو کې بهرنیانو ډيرې لاسوهنې وکړې.د دې وینا په ترڅ کې د افغانستان او واشنګټن تر منځ اړیکې هم څه ناڅه ترینګلې شوې او ډيرې خبرې ردې او بدلې شوې ځکه چې ولسمشر کرزي خپل افغان ولس ته رښتیا ویلي وو حتی ان دا لا وو ویل شول چې واشنګټن ته د ولسمشر رسمي سفر د امریکايي چارواکو لخوا وځنډول شو. په هیواد کې د ننه هم د دولت سره په ناستو څوکیو مخالیفو ډلو چې اوس یې ځان ته د اپوزیسیون نوم ورکړی دی د ولسمشر په دې خبرو باندې غبرګونه وښودل او په داسې یو حساس وخت کې یې د ولسمشر دا څرګندونې د هیواد لپاره زیانمنونکې وو بللې چې ډبل عبدالله خو حتی دا د ملي منافعو په وړاندې یو لوی ګواښ وو باله خو په هر حال ډيرې خبرې ردې بدلې شوې او په پای کې ټولې نړۍ ته د افغانانو او ولسمشر کرزي اراده معلومه شوه چې دوی په ټولیزه توګه د هیواد رغول او په وران ویجاړ افغانستان کې د سولې او پرمختګ څخه پرته نورڅه نه غواړي. ځکه په کندهار کې ولسمشر کرزي د خلکو څخه غوښتنه وکړه ترڅو خپل بچي اردو او پولیسو ته ورکړي خو دوی په یو اواز ورته وویل چې د امنیت د نه شتون له امله دوی نه شي کولای چې خپل بچیان ملي اردو او ملي پولیسو ته ورکړي چې دا هم د نړۍ والې ټولنې لپاره د یو خطر زنګ وو ځکه چې دوی پوه شول چې نور نو افغانان امنیت غواړي او بس.ځکه چې د ولسمشر خبره د ټولو افغانانو خبره وه خو په هر حال د دې سره سره چې نړۍ والې ټولنې دا ډول ډولونه وهل او دا ډول خبرې یې کولې او اوس خدای شته تسلیم شول او بیرته یې ولسمشر یو ښه او په کار پوه کس وښود زه دا د اپوزیسیون په نوم ناستو کسانو ته حیران یم چې د ولسمشر کرزي کومې خبرې ناسمې وې چې په خپله خوښه د اپوزیسیون مشر ډبل عبدالله دا څرګندونې د ملي منافعو په زیان وو بللې ایا افغانانو ته واقیعیت ویل هم د ملي منافعو په وړاندې کوم زیان وي کنه تا ویل چې که خدای کړي وي بس ولسمشر لرې شو او زه به یې ځای ناستی شم دا ارمان به دې خامخا ګورته وړې ځکه چې په افغانستان کې قحط رجال نه دی چې ته داسې ټوپونه وهې ، ځکه په افغانستان کې په میشتو قومونو کې ډير داسې کسان شته چې د رمضان بشردوست غوندې په حقیقي ډول غواړي د دې هیواد لپاره کار وکړي. د ډاکټر اشرف غني احمدزي په څير نړۍ والې څيرې دلته اوس هم د دې هیواد لپاره منډې کوي او په شپو شپو کار کوي تر څو وکولای شي دا هیواد په خپلو پښو ودریږي او زمونږ هیواد خود کفا شي. خو په هر حال داده هرڅه عادي شول او نړۍ واله ټولنه د لویدیځ په ګډون ولسمشر ته تسلیم شول ځکه چې ولسمشر د ټولو افغانانو د ارادو تمثیلونکی دی نه د ځان.