- ماشومانو ته کتاب واخلی او هغه دوی ته ور کړی.هغه ماشومان چې د مطالعې سره مینه کوي او مطالعه کونکي ترې جوړیږي معمولا په هغو کورنیو پورې تړاو لري چې کتابونه او د مطالعې لپاره نور وړ څيزونه په کور کې تیاروي.داسې نه چې د ماشومانو کتابونه د خپل لاس رسي څخه لرې وساتی چې د دوی د لاس لاندې نه وي او یا هغو ته لاس رسي وو نه لري.کتابونه دد ځمکې پر مخ نه داچې د دوی له لاس رسي څخه لرې مو په کوم لوړځای ایښي وي.
- تاسو مطالعه وکوی.د ماشومانو لپاره د مطالعې د لارو چارو څخه تر ټولو غوره لار دا هم کیدای شي چې تاسو د دوی لپاره یوه نمونه و اوسی.که چیرې ماشومان و ګوري چې تاسو مطالعه کوی او د دې کار څخه خوند اخلی کیدای شي چې د دې چار سره دوی هم عادت شي او دا عادتونه ډير زده کړي او ډير یې کړي.
- هغو ته کتاب ډالۍ کړۍ. کتاب نسبتا ارزانه او ډيره ګټوره ډالی ده. د دې څخه ها خوا هغه څه چې یو چاته د ډالۍ په توګه ورکول کیږي د ډير ارزښت او درناوي وړ وي. زما خپل ماشومان تل د خپلې نیا له لوري د کتابونو په ډالۍ کولو نازول کیږي او دوسی چې کله د دې ډالی سره راځي ډير خوښ وي.
- مطالعه د یوې تفریح په توګه ورته وښيي، د هر هغه څه څخه چې خوند واخیستل شي تل د علاقې وړ وي.د کتابونو داستانونه د نمونې په وتوګه وښيي، خپل غږ بدل کړی او ماشومان په شوق راولۍ.که چیرې داستان ماشومانو ته ستړی کونکی او د کمې حوصلې په لرو سره ماشومانو ته ولولۍ، که چیرې داستان ډير جذاب هم وي هغوی نور د دې داستان تعقیبول نه غواړي.
- په ډير مرتب ډول مطالعه وکړۍ. هره ورځ یا حتی د ورځې څو ځله د خپلو وړو ماشومانو لپاره کتاب ولولۍ.خپل غټ ماشومان مو هم ونازوی او تشویق یې کړی چې هره ورځ د خپل ځان لپاره مطالعه وکړي او د هغه کتاب په اړه چې دوی لوستی د دوی سره خبرې اترې وکړی.
- ټلویزون بند کړۍ او خونه لږ څه ارامه کړۍ.د تلویزون بندول د دې لامل کیږي ترڅو ماشومان ځانته د بلې لوبې په لټه کې شي.د ټلویزون ډير کتل د ماشومانو لپاره مضر دي، په ځانګړې توګه که وږوغواړی چې دوی مطالعې ته تشویق کړی.
- هره اونۍ یا هره میاشت مو خپل ماشومان کتابتون ته بوځي تر څو دوی د خپلې خوښې کتابونه په خپله خوښ کړي.
- په یاد ولرې چې مجلې او نور خنده ونکي کتابونه د مطالعې لپاره د ماشومانو د هڅه ولو ډيره ښه لاره ده.د ماشومانو لپاره د لوستلو لپاره بله تر ټولو غوره لار داده چې دوی ته هغه کتابونه چې د سي ډي پر مخ ثبت شوي دي واورول شي.
- ماشومان غونډو او مسابقو ته کتابخانې او یا د کتاب پلورنځيو ته بوځي او یا تاسې کولای شي چې دوی ته په خپله داسې زمینه برابره کړې چې دوی پکې مسابقه وکړي او ګټونکي ته یې ډالۍ ور کړي تر څو په راتلونکې ټول په دې هڅه کې شي چې باید د دې ډالۍ ګټونکی شي او ټول په رنګ تشویق کړه.کله چې ماشومان د نور د ژبې څخه د کتاب نوم واوري د هغه د لیدو او لوستو لپاره ډير لیواله وي او غواړي چې دا کاتب پيدا کړ ياو ویې لولي.
- څو څبرکي والا کتابونه ولولۍ، څو څپروالا کتابونه لوستونکی دې ته اړباسي تر څو ډير ولولي او د دې لامل کیږي چې د کیسې د پای ته رسولو لپاره یو ځل بیا کتاب ته مرجعه وکړي او ویې لولي او کتاب تمام کړي او پای ته یې ورسوي.
- د فلم څخه ګټه پورته کړی.شاید د یوه کارتوني فلم د لیدو څخه ورسته ماشومان ډير د مطالعې سره خبه مینه وښيي.د ماشومانو د خوښې څخه ګټه پورته کړۍ او هغه ډول کتابونه دوی ته تیار کړې کوم چې دوی ور سره مینه لري.
- د ماشومانو لپار د دوی لپاره د ویل شویو سندرو څخه(آللو احمدجان للو.......)چې دوی ته مو په ماشوم توب کې ویلې وو وایی او بیا یې په کتاب کې ولولۍ.او بیا یې کتاب پيداکړۍ او دوی ته یې واخلی.
- کتابونه سره په لوړ اواز ووایی. دا د ماشومانو لپاره د مطالعې تر ټولو ښه لار ده ځکه چې ماشومانو د اواز د اوچتولو ډير شوق لري تر څو خپل غږ پورته کړي.نو هر وخت مو چې دې کار ته ټاکلی وي سره کښنۍ او کتاب په لوړ اواز ووایی.