د پښتو ولسي ادب لارې:څېړنيار:عبدالرحمان حبيب زوی

نوموړی کتاب،چې د پښتو ولسي ادبیاتو په اړه لیکل شوی دی،د دویم ځل لپاره په ۱۳۸۵ل کې د دانش خپرندويي ټولنې لخوا چاپ شوی دی.لیکوال یې ارواښاد څېړنوال دوست محمد دوست شینواری دی.پر کتاب سریزه د ارواښاد څېړندوی محمد صدیق روهي لخوا کښل شوې ده،چې ورکې  یې د فولکلور  تاریخ ته کتنه او د فولکلور   بنسټونه په ښه ژوره توګه څېړلي دي او تر  هغه وروسته  څېړنمل خیر محمد ساد د کتاب د ارزښت په اړه په درېو مخونو کې یوه لیکنه کړې ده.

د پښتو ولسي ادب لارې دوې برخې لري،لومړۍ برخه یې د ولسي ادب عمومي  تیوري او تاریخي پړاو ته ځانګړې شوې ده.په دې برخه کې لیکوال د عمومي ژبپوهنې په ځانګړي توګه دتاریخي ژبپوهنې او تاریخ په رڼا کې د پښتو ژبې د ولسي  ادب  روابط د ډیرو لرغونو  قومونو د ژبو او اسنادو سره ښوولي دي او بیا یې د ولسي ادب عمومي تیوري څېړلې ده او په دې برخه کې د ډیرو نړیوالو ادبپوهانو  نظرونه هم را اخیستي دي.

په دویمه برخه کې د ولسي ادب تیوري په رڼا کې د پښتو ولسي ادب بیلابیل ډولونه ښوولي  او دا ډولونه يې ډلبندي کړي هم دي او فورمونه او څرنګوالي باندې يې ښه رڼا اچولې ده.په دې برخه کې یې عمده کار دا کړی،چې د پښتو ژبې د ولسي ادب شعري فورمونه او دغو فورمونو ورتوالی  له لرغونو ویدي او اویستايي سردونو سره پرتله کړي دي،دا سرودونه يې لومړی په خپل لیکدود لیکلي او بیا يې ژباړه هم راوستې ده وروسته یې له پښتو ولسي ادب سره د هغو ژبو د شعري فورمونو ورته والی سره پرتلي کړی او دا یې په کې په ډاګه کړې چې د لرغونو اريايي سرودونو  څپې او اوزان له اوسني پښتو ولسي شعرونه سره ډیر مشابهت لري.

ارواښاد دوست محمد دوست شینواري په دغه کتاب کې له ۱۷عمومي کورنیو او بهرنیو سرچینو څخه ګټه اخیستې ده.

دا کتاب د دومره ښیګڼو تر څنګ یوه ستره تخنیکي ستونزه دا لاري ،چې د کتاب لپاره عنوانونو لړلیک نه دی اوډل شوی او او نه هم دا عنوانونه په څپرکو ویشل شوي دي.نور نو کتاب د فولکلوري څېړنې لپاره یو ډیر ستر  او ښه ریفرینس دی او د فولکلوري څېړنې لپاره په کې په تاریخي او ژبپوهنیز لحاظ ډیر په زړه پوري مواد موندل کیږي او د لرغونو ژبو او  له پښتو سره د نړۍ د بیلابیلو کولتوري او فولکلوري پرتلیزې بیلګې په ښه وضاحت څېړل شوي دي.

 

پای