په کورنيو چارو وزارت کې  نوې ټاکنې که په شمال کې د ملوک الطوايفي پيل:ښایسته میر

 د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزات نوي وزیر او  د شمال ټلوالې تر ټولو ستره جنایکاره څیره په کورنیو چارو وزات کې یو لړ بدلونونه راوستل،چې په ترڅ کې په شمال کې ایکي یوازې یو پښتون چارواکی (په شمال کې د پامیر ۲۰۲نومبر قول اردو قومندان)له دندې ګوښه کړ،جنرال غلام مصطفی پتنګ یادوم،چې په شمال کې  د غلو قاچاوړونکو،فاشیستانو،جنسي تیري کوونکو،د افغانستان تجزیه کوونکو او په شمال کې د مصنوعي یاغي او په حکومت کې د ننه مخالف واکمن عطا محمد نور د سترګو ازعی و. جنرال پتنګ له ډیرې مودې راهیسې د شمال ټلوالې تر څار لاندې و،تر څو  چې د بسم الله محمدي  د وزارت په نیولو سره په لومړي ګام کې تر ښکار لاندې راغی. او پر ځای یې د شمال ټلوالې یو بل جنګي مجرم جنرال داود داود،چې تر دې مخکې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین و په دندې وګوماره.

اوس کرزی صاحب دې په شمال کې د ریښتینې ملوک الطوایفي نندارې ته انتظار وباسي،د جنرال پتنګ په شتون کې هم د عطا محمد په خولې ډیر پښتانه قومي مخور د نړیوالو ځواکونو لخوا یا ووژل شول او یا هم تر ننه په بګرام کې پراته دي،یوازني چا چې له عطا سره ښکر جنګاوه همدا پتنګ و،اوس به څه چل کیږي ؟اوس  به له پښتنو او شمال سره جنرال داود او عطا څه کوي؟

ایا دا لوبه په برلین کې د افغانستان د تجزیې د غونډې عملي برخه نه ده،چې « په امریکې کې امریکايي سناتورانو احمد ضیا مسعود،ذکي او محقق ته ویلي و،چې په خپلو سیمو کې خپل خلک منظم کړی او د امریکا له وتو سره سم به شمال له افغانستانه بیلوئ»دا متل خو دروغ نه دی،چې وايي :از ګپ ګپ میخیزه،دا ځل له ګپ نه عمل ته خبره ورسیده،پښتانه چارواکي دې  ښه ځیر اوسي چې د دې کاسې لاندې بله کومه نیم کاسه هم شته،زما غوښتنه له پښتنو  چارواکو څخه داده،چې د دې پر ځای په کابل کې د یوه جنګي مجرم احمد شاه مسعود په کالیزه کې له پښتونضد عناصرو سره کیني مهرباني  دې وکړي د دې ځپل شوي قوم راتلونکي ته فکر وکړي.

«په بلخ کې د یوه پښتون په وینا،چې یوازې تیر کال د بلخ ولسوالۍ په اژده نار سیمه کې چې ټول پښتانه دي شاوخوا لس قومي پښتانه مخور د عطا محمد نور په سپارښتنه د نړیوالو ځواکونو لخوا وژل شوي دي.»دا چې اوس د یوې ډیرې قوي ستراتیژۍ پر بنسټ  په شمال کې دوه ضد پښتانه جنایتکاران(اعطا او جنرال داود)، په شتون کې چې دا مهال د شمال زون خدایان دي څه به کیږي.اوس هلته د شمال ټلوالې ټولې پروژې په اسانۍ سره پلی کیږي،ځکه چې هم ملکي حکومت د دوی شو او هم نظامي.

همدا ډول نن هم په کابل کې ځینو رسنیو خبر خپور کړی،چې دا څو ورځې کیږي،چې په هند کې امرالله صالح،عبدالله عبدالله او عبدالرشید دوستم له هندي چارواکو څخه غوښتي ،څو پخوانۍ شمالي ټلواله دې بیرته ژوندۍ کړي،د رسنیو په وینا عبدالله عبدالله او امر الله صالح بیرته کابل ته راستانه شوي،عبدالرشید دوستم لا هم په هند کې پاتې دی، د دې رسنۍ په قول چې دوی هڅه کړې څو په اړه د عبدالله او صالح نظر تر لاسه کړي خو هغوي په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې یوازې د دوستم ویاند فیض الله ذکي ویلي،چې عبدالرشید دوستم هند د درملنې لپاره تللی دی.

د سیاسي کارپوهانو په آند افغانستان په دې ورځو کې تر ځانګړو بیلا بیلو توطیو تر ښکار لاندې دی او که چیرې دولت د دغو کړنو ، ناستو او دا ډول حکومتي بدلونونو مخنیوی ونه کړي نو شونې ده،چې افغانستان یو ځل بیا د ۱۹۸۰یمو کالونو تجربه بیا تکرار کړيچې په ترڅ کې به یې  د اوسني حکومت نهه کالنې لاسته راوړنې به هم  له خاورو سره خاورې شي.