د برېښنا انرژي په اړه عمومي معلومات
انرژي د یوه هېواد د اقتصاد، کرهڼي، صنعت او ترانسپورت د پرمختګ او پراختیا اصلي لامل دی. ډیري ښاري او کلیوالي مسئلي په انرژي پوري اړه لري. په واقعیت کې په یوه هېواد کې د هر وګړي په واسطه د انرژي د مصرف کچه د همهغه هېواد د پرمختګ د کچې څرګندوی دی.
نږدي200کاله مخکی، د برېښنا له انرژي څخه د ملي اقتصاد په ټولو برخو کې ګټه اخيستنه پیل شوي ده. د انرژي د نورو ډولونو په پرتله، د برېښنا انرژي زیاتي ښېګڼي لري ځکه ترټولو نورو ډولوونو د انرژي پاک ډول دی بي له کوموستونزو په لاس راځې اوپه اوږدو واټنونو کې په اسانی سره لېږدوله کیږي. همدا لاملونه دې چې د برېښنا انرژي د کارولو کچه د هري ورځې په تیریدو سره زیاتیږي.
نن د برېښنا انرژي د زیرمو او د برېښنا انرژي د ډول ډول تولیدونکو ستیشنونو په هکله کره معلومات د ټولو هغو کسانو لپاره چې د ېښناانرژي د تولید، لیږدونې، وېش او اداره کې بوخت دي او په تیره بیا هغوی ته چې د هیواد په کچه د انرژي پالیسي ټاکې ډیر ارزښت لري.
په عام ډول هغه څه چې د برېښنا انرژي د ښېګڼو څخه شمېرل کیږي په لاندي ډول دې:
الف: د اوسیدني د چاپېریال لیږ ککړول
ب: د کنترول ښه وړتیا
ج: په لیږدونه کې اسانتیا
د: په پراخه کچه(مختلفو برخو کې) د استعمال وړتیا
ذ: د انرژي په نورو ډولونو باندي اسانه بدلیدل
او داسي نور.....
د برېښنا انرژي یواځنۍ نیمګړتیا دا ده چې دا ډول انرژي په عملي ډګر کې، په پراخه پیمانه د زیرمه کیدو وړتیا نه لري او هغه څه چې په کاندنسرونو کې د برېښنا انرژي د زیرمه کیدو په ډول مینځ ته را ځې د دې انرژي د عملي زیرمه کیدو د حل لاره نشي بلله کیدای.
لکه څرنګه چې یادونه وشوه د برېښنا انرژي یوه ښېګڼه دا ده چې په مختلفو برخو کې استعمالیدای شي. کولای شو په لاندي ډول د ځینو برېښناایزو مصرف کوونکو نومونه واخلو.
- په میخانیکي انرژي باندي د برېښنا انرژي بدلوونکي لکه سینکروني او اسینکروني(د متناوب جریان)موتورونه او د ثابت جریان موتورونه.
- په حرارتي انرژي باندي د برېښنا انرژي بدلوونکي لکه داشونه، برېښنایي کري، منقلونه، د ویلډینګ ماشین او داسې نور.
- په نوري انرژي باندي د برېښنا انرژي بدلوونکي لکه ګازي ګروپونه، رشته لرونکي ګروپونه، سیمابي ګروپونه او نور.
د برېښنا انرژي له سرچینې څخه تر مصرف کوونکو پوري د برېښنا د شبکي په وسیله لیږدوله کیږي چې دا شبکه له دریو کړیو څخه تشکیله شوې ده.
1. دتولید کړۍ یا Generation: د برېښنا انرژي په برقي ستیشنونو(Power Plants) کې تولیدیږي دلته د انرژي نور ډولونه لکه کیمیاوي، فوسیلي، میخانیکي، اتمي، جیوترمال، بادي، د اوبو پتانسیلي انرژي او نور د برېښنا په انرژي بدلیږي.
2. د لیږدوني (انتقال) کړۍ یا Transmission: سرچینو ته پرتو نږدي مصرف کوونکو ته برېښنا انرژي په جنراتوري ولټیجونو ورکوله کیږي خو هغو مصرف کوونکو ته چې د برېښنا له سرچینو څخه په لیرو واټنونو کې پراته دي برېښنا انرژي په لوړ ولټیج لیږدوله کیږي. د ولټیج لوړول د شبکي او سیستم د تخنیکي-اقتصادي ځانګړتیاوو د لوړولو او ښه کولو په موخه سرته رسیږي. ځکه پدي ډول د جریان اندازه چې له ولټیج سره معکوسه رابطه لري کمیږي او په پایله کې د طاقت د ضایعاتو او د انتقالي مزو د مقطعو د کمیدو سبب ګرځې. د انتقال په کړۍ کې ترانسفارمرونه، هوایې مزې، پایي، سویچونه او ورسره یو شمېر نور مرستندویه توکې برخه اخلي.
3. د ویش(توزیع)کړۍ یاDistribution: په عام ډول د برېښنا انرژي د هغي په لګښتي ځایونو کې په لیږدونکي ولټیج د استفادي وړ نه وي او د ترانسفارمرونو په مرسته نوموړی ولټیج د مصرف کوونکو تر نومینالو ولټيجونو پوري را ټیټیږي او د ویشوونکو جوړښتونو په وسیله د هغوی ترمنځ ویشله کیږي.
نن په نړۍ کې زیات شمېر خلک د برېښنا د تخنیک په زده کړه بوخت دي او د دې تخنیک په مختلفو څانګو کې زده کړه کوي لکه چې ویل کیږي یواځې په روسیه کې د دې تخنیک د زده کړي څه د پاسه شل مختلفي څانګي موجودي دي چې دا پخپله د دې پوهې په پراختیا دلالت کوي په ډاګه ویلای شو چې د برېښنا انرژي د یوویشتمي پیړۍ(د تخنیک او تکنالوژي د دورې) د پرمختګ اصلي لامل دی.
پدي برخه کې به هڅه وکړو تر څو د انرژي د لومړنیو سرچینو د ډول، د اوسیدني د چاپېریال سره د هغوی د اړیکو، له اقتصادي پلوه یي د لګښتونو او همدارنګه د برېښنا د تولید لپاره د نړۍ د هېوادونو د راتلونکو تګلارو په پام کې نیولو سره، په یوویشتمه پیړۍ کې د برېښنا د موجودو ستیشنونو په اړه لنډ معلومات وړاندي کړو.