د بریښنا د اقتصاد په برخه کې به د لاندنیو موضوعګانو په اړه معلومات در کول شې.
تعرفي اواقتصادي ملاحظات
TARIFFS AND ECONOMIC CONSIDERATIONS
- اقتصادي انګیزه
- د بیو(قیمتونو) راټیټدل
- د افغانستان پولي واحد
- د بریښنا رسولوپه تعرفو باندي اغيزه کونکي فکتورونه
- غوښتنه (تقاضا)
- منځنۍ غوښتنه
- اعظمي غوښتنه
- د غوښتني ضریب
- د غوښتني تغیرات (بدلونونه)
- د بارضریب
- د ستیشن د بار ضریب
- د ګټي اخستني ضریب
- د وصل شوي بار ضریب
- تعرفي
- ټاکل شوي نرخ
- دوه ګوني تعرفي
- د کالوین قانون
- د کیبل دعایق اغیزه
- د طاقت دټیټ ضریب زیانونه
- د طاقت د ضریب اقتصادي څیړنه
- د طاقت د ضریب د اصلاح کولو اقتصادي محدودیت
اقتصادي انګیزه Economic Motive
د تاریخي ودانیو د جوړولو او د انځورګري د ترسره کولو څخه پرته، په ټولو انجنیري پروژوکي د لګښت کچه ترټولو اړینه او لومړنۍ پوښتنه ده. که څه هم کله کله سیاسي اوداسي نورلاملونه د پروژي په ترسره کیدو او یا نه ترسره کیدو کي رول لري، ولي عملاُ په زیاتر حالتونو کې د لګښتونو پربنسټ پدي اړه پریکړه کیږي چې یوه پروژه دي ترسره شي او که نه. په هرحال د بريښنا انرژي باید تولید او په یوه ټاکلي ګټه وپلورل شي. نوپه همدي اساس ټولي هڅي ددي لپاره کیږي چې تولید شوي بریښنا د امکان ترحده ارزانه وي. دهري طرحي د لګښت محاسبه اکثراُ ګرانه وي ځکه چې لګښت له وخت، تعرفو اوحتي تړونونو سره د پام وړتغیرکوي. په عام ډول کولای شو د بریښنا د تولید لګښت په لاندي دوو کلي برخو وويشو:
الف-ثابته پانګه (لګښت):- دا لګښتونه له ستیشن (تاسیساتو)څخه د ګټي تابع ندي او ورسره تغیرنه کوي یا په بل عبارت دا لګښتونه د بریښنا د تولیدونکو واحدونو په شمېر پوري اړه لري او په بنسټیز ډول لاندي لګښتونه پکي شامل دي:
۱-اساسي (لومړنۍ)پانګه اچونه
۲-د زړیدو لګښت
۳-مالیات او بیمي
۴-ګڼ شمېر معاشونه
۵-د سون د لګښت یوه کمه برخه
ب-د ګټي اخستني لګښتونه:- دا لګښتونه د ستیشن د ګټي اخستني سره سم تغیرکوي یا په بل عبارت دا لګښتونه د بریښنا د انرژي د تولیدونکو واحدونو پواسطه د تولید شوي انرژي دمقدار سره متناسب دي او اکثراُ لاندي برخي پکي شاملیږي:
د سون د لګښت ډیره برخه
د معاشونو لیږه برخه
ترمیم اوساتنه