د ژوند سفر
ابن عمر رضي الله عنه وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته په اوږه لاس کېښود او ویې ویل:
"په ژوند کې داسې اوسه لکه به کومه لاره چې نابلدی یا لاروی یې"
ابن عمر به ویل، کله چې سهار له خوبه پاڅې، داسې تمه مه لره چې ماسخوتن به هم ووینې، او کله چې ماسخوتن شي، داسې تمه مه لره چې سهار به ووینې. د صحت له خرابوالي نه مخته دي له خپلې روغتیا ګټه واخله او له مرګ نه وړاندي دي له ژوند څخه ګټه پورته کړه.
[البخاري]
مسلمان ته په کار ده چې له وخت نه اعظمي ګټه پورته کړي. د اپل کمپنۍ مشهور CEO، سټیف جابس، چې ځان ته یې iCEO لقب کاراوه، په خپل کاروبارې ژوند کې یو خورا کامیاب کس وو. د ده ناروغي داسې وه چې ډاکټرانو ورته ویلي ول چې په مرګ دی باور نشته، ممکن نن ، ممکن سبا ستا صحت د ښه کېدو وړ نه وي. سټیو په خپله یوه مرکه کې وایې: زه هر سهار له ځان سره وایم چې سټیوه! نن ممکن ستا د ژوند وروستۍ ورځ شي، خپل لومړیتوبونه وپېژنه، نن باید څه وکړې؟ بیا ټوله ورځ هماغسې هڅې کوم لکه سبا چې نه یم.
موږ خو الحمدالله مسلمانان یو، هغه د چا خبره، سټیف نو څه خانه لرله! افسوس چې بیا هم له وخت نه ګټه نه شو پورته کولی. یو مسلمان باید د ژوند کولو نمونه یا بېلګه وي. موږ ته لومړیتوبونه تر هر بل چا ښه مالوم دي، راځئ هڅه وکړو چې په دین به منګولو لګولو سره له وخت او ژوند نه اغېزناکه ګټه پورته کړو.