لوی او کوچنی

         هغه ورځ په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته وه،د واټ په دواړو خواوو کې زیات موټرونه او بایسکونه تر سترګو کېدل ، پلی خلک هم تر نورو ورځو زیات ول د واټ له شمال لوری یو کاماز موټر چې د بس باډۍ نوې ورباندې جوړه شوې وه،ښکاره شو موټر په بېړه روان و، ولاړو کسانو یوې بلې خواته منډې کړې له هر خوا د ((خیر خیر خدایه ))چېغې شوې موټر په تېزۍ سره تېر شو ،د واټ پای ته لانه و، رسېدلی چې له یوه کوچنی ټکسی موټر سره ټکر سو ټکر هم عادی ټکر نه و،کوچنی موټر یې له پېژند ګلوی و یوست ولاړو کسانو د ټکسی چلوونکی چې د اشټرنګ او څوکۍ تر منځ بند پاتې و، راویوست،له پښو څخه یې وینې روانې وې.

د کاماز موټر چلوونکی په کاوړ له موټر څخه پلی شو، د غاړې برګ دسمال یې په اوږو سم کړ، بېرته موټر ته پورته سو د څوکۍ له شا څخه یې کلاشینکوف راویوست ،د ټکسې چلوونکی یې چې له ډاره لړزېده تر ګرېوان ونیو په غوصه یې وویل:

-ته نه پوهېدې چې زما موټر راځی ،چې داسې په لار کې نېغ ولاړ وی ها؟او له دې سره یې د هغه په وهلو پیل وکړ ولاړ کسان ورو ورو شاته کېدل ،یوه نیم لاخندل هم د کاماز ډریور د ټکسی چلوونکی د نږدې امنیتی پوستې په لورې کشاوو.

راځه چې اوس یې درته وښیم  چی زما د موټر په مخ کې دریدل یانې څه؟

خو له هغې خوا د وسله والو کسانو بله ډله راغله، دواړه یې د ښار د مسوول دفتر ته بوتلل، د ښار خلک په دې خو شاله شول چې دوی یې د پوستې پر ځای د ښار مسوول ته راوستل ، دوی هک حیران ولاړ ول، دا دښار د مسوول له ټاکل کېدو وروسته په تېر یو نیم کال کې لومړۍ پېښه وه چې یو مجرم د فانون منګولو ته سپارل کېده.

د ښار مسول چی د دفتر په انګړ کې د خپل موټر خواته ولاړ و یو ځل یوه او بیا بل ته وکتل ، دکاماز چلوونکی ته یې وموسل بیا یې ورو ورته ویل:

ستا موټر کوم دی؟

-                     دا صاحب،دا کاماز!

-                     هوم،داکاماز دی که سرویس؟

-                     باډۍ مې نوې پرې وهلې ده.

-                     ښه ،ښه،ډیر ښه،آفرین

بیا یې په تروه ټنډه پوښتنه وکړه:

-                     او د ده موټر چېرې دی؟

-                     د هغه موټر ټکسی و، له کاره لوېدلی وی،هلته د سرک له غاړې پروت دی.

خلک په بې صبرۍ د ښار د مسوول قضاوت ته انتظار ول، د ښار مسوول له جیب څخه سګرټ راویوست ، اورلګیت یې و لګاوو خو بیرته یې ایسته وغور ځاوو،سګرټ یې له خولې لیرې کړ په لږ لوړ غږ یې وویل:

وروڼو!کشر او مشر ،لوی او کوچنی په هر شي او هر چا کې مالوم وی،تاسی وینی چې کاماز موټر لوی دی او ټکسی موټر کوچنی او که څه هم د ټکسی ډریور سپین ږېری دی او د کاماز چلوونکی خولانام خدای هډور او لوی دی ،نو د ټکسی چلوونکی ملامت دی،هغه برسېره په یو کال زندانی کېدو مجیور دی چې پنځه لکه افغانۍ د کاماز چلوونکی ته تاوان ورکړی ، پنځه لکه دولتی پیسې داسې نه چې دوستمی پیسې ورکړی پوه شوې که نه .

زموږ خواته ناست سپیین ږیری ،له ځایه ولاړ شو خپل څادر یې و څانډه سوکه یې وویل:

ښه ده چې په دې اخېره زمانه کې خو لاد مشرانو او لویانو عزت او درنښت پاتې دی.

4/7/1372

 کابل-څارندوی مینه

علم ګل سحر