د لیک لوست په لړ کې د مروجو مېتودونو زده کړه په خپل ځای خورا مهمه ده، خو د نویو هغو نه زده کول له ځان سره ظلم کول دي.

له ذوقه هاخوا لیکوالي د یوه لیکوال او شاعر لپاره د کار او روزګار وسیله هم ده. دې لړ کې له نویو علمي تحولاتو، ځان نه خبرول د داسې قیمار وهلو معانا لري، چې معمولاً په کې لیکوال خپل شته بایلي.

زموږ خوا ته که پوښتنه وشي، چې ولې کلېشه يي اصطلاح ګانو پورې نښتي یو، نو ځینې یاران وايي، ځان دومره لوی نه ګڼو، چې داستادانو له ټاکلو بریدونو تېر شو.

خو بیا دې ته ځواب نه لري، چې ولې مو د پخوانیو استادانو ټاکلي بریدونه هېر کړي دي؟

خبره داده، چې د ژبپوهنې په شمول یو شمېر علوم دي، چې پرله پورې تحولات په کې راځي، خو دا چې موږ د غور کولو تکلیف ګاللو ته تیار نه یو، ځکه په یوه پلمه او بله پلمه، په هغه څه ګوزاره کوو، چې نورو پرې خواري کړې وي.

دا خبره په خپل ځای سولیدلې او بې معانا ده، چې وخت نه لرو، بلکې ښايي موږ تر بل هر چا ډېر وخت لرو.

که خپل وخت ووېشو او په کې لږ وخت د غور کولو لپاره وباسو، هره ورځ به مو نوي څه زده کړي وي او که نه همداسې چې یو، ښايي لږ وروسته به نور زموږ ځاي ونیسي او موږ به دې قیمار کې هغه څه هم وبایلو، چې د یو څو کسانو له برکته یې اوس لرو.