ځینې دوستان د خپلې لهجې په کره والي ټینګار کوي، خو د ځینې نورو په غوږونو د نورو لهجه خوږه لګېږي.
که د خپلې لهجې په کره والي د ټینګار کوونکو، پر ځان مینتوب پرېږدو، په لهجو کې رښتیا هم بلها خواږه پراته دي. دا چې سړی احساس کوي، خپله ژبه مې په بدله لحجه خوږه لګېږي، همدا بس ده نو!
د لیک لوست خبره البته جلا ده. د لیک لوست لپاره تر معیار تېرېدل له ژبې سره جفا ده. خو په دې هم کې یو اړخ شته، چې تر ډېره حده پټ پاتې دی.
هغه اړخ دادی، چې موږ (د رسنیو کلېشه يي ژبې ځپلي ) کله ناکله د یو چا له خولې یوه اصطلاح واورو، غوږونه مو څک شي، ښه ولګېږي، خو بیا یې ځکه نه کاروو، چې فکر کوو، خلک به پرې و نه پوهېږي.
که خلک په پردیو یا له نورو ژبو نه ټکي په ټکي په ژباړل شویو اصطلاحاتو پوهېږي، نو په خپلو اصیلو هغو ولي نه پوهېږي؟
د خپلې ژبې په بېلا بېلو لهجو کې مې د تنها لپاره ګوشی، اېکړ، یوازې او ... واورېدل، خو که نه یې لیکم، نو څوک ملامت دي؟
نورمحمد سعید 23/02/13