لوبغاړې

 

لوبغاړې وه لوبغاړې
اې له بېټ سره ولاړې
چې ته اوټ شې زه خپه شم
زړه مې چوي چې سوځېږې
په شپیزه دې خوشال شم
ته چې خاندې زه هم خاندم
زړه مې وايي كاشكې توپ واى
چې په هر لور دې وهلى
بېرته ستا خواته ته درتللى
اې ستا نن اخري لوبه
زما هم اخري لوبه
دعا ځكه درته نه كړم
چې دعا مې نه قبلېږي
چې يې ستا رقيب ته وكړم
ها ښيرا مې نه قبلېږي
منډې ته وهې ميدان كې
خو يم زه درسره ستړى
ته په لوبو يې ميينه
ته په لوبو كې يې وركه
خو خبره له دې نه يې
يو انسان پر تا ميين دى
ته له ځانه ناخبره
ټول جهان پر تا ميين دى

 

 

همایون هېواد