په سپين  آس سپور سړى د فوټبال د ميدان قدري اوږده ميدان له بله سره په ځغاسته را روان دى. ډولچي يو ګوڼده په ځمكه ووهله او په خپل ټول قوت يي ډاله ته لښته ورواچوله. د ډول دغږ له زياتيدو سره سم  د سپين اس ګامونه هم اوږده او ګړندي شول. د اس د پښو خاورې د نرۍ دوړې په څېر شاته پاتې كيدې.

 

په اس سپور سړى لږ يوه لوري ته كوږ شو، سر يي ټيټ كړ، په لاس كې نيولې نېزه(سانګه) يي د ميدان په وچ منځ كې ټك وهل شوي او په ورېښمين رومال  كې تړلي (مېږوي) ته نيغه كړه، سلګونو ولاړو نندارچيانو ساه ونيوله، د ډول غږ نور تېز شو او وروسره د اس رفتار هم توپاني شو.

 

سپاره سانګه لږ نوره هم ټيټه كړه، اس د باد غوندې مېږوي ته  ورسېد  او له دې سره  د نندارچيانو سترګې هم د مېږوي لورته واوښتې. بله شېبه سپاره د خپل مټ په ټول زور مېږوى په سانګه وواهه او په  خاص مهارت يي د سانګې په څوكه پورې نښتى مېږوى فضا ته پورته كړ، نندارچيانو ساه واخېسته، لومړى يي له منځه يو زوږ پورته شو او ورپسې د چك چكو غږ.

 

د چك چكو د غږ په اورېدو سره زه هم په سد شوم،  يوۀ بل لور ته مې وكتل، ځان مې د سپرلو د ميدان په ځاى د كابل ښار د پامېر سيمنا په ودانۍ كې ولاړ وليد. دغه ځاى د كتاب ښار بولي، چې زه يي د يوه سالون په كونج كې د (سپرلو ) نومي يوې تابلو نندارې ته ولاړ وم.

 

په تابلو كې جوړ تصوير دومره متحرك  او حقيقي معلوميدۀ، چې زما د ذهن په پرده يي د ماشومتوب د وختونو ليدلې صحنې يو ځل بيا تازه كړې. ټكي په ټكي كېسه يي داسې ده، چې د غبرګولي  په ۲۷ م مازيګر د كابل ښار په  كتاب ښار كې ډېره ګڼه ګوڼه وه. د پامير سينما په ودانۍ كې د كتاب ښار  يو صالون د نوښتګر انځورګر، شاعر او ليكوال ومان نيازي د هنر له مينه والو ډك وو.

 

د ښار نږدې ټول علمي او فرهنګي شخيتونه د ومان نيازي د هنري تابلو ګانو د دويم نندارتون ليدو ته راغلي وو. په دې  نندارتون كې د ومان نيازي يو شپيته هنري تابلوګانې، چې د غنمو له پلالې جوړې شوې وې، د مينه والو د ذوق خړوبولو لپاره اېښې وې . د نندارتون افتتاح استاد سعدالدين شپون وكړه.

 

ومان صيب راته وويل، چې د خپل لومړي نندارتون له برياليتوب وروسته مينه والو وهڅاوه، چې بايد خپل ټول كار نندارې ته وړاندې كړي . په همدې  نندارتون كې د (سپرلو) په نوم يوې هنري تابلو ماضې ته بوتلم. د ذهن په پرده مې هغه څه وليدل، چې لسيزې پخوا مې ليدلي وو. هنر همدغه دى، چې نه يوازې پام ځانته كړي، بلكې د فكر په ټال سړى وځنګوي. هنر كه په هره بڼه وي اغيز كوي. ځينې هنرونه بيا داسې دي، چې د هنرمند د زړه په وينو تخليق كيږي. انځور ګري هم داسې يو هنر دى، چې په اسانه سره نه پنځول كيږي.

 

اوږد رياضت او پريمانه وخت درلودل  له يوه انځور ګر سره مرسته كوي، چې خپل هنر ته توجه وكړي او همدا سبب د نورو د توجه جلبولو سبب كيږي. خو كله نا كله داسې هم كيږي، چې يو سړى له ځايه هنر مند وي او د لږ فرصت په موندلو ځان څرګند كړي. عبدالرحمن (ومان) نيازى له همدې ډلې سړيو څخه يو دى.

 

د همدې ډلې يو بل سړى وان ګوګ نومېدۀ، چې ويل كيږي په عين وخت به يي په يوه لاس انځور ګرې كوله او په بل لاس به يي ساعت جوړواوه. د ومان صيب بوختيا ته په كتو هم داسې معلوميږي، چې په يوه وخت به د يوه كار كولو لپاره په ډېره سخته سره وخت مومي.

 

خو ومان جېنيئس دى او د هر بل جېنيئس په څېر يي خپل ناكرار زړه ارام ته نه پرېږدي. د ده هنر هم په چيغو اقرار كوي، چې له نورو ځانګړى او خاص دى. دومان نيازي د انځورونو د دويم نندارتون پر مهال استاد شپون د غنمو له پلالې جوړې( نيت) نومي تابلو ته ښه ځنډ  په غوركتل او بيا يي مخ راواړوۀ، وايي: د ومان هنر خاص دى او په زړه پورې دى.

 

په دا وروستيو كې د ومان دويمه شعري ټولګه (دراوۍ) چاپ شوه. د هغه كتاب له لوست وروسته د ده د شعر مينه والو او ادب پوهانو هم د استاد شپون غوندې تقريباً په يوه خوله وويل، چې د ومان شعر خاص او په زړه پورې دى. له خپلې خاورې سره مينه او تړاو د انسان په وينه كې شامل وي، چې ډېر حېرانونكې څه نه دي، خو په داسې ډول اظهار يي لږ خلك لاس بري كيږي، چې د نورو لپاره هم جذابيت ولري.

 

د ومان په انځور ګري، شاعري، خبريالي او شخصي ژوند كې له خپلو جرړو سره د جنون تر حده مينه له ورايه ښكاري او د جذبې همدا شدت يي د نورو لپاره د جذاب او ارفع هنر بڼه غوره كړې ده. د ومان په شعر كې داسې پريمانه انځورونه ليدل كيږي، چې زموږ د  خپلې څېرې  ښاېسته او پوست اړخ روښانه كوي.

 

 

زموږ د كلي اصلي تصوير، چې مينه، خواخوږي او پاك زړيتوب پكې ليدل كيږي، چې اوس هم  له مصنوعيت نه پاك او حياناك انسانان پكې ډېر دي. ومان راته وويل، چې د غنمو له پلالې څخه د هنري تابلو جوړول د عادي واټر كلر او يا ائل پېنټ په پرتله ډېر ستومانه كونكى كار دى، ځكه د ده په وينا په عادي انځور كښلو كې د تېروتنې د اصلاح امكان موجود وي، خو د پلالې په كار كې داسې هيڅ ډول امكان نشته او د تېروتنې په صورت كې سړى اړ وي، چې ټول كار له سره پيل كړي.

 

ومان وايي داسې هم شوي، چې په يوه تابلو مې درې او څلور ورځې كار كړى دى، خو بيا مې هم پرې زړه اوبه نه دي څښلې او بېرته مې له سره كار پيل كړى دى. د ومان صيب د تابلو ګانو  د نندارتون جوړونكي وايي، چې تر يوې اونۍ پورې به د مينه والو لپاره د دې نندارتون دروازې پرانيستى وي.