تر كله؟

نورمحمد سعيد

 

په تورخم كې سخته ګرمې ده. د ونو پاڼې هم حركت نه كوي، حبس دى، د سړي ساه بنديږي. خو له ګرمي سره سره د ساه بنديو بله وجه هم شته.  ډېر خلك پټه خوله د ځنځير يوې بلې خو ا ته ځي او راځي،  دوى يو بل ته نه ګوري، له يو بل سره خبرې هم نه كوي، د ډېرو رنګونه تښتېدلي دي، يوازې د پښو ښكالو اورېدل كيږي او يا د ملېشه عسكرو يو نيم غږ... د اكثر روانو خلكو  زړونه درزيږي، كه اسناد هم ورسره شته، خو د ملېشه وو، له نيولو او تنګولو سخت په ويره كې دي.

 

ځينې يي  چې ډېر بې زړه دي، ځنځير ته له نږدې كېدو سره سم يي د زړه درزا نوره هم زياتيږي، دومره، چې د خپل زړه د درزا غږ واضح اوري.په دغه ځاى كې هره ورځ له سهاره تر ماښامه همدغه د ويري فضا خپره يي.

 

له دې سره سره هم له لسيزو راهيسې بې شمېره خلك هره ورځ  د تورخم په ځنځير  اوړي راوړي. د ځنځير يوه بله خوا تلونكي راتلونكي خلك كوښښ كوي، چې ژر له دې چاپېرياله ځان لرې وباسي، دوى د ځنځير هاخوا يا دې خوا اوړي، زړه نازړه له يوه موټروان سره د پېښور او يا جلال اباد د كراه خبرې كوي او بيا له ذهنه په دې ځاى كې د تېرو شيبو اېستلو هڅه كوي.

 

سرحدي پوليس، ملېشه عسكر، موټروانان او د دې لڼدي بازار د كانداران په همدې چاپېريال كې له كلونو تېرولو وروسته اوس له دې چاپېريال سره روږدي دي، خو دلته يو بل مخلوق هم شته، چې د چا ورته ډېر پام  نه اوړي. دا مخلوق هغه ماشومان دي، چې د ځنځير دواړو غاړو ته د مساپرو پنډونه  چلوي.

 

دوى ممكن هره ورځ، پنځوس يا سل روپۍ ګټي، خو په كره حساب دلته په شته خلكو كې تر ټولو زيات زيانمن دوى دى، ځكه له سهاره تر ماښامه په خپلو نازكو اوږو د خلكو درنې غوټې چلول د دې كم نصيبو ماضي، حال او شايد مستقبل دي. د دې ماشومو مزدورانو شمېر لس، شل يا دېرش تنه نه دى، بلكې لكونو تنو ته رسيږي او له تورخمه تر سپين بولدك پورې  يي همدا حال دى.

 

نن دلته د ماشوم ورځ نمانځل كيږي او په دې اړه به سره سپين چارواكي ډېرې غوړې چړې خبرې وكړي، هغه مليونونه به ياد كړي، چې ښوونځي ته ځي او هغه مليونونه به هم ياد كړي، چې ښوونځي ته نه ځي. دغه خبرې به هغه واوري، چې خپل بچي يي ښوونځي ته ځي او د هغو له حاله چندان  خبر نه دي، چې په شته ښوونځي كې د لوږي له لاسه بې سواده لويږي.

 

همدا نن وويل شول، چې په هېواد كې  داسې څلور مليونه ماشومان شته، چې د بيلا بيلو عواملو له كبله ښوونځي ته نه ځي، په دې اړه به د په ويناګانو كې ډېر تاسف څرګند شي، خو داسې هيڅ هم البته ونه ويل شول او وبه نه ويل شي، چې ښوونځي ته د دې ماشومانو د لېږلو لپاره څه پلانونه او پروګرامونه جوړ  شوي دي  او يا يي د جوړېدو لپاره هڅه كيږي.

 

له دغو څلور مليونو څخه، چې له ښوونځي پاتې دي، شايد داسې ډېر مزدوران نور هم راووځي، چې په نازكو اوږو به له سهاره تر ماښامه پنډونه چلوي، عسكر به يي په لښتو وهي، لمر به يي پوست سوځوي او ماښام به څلوېښت، پنځوس روپۍ كله مومي او كله به تش لاس كورونو ته ستنيږي.