د تاندو ځوانانو لپاره
ژباړه: نورمحمد سعيد
موږ ټول يو شمېر داسې دوستان لرو، چې خپل احساسات او رازونه ورسره شريكوو. په ژوند كې د دوستانو اهيمت ډېر زيات دى، ځكه موږ ورسره د ژوند ډېرې شيبې تېروو. دغه راز د اړتيا په پر مهال هم هم د مرستې لپاره دوستانو ته سترګې اوړي.
د خوږو دوستانو او هغو خلكو تر منځ ، چې موږ يي يوازې پېژنو ډېر لږ توپېر شته. كله نا كله داسې كيږي، چې زموږ ديوه ملګري ملګرى له موږ سره په دوستانه لحجه خبرې وكړي، نو موږ داسې انګېرو، چې ګواكي دا زما هم رښتينى دوست دى. خو برعكس رښتيا دادي، چې داسې خلك زموږ دوستان نه، بلكې زموږ د دوستانو دوستان دي. موږ د دوى په اړه بشپړ معلومات نه لرو. او داسې دليل هم نه لرو چې په دوى باور وكړو او تمه هم ترې نه شو كولاى، چې دوى به كوم زيان راته نه رسوي.
د داسې خلكو په اړه بايد ډېر پام وكړو، چې په بشپړ ډول يي نه پېژنو. راځئ د هغه څه په اړه به وغږيږو، چې له خلكو سره د خبرو پر مهال مو بايد ورته پام وي. په خاص ډول په داسې حالت كې، چې نور هم زموږ له خبرو څخه خبريږي، ځكه په داسې حالت كې احتياط كولو نور هم اړين وي.
كله چې په ښوونځي كې نوي دوستان پيدا كوو، بايد د كورنۍ غړي مو راباندې خبر و اوسي، يعني بايد زموږ د كورنۍ غړي هم زموږ د ښوونځي دوستان وپېژني. بايد هڅه وكړو، چې خپل دوستان مو د كورنۍ غړو ته ور وپېژنو، ځكه بالاخره دوى دي، چې زموږ لپاره د مناسبو او نا مناسبو دوستانو ترمنځ په اسانۍ توپير كولاى شي. دوى راته غوره لارښوونه كولاى شي، چې له كوم ډول ملګرو سره دوستي وكړو او د كوم ډول خلكو له ملګريتا څخه ځان وژغورو.
د نن په ډيجيټل دور كې ټولنيزې ويبپاڼې له خپلوانو او دوستانو سره د اړيكو ساتلو اسانه او غوره لار ده. په دغو ويبپاڼو كې د دوستانو په انتخاب كې ډېر پام او ځېركتيا ته اړيتا ده. يوازې هغو ته د دوستۍ لپاره غوښتنه ولېږئ او ورڅخه يې ومنئ، چې په عام ژوند كې يي هم پېژنئ. له داسې خلكو سره د ويبپاڼو په مخ دوستي مه كوئ، چې نه يې پېژنئ.
ستاسي خواوشا نړۍ له هر رازخلكو ډكه ده، ځكه نو دا ډېره ګرانه ده، چې معلومه كړئ، ستاسي د خواوشا خلكو په زړونو او دماغونو كې څه تېرېږي. په همدې اساس تر ټولو غوره كار دادى، چې د ناپېژاندو په اړه هوښيار واوسئ. په ټولنيزو ويبپاڼو ډېر ژر او زيات مه ټولينز كيږئ. د خپلې شتمنې او عايد په اړه په دغو پاڼو كې هيچا ته معلومات مه وركوئ او د امكان تر حده هڅه وكړئ، چې د دغو پاڼو په مخ د ځان په اړه ډېر معلومات خپاره نه كړئ.
له دې هم زياته مهمه دا، چې تل د خپلې كورنۍ غړو ته د خپل ځان او ژوند په اړه رښتيا وواياست. د خپلو دوستانو او ملګرو په اړه هم دوى خبر ساتئ او كه ګومان كوئ، چې له كومې ستونزې سره مخ ياست، نو تر بل هر چا مخكې يې دوى ته په اړه وواياست. دوى يوازې په هغه صورت كې له تاسي سره بشپړه مرسته كولاي شي، چې د مسايلو په اړه تاسي په بشپړه توګه خبر كړي وي.
http://www.dawn.com/2012/03/10/safety-first-be-safe-stay-vigilant.html