نیمګړی روح
********
خپل دوه ښایسته لاسونه
زما تر ستوني
یو ځل ورسوه
دوه نوراني سترګې دې
زما په سترګو باندې ښې ښخې کړه
بیا له نیمګړي تنه نیمګړی روح وباسه
کیداي شي دا هم د نیمګړې مینې
د بې رنګیو رنګ وي . .....
*******************

راليږونکی : صفی الله ستانکزی


آزادۍ راډیو 20 جولای 2011