له خوږ او درانه ملګري نورمحمد سعید صیب او نورو لاس په دعا ملګرو څخه په څو ټکو کې مننه
درنو دوستانو ریښتونې خبره داده چې ناروغي هم د خدای لخوا خپل بنده ته داسې یو ورکولې شوې لورینه ده چې له دې لارې د خدای تعالی ځینې په خپل صحت او روغتیا مغروره بنده ګان د ژوند او روغتیا په ارزښت پوهوي، چې ما هم د یوې سختې ناروغي مزه وڅکله څو ورځې مې ډیرې سختې تیرې کړې څو ځلې مې نور ځان د نورو تللو یارانو سره یو ځای وګاڼه او نور مې نو د ژوند له هرې خوا څخه هیلې په نا هیلي بدلې شوې وې خو ستاسو دعاوو او د مبارکې روژې میاشتې برکت و چې بیرته راکې څه ناڅه ساه وچلیده. خو له ټولو وړاندې له ښاغلي سعید صیب څخه مننه کوم چې زما د دې ناروغي درد یې په زړه پرې نښود او له ډيرو ملګرو سره یې د نړی جال له لارې شریک کړ او له ملګرو څخه یې زما لپاره د صحت لپاره د دعا غوښتنه وکړه او له ښاغلي عمري، کلیوال،عاصم صیب او افغان صیب او ډيرو نورو ملګرو څخه چې ځینې مې پيژندل خو ځينې مې حتی پيژندل هم نه خو د یوې ځانګړې پښتني او اسلامي مینې له امله یې راته ټلیفونونه وکړل او ډاډ یې راته راکړ.بس د سعید صیب په شمول ستاسو سپيڅلو یارانو سپيڅلې دعاګانې وې چې دا فقیر بنده له داسې سختي ناروغي څخه څه ناڅه روغ شو. بیا هم له ټولو مننه، خدای مو له هر ډول غم او ناروغي څخه وساته. ستاسو دعاوې دې خدای زما او نورو ملګرو له سره نه کموي. ستاسو د لا سرلوړي او ابادي په خاطر
ورور مو
خاورې محمدالله ارین احمدزی
0700170054

راليږونکی : محمدالله ارین احمدزی

ټليفونشميره: 0700170054

برېښناليکپته: m_aryen@yahoo.com 

نېټه: 23.08.2010 09:15