دیوي ټیکنالوجې په تر لاسه کولو سره کیدلای شې یو انسان دنوې انکشافاتو ور دځان او ټولنې دپاره خلاص کړی، لکه د دوربین او زره بین له ایجاد سره چې یوه بیله نوې نړې وموندل شوه چې مخکې نه لیدل کیده، او دهغې نړې دڅیړلو او تصرف دپاره نوې تخنیکونه ایجاد شول، د ثقل دقوې له ایجاد سره د حرکت دقوانینو له رازونو پرده پورته شوه، د حرکت د قوانینو له ایجاد سره د ماشین سازی د فن او مصنوعاتو بارانونه وشول، همدارنګه د ټیکنالوجې او نوې ایجاد دغه عمل او ردعمل دوام پیدا کړ، نن ورځ معلومات دومره زیات او وسیع شول چې ماشومان تر سپین ږیرو زیات مالومات او په ځینو مواردو کښې زیات تجربیات لری، څومره چې یو ملت د ټیکنالوجې و ایجاداتې سرحد ته ځان نژدی کوي په هغه اندازه یې غمونه، پریشانې او ویره ترهه کمیږی له سیالانو سیال او دغمازانو دسترګو ازغې ګرځې.
ساينس