دا به زموږ فکري تیروتنه وی چې موږ ووایو (زموږ عملونه خراب شول نو ځکه وروسته پاتې شوو) بلکه حقیقت دادی چې موږ علم تخلیق نه کړ او دبې عملې ولور ته وکوچیدو، تر هر زوال وړاندې ملتونه د بې عملې ښکار کیږی، مګر دبې عملې اصلې لامل بې علمې ده، عمل له علم سره تړاو لری، هر عمل د علم له لاری په وجود راځې، هر ملت چې علم نه شې ایجادولای هغه په عمل کښې هم پاتې او بې ایجاده وی، مګر هغه ملتونو چې علم یې ایجاد کړ هغوي د انډسټری، کامرس، او فینانس هغه عملونه ایجاد کړی دی چې بې علمه ملتونو ته یې په لاس کې صرف کچکول ورکړی دی، علمې ملتونو بې علمه ملتونه د خپلو ماشینانو، وسلو او مالې سرچینو لپاره دځان پر وړاندې بې حسه درویزه ګر وګرزول.