نن په نړې کښې د ریاست او هیواد داسې تصور مخ په ودی دې چې د قومونو قبیلو او خاندانونو پرځای خپله هیواد د یو کس کفیل او غم خوره وي، دغسې هیواد او ریاست ته ویلفیر سټیټ ویل کیږی، دداسې هیواد جوړونې ته دری څیزونه اړین دی،
لومړی، ښه بیروکراسې (حکومت)، ښه حکومت هغه نه دي چې پر هر چا او هرځای یواځې قوانین نافذ کړی اوبس بلکه غوره حکومت هغه دې چې پر ځان قانون تدبیق کړی، پرځان د قانون دتدبیق دڅار دپاره دبیان ازادی او د حکومت مخالف ګوند ته د دولت د اصلاح دپاره پوره قانونې ازادی ورکړی. کله چې حکومت پر ځان دقانون نفاذ جاری کړی د هیواد وګړي به پخپله خوښه د دولت هر قانونې اجرآتو ته غاړه کښیږدی.
دوهم شې د یوه رفاهې حکومت دپاره چې لازم دی هغه دسرمایې تشکیل دی چې د هیواد له بی صنعتې کولو څخه د خودکفالتې او دسرماېې د تشکیل پړاوونه وهل د یوه هیواد او حکومت لپاره شجر ممنوعه ده، هغه سرمایه ښه نه ده چې اولس پری غلې کړل شی، بلکه سرمایه هغه ښه ده چې عوام ورته لاسرسې ولری، هغه چې د اولس د استعداد په لوړولو کښې وکارول شې، د سرمایې د قانونې صلاحیتونو په اضافه کولو کښې باید د هیواد هر وګړی ته چانس په لاس ورکړل شی.
دریم شې چې دیوه ماډرن او پرمختللې هیواد لپاره اړین دی هغه ازاده میډیا ده، که څه هم میډیا پخپله اوس د یوه باقاعده صنعت بڼه خپله کړی ده خو دغه صنعت باید دبدو او بدکارو د کاروبار او شهرت پر ځای د حالاتو داصلاح دپاره وکارول شې، میډیا باید د ستونزو سبب نشې، میډیا باید بې مفهومه رسه کشیو ته ضمینه برابره نکړې بلکه د مثبتې او مفیدی مسابقې طرز ایجاد او رواج کړې.