څلوریزه
په خپل نسل کړی فخر زموږ نبی دی
دا تقسیم شوی له اصله ازلی دی
حلیم وایی افغانیت نه چی منکر وی
پښتون ندی دادکرخو حرامی دی
غزل
بیا به راشی په دی لار کاروان دمشکو
غورته درومی به جوپی دهسک ټبار
دتاریخ تکرار به بیا شی په دی سیمه
افغانان به بیا غورځنګ ته شی تیار
دلاهور له تور تندی له ورایه ښکاری
بیا به کیږی په لاهور زموږ یلغار
ړنګوو به برګ مورچل دتورلینګیانو
راپاسی به خیبر شال په یوه وار
نه به لروی نه به بر په یو ټبر کی
ټول به غونډ تریو بیرغ وی په لوی ویاړ
ای حلیمه شملزی په یو اواز به
په ډلو تر پولی اوړی په تلوار
31.10.2011
- رحمن الله رسا
د مبارکی پیغام
د لوی اختر د رارسیدو له امله تاسو او ستاسو کورنې د مبارکی مراتب وړاندې کوم، اختر مو مبارک هره ورځ مو اختر شه
...
08.10.2009
- حليم شملزی
مرګ او بوډاوالی څه دی ؟ (ساینس څه وایی)
(لومړنی برخه)
په لومړی سر کښی ساینسدانانو فکرکاوه چی روح له جسم څخه بیل کوم شی ده چی کله له جسم څخه بیل شی هغه بدن مری ارسطو هم روح له بدن څخه یو الوتونکی څیز ګڼلو.
ولی وروسته چی بیا کله چی بیالوجی د مشاهداتو ، تجربو ، او د تکنیک پر بنسټ د یو مستقل ساینس بڼه غوره کړه بیا څرګنده شوه چی ژوند له دباندی نه را نازیلیږی بلکه ددی سیاق او...