دنجو نو هار ګوره نن غاړې ته امــــــــام اچـــوي

دطاقت ورو سره وس نه رســـــــــــــي وام اچــــوي

لاخو ماښام ندى په سپيـــــنه رڼا ورځ کې ګــــوره

د زړه مرغى ته مې ښکاري بې باکه دام اچـــوي

زموږ دحسن ملکې ته کله ګوري چه وه خـــړه پړه

ټوله مغرور شول ښکلي کله اوس سلام اچــــوي

مطرب ته ويني  داوبو په بدل څوک ورکــــــــــوي ؟

داخو منم چه ډول ته څڼې خاص او عام اچــــــوي

رسا دستا د ګستاخى نه نن الهام اخيســــــــــتــى

هغه که ړنګ ځي او که بنګ لاس په خيام اچوي