لیک :عنایت ساپې


د غونډې د میز شاوخوا ټول ملګري غلي ناست وو  په خونه کې چوپتیا حاکمه وه ، ریس یوځل بیا په لوړ غږ وویل :
 دغې سیمې ته تګ ضروري دي،
 مونږ بایدیوځل  هرو مرو دغه کلي ته سر ورښکاره کړو،
 دا زمونږ د دندې یوه مهمه برخه ده چې ددغې بې وزلې سیمې څخه کتنه وکړو،
 مونږ د همدې لپاره ګمارل شوي یو چې د بشري ناورین مخه ونیسو او  نړیوال له بشري اړتیاوو خبر کړو،
ددفتر ریس د غونډې دستر میز شاوخوا پر ناستو کسانو خپل ځغلند نظر تیر کړ
 تاسو ولې ټول چوپ یاستی ؟ په زغرده ووایاست چې څوک  چمتو دي؟  زه باید ددې سیمې دخلکوپه ستونزو پوه شم
محمد النور  زما ترڅنګ ناست و، په غوږ کې مې ورته وویل که دې خوښه وي راځه چې دواړه دغې سیمې ته لاړ شو هغه زړه نازړه د هو سر وخوځواه چې په دې کې ریس زمونږ لور ته راوکتل او بې له کوم ځنډه یی ماته په خبرو پیل وکړ :
ته خو دافغانستان یی، له ستونزو سره بلد یی، تاسو خو وروسانو ته ماتې ورکړې افغانان خو په ټوله نړۍ کې د زړورتیا نوم لري ته خو باید چمتووالې وښې.
ما خبره ورغبرګه کړه : ریس صیب زه غونډې ته لږ ناوخته راغلم ، له موضوع خبر نه وم که نه  په دې اړه دومره د ځنډ پلوي نه وم  او اوس چې پوه شوم نو زه لومړې خپل لاس پورته کوم ، زه چمتو یم چې دغې سیمې ته لاړ شم ،له بشري ناورین سره مبارزه زمونږ د ټولو ګډ مسولیت دې، زه د یوه افغان په توګه نه بلکه د یو انسان  په توګه غواړم  خپله بشري دنده ترسره کړم
له دې سره د میز شاوخوا ټولو ناستو ملګرو لاسونه و پړقول.
محمدالنور او اشرین چې زما دواړو خواو ته ناست وو هم د چمتووالي په هوډ لاسونه اوچت کړل. د ریس په سترګو کې د خوښۍ څرک وځلید، ایان  چې زمونږ ددفتر د ساحوي سفرونو د سنمبالولو چارې یی تر غاړه وې د ریس خواته راغې . ریس په خندا ورغبرګه کړه، ایان !  ددوی درې واړو د سفر تابیا ونیسه . راتلونکې اونۍ باید دوی دمیجوک په کلي کې وي.
د جوزا د میاشتې  په یو لمرین سهار  مونږ د خرطوم  هوايي ډګر ته ورسیدو، دملګرو ملتونو یو شمیر کارکوونکي چې بیلابیلو سیمو ته د سفر په موخه ډګر ته راغلي و دخپلو الوتنو په تمه ناست و.  مونږ هم په یوه ګوښه کې د خپلې الوتنې په تمه کیناستو.  شاوخوا نیم ساعت وروسته الوتکې ته د ورختو بلنه راکړل شوه.   مونږ نو اوس باید لومړې د ملکل ولایت په هوایي ډګر کې کینو او له هغه ځایه باید دیوې چورلکې  په واسطه  ابیی ولایت ته چې د میجوک کلې په کې پروت دې لاړ شو.
په الوتکه کې یو تن چې د کینیا هیواد اوسیدونکې و له ما وپوښتل چې ماموریت مو کومه خوا دې ؟ ما ورته د ابیی ولایت د میجوک سیمه وښودله. له ده سره نوموړې هک پاتې شو ویل یی هلته هیڅوک نه ځي هغه د ځنګل په منځ کې یو کلې دې چې د حکومت ډیره مخالفین هم هلته میشت دې،  داسې نه چې د کومې ستونزې سره مخ شی. ما ورغبرګه کړه چې مونږ ټول په دغه افریقایي هیواد کې د څه لپاره میشت شوي یو دلته د څه لپاره راغلی یو ، ایا موخه مو یواځې داده چې ددغه هیواد په امنو سیمو کې واوسیږو ، وخورو او ویده شو او که بل کوم مسولیت هم را تر غاړه دې ؟ نوموړې چپ او داسې ښکاریدو چې د کوم ژور خیال په کږلیچونو کې ورک دې خو یواځې د هو هو سر یی خوځاوه.
 مونږ لا په خبرو کې و چې الوتکه د ملکل په هوایي ډګر ور ښکته شوه او څو شیبې وروسته مونږ له دغه ځایه یوې بلې چورلکې ته ور پورته شو.
ټول ټال اته کسان چې درې مونږ او درې تنه هم دملګرو ملتونو وسله وال سرتیري و چې له مونږ سره دساتندویانو په توګه له ملکل هوایي ډګر څخه مله شول  د چورلکې  په منځ کې یو بل ته مخامخ په کلکو چوکیوو ناست و، که غوږونو ته د اچونکو غوږیوو شتون نه واۍ نو د ماشین غرهار زمونږ د غوږونو پردې را پرې کولاۍ شوې. تر یوه ساعته مو یو بل سره پرته له اشارې بل ډول خبرې نه شوې کولای. چورلکه  داسې روانه وه لکه د ماشومانو زانګو چې ټالۍ وهي خو اخر هم د ابیی ولایت په یوه ځنګلي سیمه چې د هر ډول څیروونکو ځناورو شتون په کې له پامه نه غورځول کیده له ویرې او ترهې سره ورکوزه شوه.
د ملګرو ملتونو اړونده درې تنه وسله وال سرتیري لومړې له چورلکې ښکته شول او دخپلو ټوپکو شپیلۍ یی د ځنګل درې خواوو ته واړولې وروسته یی مونږ ته  د راکوزیدو غږ وکړ.
له راکوزیدو سره جوخت  دبیزوګانو یو لښکر د ځنګل له هرې خوا چې یو ډول غږونه یی کول زمونږ پر لور رامات شو. مونږ په بیړه بیرته چورلکې ته وروختو ، پیلوټ د چورلکې څرخونه چې لا  ورو ورو تاویدل نور هم تیز کړل  چې له دې سره بیزوګانو بیرته منډې کړې، سرتیرې بیا کوز شول او ورپسې مونږ هم ور ښکته شو لا د چورلکې خواته ولا ړ و چې د میجوک له کلي څخه دانسانانو یوه ډله چې اوږده لرګي هم ورسره وو په بیړه د ځنګل په دغه مرموزه چوپتیا کې چې یواځې د ځناورو غږونه ترې پورته کیدل زمونږ خواته را ورسیدل، نیم لوڅ ، پښې ابلې او تور پوستي کلیوال مونږ ته رانږدې شول زړه نازړه مو د تسلیمۍ په موخه لاسونه ورته جګ کړل هغوې څو متره له مونږ څخه په واټن کې تم شول، کله به ودریدل او کله به یی زنګنونه په ځمکه کیښودل  چې په دې کې اشرین دهغوۍ په محلي عربي ژبه ورته غږ کړ چې مونږ ستاسو میلمانه یو او ستاسو لیدو ته راغلي یو، له دې سره هغوۍ ټولو په یو ځل له خولې یو ډول غږونه راویستل چې لاسونه به یی د غږ راویستو پرمهال په خپلو خولو ټپول، دهغوۍ په غوښتنه مونږ له دغه ځایه د هغوۍ پسې روان شو.
 کلي ته په رسیدو مو ولیدل چې بې شمیره ماشومان، ښځې او بوډاګان زمونږ د بدرګې لپاره په نڅاوو سر دي او یوه ډله یی هماغه غږونه له خولو وباسي چې مخکینۍ ډلې مونږ ته د چورلکې مخې ته د رارسیدو پرمهال ویستل.
میجوک په رښتیا هم  د بیوزلۍ یو سمبول دې، نه کلینک شته او نه هم ښوونځې، نه د ژوند کاروبار او نه هم دهیلو لیدلورې، بس یواځې اوبه دي چې ددغو خلکو د زړونو مراندې یی کلکې کړي او هیلې یی  د ژوند لور ته درنې کړي. اوپه دې باوري دې چې یواځې اوبه دې چې ددوۍ په ژوندي ساتلو کې مرسته کوي، او دخوراک لپاره د ځنګل د ونو پاڼې ډیرې او بوټي بې شمیره دي چې دوۍ ترینه د ورځنیوو خواړو په توګه کار واخلي.  خو له دې هر څه سره سره  دکلي دخلکو ترمنځ د یووالي تنابونه ډیر غښتلي اوبدل شوي او دمینې او خلوص ټولنیز ژوند دوۍ ته هغه هوساینه او روحي ارامتیا ورکړې چې دنړۍ ډیر پرمختللي ولسونه ترې محروم پاتې دي. 
ددې لپاره چې ددغه کلي داوسیدونکو په هر اړخیز ژوند پوه شم له اشرین او محمد النورڅخه مې وغوښتل چې  خپل کارونه سره وویشي او دکلي په اړه اړین معلومات راټول کړي هغوۍ ومنله او زه د کلي د سپین ږیرو دمه ځاۍ ته ورغلم. دیوې ګڼې ونې دسیوري لاندې څو تنه کلیوال سپین ږیري چې د بیوزلۍ او خوارځواکۍ نښې یی له ورایه په څیرو کې معلومیدې ناست و، زمونږ په ورتګ ایله یو وکولاۍ شول چې له ځایه مونږ سره د روغبړ لپاره راپاڅیږي او نور دډیر عمر او کمزوري جسامت له امله په دې ونه توانیدل چې راپاڅیږي.
عبدالحنان چې ددغه کلي تر ټولو مخور سپین ږیرې او په ټول عمر کې یو ځل نږدې شپیته کاله مخکې د خرطوم ښار ته تللې دکلي لپاره یوه مهمه هستۍ بلل کیده ، که څه هم نوموړې دعمر د وروستیوو کلونو په پاڼ خپل ژوند ته دوام ورکوي خو  د کلي خلک پرې راټول  او له  برکته یی ساه اخلي. نوموړي ماته دلاس په اشاره د هغه ترڅنګ د کښیناستو بلنه راکړه چې زه هم له واره دهغه په خوا کې کښیناستم. عبدالحنان ماته په ځیر ځیر کتل خو لا یی څه له خولې نه راوتل، په کمزوری غږ یی دا ځل له ما څخه د ځاۍ پوښتنه وکړه، ما ورته وویل له خرطوم نه راغلې یم خو هغه ته لکه چې زما دې خبرې خوند نه وي ورکړې په اوږه یی راته لاس کیښود ویل یی اصلي وطن دې کوم دې  ما بې له  ځنډه ورته وویل زه افغان یم د افغانستان.
عبدالحنان باباپه بیړه  په ډیر زحمت  له خپله ځایه دیوې نړۍ خیالونو په زور په داسې حال کې پاڅید چې په یولاس یی زه هم له ځان سر خپلې خواته  راښکلم ، بابا نو اوس زه په خپله غیږه کې کلک نیولې یم او له خولې یی همدا یوه خبره راوځي چې جمال الدین افغان، جمال الدین افغان، ماشاالله، جمال الدین افغان د بابا له سترګو اوښکې روانې دي او دجمال الدین افغان نوم زمزمه کوي
دبابا ګرمو احساساتو زما په سترګو کې هم اوښکې ډنډ کړې او د کابل پوهنتون هغه ځاۍ ته یی ورسولم چې د سید جمال الدین افغان قبر په کې په ډیره بې رحمۍ پروت دې او دخپلو خلکو له سترګو داسې غورځیدلې لکه جمال الدین افغان چې یواځې د افریقا په دغه ځنګلي سیمه کې دعبدالحنان بابا په برخه رسیدلې وي.  غوښتل مې چې له بابا څخه نورې پوښتنې وکړم خو هغه نور هیڅ نه ویل ماته یی راکتل او دجمال الدین افغان نوم به یی د ماشاالله او سبحان الله له کلمو سره زمزمه کاوه، تردې چې له کلي څخه د راوتو پرمهال لا هم د بابا دواړه  لاسونه خوځیدل او د جمال الدین افغان نوم یی په لوړخو کمزوري  غږ له ځان سره تکراروه  خو پوه نه شوم چې ددغه بابا زړه ته به دختیځ نابغه څرنګه لاره کړې وه