دافغان ادبي بهیر نوم اوس دیوځلانده منل شوي بهیر نوم دی، چی خواره واره فرهنګیان،شاعران اولیکوالان یی کله کله پربڼ ورپیښیږي، او د ادبي حوض څخه یی پیمانې ډکوي، په دغه بڼ کې ښایستوکې ګلان شته چې دهریوسره په ناسته ولاړه کې دمینی داستانونه راټوکیږي، مادلته هڅه کړې چی دیوشمیر بهیروالوهغه ځانګړنې دلته وکښم، چې دهغوۍ دظاهري بڼې څرګندوۍ ده. او فکرنه کووم چې دهغوۍ ددروني طبیعت استازیتوب به وکړي، هیله لرم چې نابلد یاران به یوه شیبه ددغو هستیوو تصویرونه له لاندې کښنې څخه انځور کړي، خو ډاډمن یم چی بهیروال به راڅخه خوابدي نه شي.

استاد محمد صدیق پسرلې
میانه قد، وچ کلک،دفکرسمندر، خندا لږه،کله نا کله چپنه هم اغوندې، ږیره یی پرمخ شته، سپین ږیرې.
استاد حبیب الله رفیع
میانه قد،میانه غوښن، اوږې راوتې، کله کله خندا، دمطالعې پلار، عینکې هروخت پرسترګو، ږیره یی پرمخ شته، په عمر پوخ
استاد محمداصف صمیم
میانه قد، په غوښه کمزورې، په ستړي مشې کې دخندا په شان مسکا، تکړه شنونکې، په اوړي او ژمې کې څادر اغوستل. ږیره یی پرمخ شته، په عمر پوخ
پیرمحمد کاروان
میانه قد،میانه غوښن، په ستړي مشي کې مقابل اړخ ته ښه ټکان ورکول، دشعر سمندر، جان قربان اوګلالې الفاظ استعمالول. په مزل او په ناسته کې خپلې مخې ته ګوري. ږیره یی پرمخ شته ، بس له ځوانۍ یی وتلې وبوله
نورالحبیب نثار
منځنې قد، کله غوښن کله کمزورې، هرچاسره دوستي خوښوونکې، په هرڅه نقد،عینکې پرسترګو، جذباتي،هرڅه په ډاګه ویل، ږیره یی پرمخ شته، له ځوانۍ وتلې.
مصطفی سالک
میانه قد،ډیر غوښن نه دی، دخبری بیخ ته کتل،سوچ او سیګریټ، اکثره خاندي، بلاپسې. ږیره او بریت کل، د ځوانۍ په منځنیوو شیبوکې


عبدالله پیکار
له ونې ټیټ، خو له کماله بیخي لوړ، پخوا وچ خو اوس غوښن، غټې خبري کول، عادي خبری یی هم لکه غصه، ږیره او بریت کل ، ځوان

بازمحمد عابد
له ونی ټیټ، خوږه راشه درشه، سګریټ څکول، عابد ، سټیج او بهیر، زیارکښ، په خبره ژر رسیدونکی. ږیره او بریت کل، دځوانۍ او پوخوالي توپیر یی نه شم محسوسولې.
اجمل اند
میانه قد، اوسمهال غوښن، خندا ډیره، غورکول، په کار کی زیار، دسپین غره له لمنو سره مینه ښودونکی، ږیره او بریت کل، ځوان
نجیب عامر
میانه قد، غوښن، ټوکي،پوښتنې ډیری،خندا، عینکی په سترګو، بکسه له ځان سره، ژباړې سره مینه ږیره او بریت کل، ځوان
نذیراحمد سهار
له اونې ټیټ، په غوښه میانه، خاموش،هڅاند، پخوا اکثره خفه، خو اوس کله ناکله خاندي،په تنکیء ځوانۍ کی ډیر ادبی کار، ږیره او بریت کل ، تنکې ځوان
منقادالرحمن رودوال
په ونه میانه، وچ، دخبرو پړانګ، هرکار ته لاس اچول، ډاکټر شاعر، خوږ مجلس، دشعر ټیکه دار، یواځې ږیره کله، تنکې ځوان
نذیراحمد نذیر
په ونه میانه،غلې خو شور، ډیرګرځیدونکی، شعر له یادو ویل، مخ ماتی،ژردوستی کوونکی، څلوریزی ویل. ږیره برس، تنکې ځوان
عبدالهادی هادی
قد میانه، په غوښه نام خدا،ډډ غږ، په ادب کې سیاست، لوړ فکر، دملګرو په کیسه کې چندان نه، ږیره کله، د ځوانۍ وروستۍ شیبې
لعل پاچا ازمون
په ونه میانه، غوښن، خاندي، خو هر وخت له یو چاسره په لانجه کې ګیر،سپینې خبرې،دوستان یی ډیر، دږیرې، سراو بریتو اصلاح ته نه وزګاریږي، ږیره پرمخ، دځوانۍ وروستې پړاو
اسمعیل یون
له ونې ټیټ خو له عزم ستر، وچ،همیش کتابونه په تخرګ کې، داسې ستړی مشی لکه تاچی نه پیژني، هڅاند، یون،کتابونه او سریزی ، برس کړې ږیره پرمخ، له ځوانۍ وتلې
عزت الله ځواب
په ونه ټیټ، وچ کلک، دروغجنه خندا،هرځای کی کار کول،نسوار،انجنیرشاعر، کندهارۍ خولۍ په سرول،پیژندګلوي ډیره،ننګرهار مینه او ځواب، برس کړې ږیره پرمخ، تنکې ځوان
اسدالله غضنفر
میانه قد،بیخی وچ نه، په هرڅه تنقید، دخبرو ټاکو،دشهادت ګوته په خبروکې خوځول، دلنډو کیسوشنونکې، اکثره خندا. برس کړې ږیره پرمخ، دځوانۍ وروستې پړاو
فضل قادر انډیوال
میانه قد،وچ کلک،داخباری لیکنو کشر ورور،ملنګي خویء، مخ ماتې،ساده،فریادي، دشوشا په کیسه کی نه. ږیره پرمخ، ځوان
ګل ملاهمکار
له ونې ټیټ، وچ، شعرمساوی دی له ترنم سره، عینکې په سترګو،هره غونډه، بایسکل،همکاراوفیضان،دغونډومالګه، ږیره پرمخ، په عمر پوخ
داودعربزی
میانه قد،په غوښه نام خدا،کله خاموش، او کله هم بې اندازی خندا،ځانګړې ملګرتیا،ډیرپیاده ګرځیدونکې،خوشال طبعه، برس کړې ږیره پرمخ، تنکې ځوان
لیاقت عادل
په ونه لوړ،اندام غټ،سترفکرخو بې پایلې، په خبرو کې سر خوځول، هروخت دیادداشت کتابچه په لاس کې، ډاکټرشاعر، برس کړې ږیره پرمخ، تنکې ځوان
صالح محمدصالح
په ونه لوړ،اندام غټ،لیکنې،کمپوز اوصالح،په خبرو کې ټوکې،هڅاند،ژرخفه کیدونکې،دچاپه کیسه کې نه، ږیره کله، ځوان
داود وفا
په ونه لوړ،په غوښه کمزورې، ډیری خبرې، ګپ شپ،نسوار،بنډار،دهرې رسنۍ سره کار ته لاس اچول، هڅاند، په یوه پښه معذور، ږیره کله، ځوان
عبدالاحمد محمدیار
په ونه میانه، وچ،منطقي خبرې،داستدلال پاچا،دیارانو محور،په دواړو پښو معذور،ټولنیزه هستي. ږیره برس کړې، ځوان
احمد تکل
قدمیانه، په غوښه ښه، ازادشعر، یواځې کښیناستل او سګریټ،کمینه ستړي مشې، ږیره کله، له ځوانۍ وتلې
عبدالغفور لیوال
په ونه میانه، په غوښه ښه. ازاد شعر، ښه شنونکی، دسترګو لاندې کتل،خندا لږه، ښکلې استعداد، ږیره کله، دځوانۍ وروستی پړاوونه

تکل عبدالرحیمزی
قدمیانه، په غوښه کمزوری،عاجزاوپاک زړې، دشعر ویلو نه مخکې مسکا،مزل لکه په خټوکې ډاکټرادیب، ږیره او بریت کل، ځوان
ناصرفګار
قدمیانه،وچ کلک، په مزل کی یوه اوبلې خوا ټالۍ خوړل، اکثره شوقي تسپې په لاس کې، دشعرویلومخکې غاړه تازه کول، ښه دیکلومه،ږیره کله ځوان
ذاکربرمیال
قدلوړ،په غوښه هم څرب، شوشا خوښوونکي، په مزل کې سینه راوتې، هایکواولنډه کیسه، ډیره ناسته له هنرمندانو سره، ږیره او بریت کل، ځوان
صادق سپین غر
قدمیانه،وچ کلک، کاږه بریتونه، په غصه کتل، سترګې سرې، په شعرکې شین خالۍ یادول،سګریټ څکول، ږیره کله، ځوان
امین الله ژواکمل
قدمیانه، په غوښه ښه، تسپې په لاس کې، په لاره دسپین ږیرو غوندې مزل، یواځې ګرځیدل، دوستي کوونکې.، ږیره پر مخ،تنکې ځوان
لیاقت ملنګ
قدمیانه، وچ، څادر په تخرګ کې، دشعراورولو مخکې تکیه کلام( که څه زیاتې کمې په کې وی بخښنه غواړم) دخداۍ پامانۍ پرمهال کړوپ، او دسلام لپاره لاس جیګول، ږیره پرمخ.، په عمر پوخ
عزت الله شمسزی
په ونه میانه، په غوښه کمزوری، خندنې، اکثره یوچاته په غصه،ژرژر خبری کوونکې، کمپوزر، ږیره برس کړې. ځوان
وفاءالرحمن وفا
په ونه میانه، په غوښه ښه، ستړي مشې کې مقابل اړخ ته زور ورکول، شعرله ستونې او دماغه ویل، په انډیوالۍ کې......، ږیره یی آن تر غومبورو رسیدلې. ځوان

کیدایء شي چې ډیر زړه ته رانزدی یاران به له دغه لیست څخه پاتې وي، هغویء دی خواشینې نه شي، که دخدایء رضا وه په راتلونکي کی به هغه یاران هم دغه ځانګړنو ته ورزیات کړم.