بایدیادونه وکړم چې دالیکنه مي دمینې مجلې څخه رااخسیتي ده.مخلص

 

پښتو

چیرې پیداشوه؟                څه وخت پیداشوه؟                     څنګه پیداشوه؟

داهغه پوښتنې دي،چې کوټلې اوپریکړې ځوابونه نه لري:خوپه دې برخه کې داسې نخښې نښانې او ان لاسوندونه اوسندونه شته.چې ددي پوښتنوځواب تریوه ځایه روښانوي اودپښتوژبې دبسټونواولرغونتوب په باب لاره راته هواروي.

څوکاله وړاندې دامریکې په ورجینیاکې له خپل ګران دوست ښاغلي معراج الدین پټان سره یوه ایراني کتاب پلورنځي ته لاړم.هلته مې یو کتاب چې یوه ایراني لیکوال په فارسي ژبه په جرمني کې تهیه اوخپورکړی و.وموندچې نوم یې و((ژرګون))نوم خوږراباندې ولګیدپښتوراته ښکاره شوه،په پینځه ډالره موواخیست اوله ځان سره موکیښود

کله مې چې کتاب واړوه راواړوه لومړۍ برخه یې د((ژرګون))ترسرلیک لاندې دخدایګوټو(ارباب الانواعو)ددورې یوه اسطوره وه اودرې نورې برخې یې تربیلابیلوسرلیکونولاندې افسانې اکیسې

د(ژرګون)په لوستلومې پیل وکړ،دادیوداسې خدایګوټي کیسه وه چې نهه زره کاله یې ژوندکړی و،له((بابل))نه ((یونان))ته تللی ؤ،هلته دیونان خدایګوټومباحثې ورسره کړې وې،په نتیجه کې یې دی زندان کې اچولی و،دیونان له زندان نه ترخلاصون ورسته دلرغوني اریانه لتوته راځي؟دی د((زرغون))په نامه یوشاګردلري،داهم یوخدایګوټی دی له ده نه زده کړه کوي،دی غواړي خپلې ټولې تجربې اویادداشتونه ورته ولیږدوي اوترده ورسته دده ځای ناستي شي.

((ژرګون ))لاژوندی دی چې د(خواږه)او(خواږا)په نامه دوه موجودات پیداکیږي،دی ((زرغون))ته لارښوونه کوي چې دوی ته دنوالداونناسل لارې چاری وښیي اوله همدي ځایه لومړني انسانان نړۍ ته سترګې غړوي او(خواږه)(خواږا)یاپه بل ژبه (ادم)او(حوا)زیږیږي اودهندپه ځنګلونوکې ډیریږي اوپسې پنځیږي:د((ژرګون))په اسطوره کې تر((زرغون))او(خواږه،خواږا)پرته نورنومونه هم چې دځایونو،ځنګلونو،اودموجوداتوپه اړه دي.پښتوبڼه اوبنسټ لري اوپښتودخدایګوټودورې ته رسوي.

که څه هم اسطورې واقعیتونه نه وي:خوپه اسطوروکې د یوې ژبې دداسې ژوند یولغتونوراتلل-لکه په دي اسطوره کې چې راغلې.که نورنه وي دازباتوي چې داژبه څومره لرغونې ده اوریښې یې دزمانې له کوموتارونواوقرنونوسره نښلي په دي توګه په دي اسطوره کې راغلي پښتوکلمې چې لیکوال یې ورسره بلدهم دی،دپښتوپه ((ډيرلرغونتوب))ګواهي لي د((ژرګون))کلمه د((ژړګون))یا((زرګون))ترکیبي بڼه ده چې د(ژړ+ګون)(ژړګونه،ژړبڼه اوژړډوله یازرګونه،زربڼه اوزرډوله دی چې ((ژړ))

او((زر))بیادواړه دسروزروپه مانادي او(ګون)چې دغوندي په ډول،په شان مانالري،په مجموعي توګه دهغولاجوردومانالري،چې دسروزرورګونه پکې وي.لاجوردپه زړوزمانوکې یوازې په افغانستان کې موندل کیدل.چې ان ترمصرپورې رسیدلي وواوعراق اوبابل ددي لارې په مخه کې وواوداکلمه لاتراوسه هم دعراق په عربي کې د((زرجون))په بڼه شته او(ژرګون)خدایګوټي له همدي بابل نه راولاړشوی و.د(زرغون)کلمه هم ژوندی کلمه ده.چې د(راټوکیدلي اوسمسور)په معنی ده اوهم د(شنه یازرغون)معنې ښندي همدارازساکان چې ځینې پښتانه یې یوه برخه ده،هغه توکم دی چې په لرغونوزمانوکې له اوسني عراقه ترماوراءالنهراوهندپورې په تګ راتګ کې وو

په دي پسې پنځوس زره کاله وړاندې په لرغوني افغانستان کې غارمیشتوانسانانوژوندکاوه،چې دسمنګانوپه هزارسم،د  ردکور،دبلخ په قمره کمراودغزني په ناورکې یې لاتراوسه هم ښمڅې اوغارونه شته،دوی په خپلوښمڅوکې دانسانانو((خرمیړي ډوله))بسیط اوابتدایي انځورونه ایستلي اوهم یې دوزې څیره انځورکړې:خوڅرنګه چې هغه وخت لیک نه و،نوځکه نه کومه کلمه ترې راپاتې ده ،نه لیکنه اونه داسې څرګندیږي چې لومړني انسانان چې ذهن یې ډیرلږانکشاف کړی ؤ،څه شول؟کومې خواته ولاړل؟څوک وو؟په کومه ژبه پوهیدل؟اونوغي یې پاتې شوکه نه؟

په بل ګام کې اریایانوداوسني افغانستان په شمال کې دکیږدیواوپوندګلۍ له ژونده کلیوالي ژوندته مخه کړه اوپه (آریانه ویجه)نومي ځای کې یې خپل ټولنیزژوندپیل کړ،د(آریګ)په نامه یې ګډه ژبه درلوده او((ویدې))ورکې سندرې یې راونښلولې داچې په دي وخت کې پښتوژبه په بشپړه توګه زیږیدلي وه که نه؟څرګنده نه ده:خوداچې ددي نومونه اوکلمې اوس هم په پښتوژوندۍ دي یوروښانه واقعیت دی،دنمونې په توګه د(آریانه)،(آریا)او(آرین)دکلموريښه((آر))اوس هم په پښتوکې یوه ژوندۍ کلمه ده،چې داصیل نجیب اوکرګرمعنی ښندي-لکه په دي متل کې((آره-آره،یوم په غاړه))همدارنګه د((آریانه ویجه))په ترګیب کې د((ویجه))یا((اویجه))کلمه هم دپښتویوه ژوندۍ کلمه ده چې همدااوس په پښتوکې دځای په معنې ده اوڅوک چې څوک ځوروي :نوهغه له ناکامه وایي((دخدای په اویجه مې نه پریږدې!))

په یوبل ګام کې آریانه په اوسني بلخ کې میشت شول اودیوه منظم تمدن بنسټ یې کیښوداوښاري ژوندیې غوره کړ،یما،یمه،جم یاجمشیددلته خپله پلازمینه جوړه کړه،دښارواره (په پښتوکې اوس هم باره ده)یې جوړه کړه،دیوالونه یې ترې راوڅرخول،لوړبیرغونه یې پرې ورپول.منظمې،لمرمخې اوپاکې ودانۍ یې جوړې کړې،کرنۍ اوباغدارۍ ته وده ورکړه ،دمیوواوغلوښه تخمونه یې وکرل اوپه خپله لارښوونه اوتدبیریې هیوادسمسوراوودان کړ اوبلخ یاام البلادیې رامنځ ته کړ،دهمدي بلخ زوړنوم بخد،بخت،پخت اوپښت دی،چې یونانیانوپکهت ترې جوړکړ او(پښت)بیاهغه ریښه ده چې(پښتو)هم ترې جوړه شوې،(پښتون)هم ترې راوتلی،(پښتونولي)هم ترې رغیدلې او(پښتونخوا)هم،چې(پښتو)ژبه ،((پښتون))یې توکم،((پښتونولي ))قانون یاژونددوداو(پښتونخوالي)یې کوریاټاټوبی دی اوهمداوخت دی چې د(پښت)بنیادونه ټینګیږي اوپه بشپړه توګه سرراپورته کوي.

                                      نوربیا...................