دادب تقسیم:
ادب دخپل جوهري اوذاتي تقسیم په لحاظ دوه ډوله دي:
                      ادب محض،ادب مخلوط:
ادب محض هغه دي چي بي دبیان له لطف اوخوږوالي څخه اوبي دبدیع احساس له تحریکه بل مقصداوبله غایه پکي نه وي لکه ځیني عشقي غزلي چي درحمان بابایادحمیداوخوشال بابااونوروشاعرانوپه دیوانوکي یي ګورویاځیني منثوراشعارچي دطبعي مناظرویاداحساساتواوعواطفوتمثیل پکي وي.
مخلوط ادب دیته وایي چي یوادیب کوم تاریخي،علمي،اجتماعي مطلب په ادبي پیرایه کي راوړي اوادبي رنګ ورکړی،نودلته ادب واسطه ده اوپه لومړي صورت کي غایه ده.
دلومړی قِسم ادب په لحاظ دادب موضوع شاعرانه احساسات اوعواطف،روحي کیفیتونه،حسن اوجمال،دطبیعت ښکلي مظاهراومناظر،نفسي اغیزي،قلبي تمایلات ګڼل کیږی،مګردویم قِسم ادب هرڅه په غیږکي نیسي اوکیدای شي چي سړی  ساینس اوتخنیکي یاریاضي مسایلوته هم ادبي رنګ ورکړي اوادب په هرڅه کي ګډکاندي.