غزل

ځکه مې ټول بدن له وېرې رپېده جانانه

ستا په مړوند مې دخوبونو خوب ليده جانانه

کلي کې شور و اوازې دې دراتلو وې اشنا

د زړه په للمه مې باران راورېده جانانه

زه تر سهاره ستا په مخ درنجو خال ته ناست اوم

که مې هر څومره جوړاوه خو ورانېده جانانه

ستا د ښکلا ستا د ښايست کيسه مې دومره وکړه

چې ستا تصوير يي راژوندی که ګډېده جانانه

ما دې د ياد د درد په غېږه کې څو شپې تېرې کړې

لکه د مار رانه چاپېره تاوېده جانانه

د چم بې مينې ماشومانو دې په کاڼو ويشته

چې نظامي ستاسې له کلي تېرېده جانانه

سیدعبدالله نظامي / اسداباد