غزل                                               

دا نن  مې  چه  له  شونډو  خندا   پاکه  ښويدلي

پرون  مې   له زړګوټي  نه  تڼاکه   ښويدلي

داستا   په   ليوني حسن او   ستا  په  باراني مخ

اشنا  د نظر   پښه مې   څه بې  واکه  ښويدلي 

جينۍ په ته مې شک دى ستا په موټي کې به نه وي

بيګارانه  سيکه اوښکه دردناکه ښويدلي 

جانانه ترنم به دې   په ستوني کې  اور واخلي

له خياله مې  سندره ده  هلاکه  ښويدلي

هغه چي دوښمنان به يې په ژمي  کې خولې کړل

(بهاره) هغه چيغه مې له ځواکه ښويدلي

 

ساجد بهار