ټپه ايزې
ګرمۍ جوړ کړی سم محشر دی
اور راوريږي پيښور دی
د کور ټول کار زما په سر دی
د روژې هر ماښام اختر دی
زرې زرې د پيشنمي له لاسه يمه
هسې راځې د در ملنګه
ځان زوروې د در ملنګه
سترګې دې سرې د در ملنګه
د دروازې د در ملنګه
تکيه دې خدای شه مونږه ور پورې کوونه
د يار خندا به دې رضا وي
زما ژړا به دې رضا وي
په مرګ زما به دې رضا وي
خاونده دا به دې رضا وي
چې نور دې ګل کړل زه غوټۍ ورژېدمه
نه به دروغ نه به بهانې کړم
نه به له چا سره لانجې کړم
الله تعالی ته به توبې کړم
په اخرت کې به نارې کړم
چې ناداني وه په ګنا نه پوهيدمه
په زړه لرمه ګيلې ډيرې
غواړم چې ټولې کړمه هيرې
په تا کې رحم او درد چيرې ؟
په ځان به شنې بخۍ کړم تيرې
ناترسه تا له به وه نه وايم حالونه
نبيله غزل ، پيښور