څنګه راته ګورې لکه ښکار ته سړی ګوري
ښې سترګې دې ځار شم خپلې لار ته سړی ګوري
ول د تورو زلفو دې زما غاړې ته پرېوځه
دا لکه له لرې نه چې دار ته سړی ګوري
ځان چې له کوم ښکلي په بېګا شي خلاصولای
ډېره غلطي کړي چې سهار ته سړی ګوري
غمه په ما مه راځه غښتلی لکه یې چې
ټیټي سترګې ونیسي چې پلار ته سړی ګوري
بېړه دې ده کړې وا قراره لېونیه
کار خو هر سړی کوي، خو وار ته سړی ګوري
24.03.2011
- مجیدالله قرار
لوېدیز ادبي مکتبونه که څه هم د لوېدیځ دي، او په ختیز ادب کې د یوه مکتب په توګه نشته، خو اغېز یې پر ختیز ادب، په ځانګړې توګه، د کره کتنې په برخه کې تر حد زیات دی.
په ختیځ کې د کلاسیزم، رومانسیزم، ریالیزم، سوریالیزم، سمبولیزم، آیډیالیزم یا نورو کم او ډېر شهرته ادبي مکتبونو پر اساس د اديبانو او لیکوالو ډلبندي نشي کېدای، خو د مختلفو شاعرانو په شعر کې د دې مکتبونو د اغېز، افکارو، فلسفو، او ارزښتونو له شتونه هم انکار نشي کېدای.
په لوېدیځ او خت...
13.04.2011
- مجیدالله قرار
نوم: مجید قرارهستوګنه: &...