جديديت، ما بعد جديديت او پښتو ادب

 

يوه علمي څېړنه

 

 

عارف تبسم

 

په پښتو ادب کښې د جديديت، مابعد جديديت او په ادبي اړه د دې د اغيز خانه لا نيمګړې ده، ولې چې زما په خيال د جديديت او ما بعد جديديت سنجونه په سنجيده توګه نۀ ده شوې. ما چې په دې اړه څومره ليکونه لوستي دي نو علاوه له يو څو حوالو هېڅ چرته هم د دې رجحاناتو اصل مې لاس ته نۀ دے راغلے.  د مابعد جديديت په اړه خو په پښتو ادب کښې دا بحث د نشت برابر دے، کۀ چرې چا د جديديت خبره کړې ده نو هم ئې جديديت د نويتوب يا نوښت په معنٰي وړاندې کړے دے، د خيال نويتوب، د فکرونو نويتوب، د اسلوب او هېئت نويتوب ته ئې جديديت وئيلے دے او ځنې يارانو خو بيا د جديد دور د ايجادونو په شاعرۍ، افسانه يا ناول کښې ذکر جديديت بللے دے، چرې هم جديديت په بشپړه توګه نۀ دے سنجول شوے. د يو تحريک او د يو همه ګير رجحان په توګه چرې هم په پښتو کښې د جديديت څېړنه زما تر سترګو نۀ ده تېره شوې او اوس خو بيا د مابعد جديديت خبرې کيږي، ځکه څۀ داسې سوالونه د سړي ذهن ته راځي چې هغه پوره ځوابونه لټوي. د مثال په توګه جديديت څۀ دے؟ آيا دا يواځې څۀ ادبي تحريک يا رجحان دے او کۀ د دې څۀ ټولنيز او هر اړخيز اثرات هم شته؟ ما بعد جديديت بيا څۀ تۀ وائي؟ او دا د خپل تعريف، خصوصياتو او اثراتو په اړه له جديديت څخه څۀ رنګه جدا دے؟ آيا په پښتو ادب کښې هم د جديديت او ما بعد جديديت څۀ اثرات شته؟ او آيا مونږ دې دواړو تحريکونو يا رجحاناتو ته څۀ اړه هم لرو او کۀ نۀ؟ دا هغه بنيادي سوالونه دي چې زما او زما رنګه لوستونکو ذهن ته راځي، ځکه خو کله کله يوه داسې پښتو ادبي فنپاره چې ورته جديد ووئيل شي، ذهنونو ته کنفيوژن اچوي، ولې چې د دې تحريکونو د پس منظر، ارتقائي عمل، مقاصدو او خصوصياتو په اړه ناخبرتيا د دې له سنجولو څخه مونږ ژغوري. دا خبره خو تر نمر سپينه ده چې جديديت دے او کۀ مابعد جديديت، دا څۀ زمونږ ځائي تحريکونه نۀ دي، د دې ابتداء په غرب کښې شوې ده، بيا له نورو لارو تر مونږ را رسېدلي دي.

نو ځکه دلته غواړم چې اول د جديديت په اړه يو لنډ شان پس منظر د خپل محدود علم له لارې له تاسو سره شريک کړم، بيا د مابعد جديديت په اړه خپل بحث تر تاسو در ورسوم او په اخر کښې د پښتو ادب په اړه دا دواړه تحريکونه په لنډ شان مبحث کړم.

جديديت: ا بتداء، ارتقاء او اثرات- (له 1890  لسيزې بيا 1945  پورې)

د جديديت د ابتداء او تاريخ په اړه په مغربي مفکرينو کښې لا هم اختلاف موجود دے، څوک ئې د نولسمې پېړۍ له اخري کلونو څخه ابتداء ګڼي. څوک ئې د شلمې پېړۍ تحريک بولي او څوک خو بيا د دې تعلق د پنځلسمې پېړۍ له يورپي نشاة ثانيه سره تړي خو زياتره قابل قبول دليل دا دے چې د جديديت د تحريک ابتدا د نولسمې پېړۍ په اخرينو کلونو کښې وشوه او د دې اساس په دې نظريې ؤ چې اوس د فن، ادب او ټولنيز ژوند روايتي هېئتونه، (Forms) زياته زاړۀ دي نو ځکه ضرورت د دې خبرې دے چې دا روايتي هېئتونه دي يوې خوا ته کړل شي او ثقافت دې له نوي سره ايجاد کړل شي. ګو په بله معنٰي د جديديت و شاته پراتۀ ټول روايات رد کړو او د يوۀ نوي ثقافت د جوړولو تابيا ئې وکړه ولې چې د دې نولسمې پېړۍ په دغه دور کښې دنيا له نوي صنعتي انقلاب سره مخامخ شوه، په بخار (بړاس د چلېدونکي انجن له کبله د رېل ګاډي او د کارخانو د مشينانو د چلولو کار پېل شو او له کارخانو سره سم د مصنوعاتو (شيانو) د جوړولو ابتداء وشوه چې مصرف ئې نۀ يواځې سرمايه دارانه نظام ته وده ورکړه بلکې د دې مصنوعاتو استعمال له ځان سره خپل قدرونه هم راوړۀ، ځکه په هغه وخت کښې داسې رجحانات رامخته شو چې هغې په فن، ادب، فلسفه او نورو علمي وسائلو هم اغيز واچولو. کۀ څۀ هم دې جديديت د انساني ژوند په هر اړخ خپل اثرات واچول خو دا په حېث د يو تحريک په علمي سطح زيات مبحث شو، ځکه خو له روايت څخه انحراف ته جديديت ووئيل شو،ولې چې انساني ژوند او د نوو ايجادونو په اړه له نوو حالاتو سره مخامخ شو.

په ادبي توګه تر جديديت وړاندې د رومانويت دور ؤ چې زور ئې په دغه خبره ؤ چې په فن کښې ذاتي تجربه اهمه ده او فطرت د يوې اهمې موضوع په توګه د فن معيار دے. له دې سره سره رومانويت د اظهار د انقلابي طرز او د فرد د ازادۍ خبره کوله او دا ټول د ادبي روايت برخه وه خو د جديديت د سائنسي پرمختګ او د هر ايجاد او سائنس نظريې تر شا د منطق او وجوهاتو پلټنه انسان په بنيادي توګه له فطرت (چې په روحاني توګه تر خدايه د رسېدو اظهار ؤ) څخه د لرې کولو موجب وګرځېدو، ولې چې په فطرت او د فطرت په مظهراتو کښې د يو ماورائې قوت احساس پټ ؤ چې په يوه نا يوه توګه ئې انسان له روحانيت سره تړلو، ځکه خو جديدت د خپل سائنسي پرمختګ په اډاڼه له روايت څخه انکار وکړو، تر دې وړاندې د ډارون د ارتقاء نظريې وړومبے لا د فطرت او مذهب تعلق چېلنج کړے ؤ. ځکه خو جديديت ته د قبوليت سند ور په برخه شو. د جديديت تر ابتداء له مخه د 1870 په شا او خوا کښې دا سوچ موجود ؤ چې تاريخ او تهذيب په فطري توګه مترقي دے خو د جديديت له ابتداء سره دا نقطۀ نظر هم په زد کښې راغلو او په دې هم سوالونه را اوچت کړل شو. جديديت، مترقي تاريخ، ثقافت او روايتي او سماجي هېئتونه د ترقۍ په لاره کښې خنډ وګڼلو، ځکه ئې په ليکوالو او دانشورانو زور واچولو چې هغوي دې روايت يوې خوا ته کړي او له دې دې ځان خلاص کړي، ولې چې په روايت کښې د روشن خيالۍ پېدا کولو هڅې عبث دي، يعنې جديديت د يوې داسې ترقۍ خبره مخ په وړاندې بوتله چې هغه نۀ يواځې د سائنس د ايجادونکو په شکل کښې د انسان مادي ژوند مخ په وړاندې بوځي، بلکې د ترقي دا تصور هر هغه علمي او ادبي موضوع وګرځي چې د انسان د ازادۍ او ټولنيز بدلون خبره کوي خو دا خبره لکه چې ما وړاندې ووئيل ځکه سمه ده چې انسان له فطرت، فطري مظهراتو او د دې تر شا له ماورائې قوت څخه لرې کړي،ولې چې د جديديت د مادي ترقۍ دپاره دا ضروري وه چې د انسان توجه دې د هغۀ د مادي ضرورتونو او د دې د پوره کولو دپاره د مصنوعاتو تر مصرف پورې محدوده وساتي. ځکه خو هغه وخت هم ځنې مفکرينو او دانشورانو دا خبره راپورته کړه چې د جديديت دا زياتېدونکې ترقي به خلق له تنهايۍ (Isolation) سره مخامخ کړي او خلق به له ټولنيزو معمولاتو او قدرونو څخه لرې کړي خو د دې دانشورانو دې نقطۀ نظر ته چا غوږونه نۀ نيول او د جديديت د ترقۍ تصور مخ په وړاندې روان ؤ، عن تر دې چې اول نړيوال جنګ نړۍ له نوي تباهۍ سره مخامخ کړۀ، بې شمېره انسانان د دې مادي ترقۍ او د دې جديد جنګ له کبله په حق ورسېدل خو بيا هم جديديت چرې ونۀ درېدو، د 1920 په لسيزه کښې د ګاډي، هوائي جهاز او ټيلي وژن د ايجادونو له کبله جديديت پسندو دا دعوٰي وکړه چې اوس به خلق نۀ يواځې له دې ايجادونو سره خپل عادتونه بدلوي بلکې خپل بنيادي، جمالياتي حس به هم بدلوي.

د جديديت تحريک د نړيوال جنګ د تباهيانو په يورپ کښې د معاشي بحران، د سوويت انقلاب او داسې له رجحان نه بې پروا مخ په وړاندې روان ؤ او د دې په نتيجه کښې ټولنيز علوم، فنون لطيفه، معاشيات او منډۍ په هر اړخ د جديديت ټينګ اثرات پرېوتل، په ادبي اړه د جديديت په خصوصياتو کښې دا لاندينۍ نکتې ډېرې اهمې دي.

1.    له روايت څخه قطع تعلق يعنې چې څۀ وشو هغه وشو، زمونږ روايت اوس مونږ ته هغه څۀ نۀ شي راکولے چې هغه دې انساني ژوند، د اظهار قوت، تخيل او علم نور منور کړي، ځکه له داسې روايت څخه خپل تړون پرې کول او له جديديت سره تړل پکاردي.

2.    د انسان او کائنات په اړه او دې ته د ګټې رسولو په اړه د نوي او تازه لارو لټون پکار دے، ولې چې هغه انسان ته يو خوشحاله ژوند ورکوي او په کائنات کښې د موجودو وسائلو د استحصال له لارې دا ګټه ممکنه کېدې شي.

3.    په هېئت او سټائل کښې نوې تجربې پکار دي، ولې چې موجوده هېئت او سټائل د اظهار دپاره ناکافي دے يعنې په بله معنٰي د جديديت تر معنې او موضوع  او ژبې، اسلوب او ټيکنيک ته زيات اهميت ورکړو.

4.    د نامياتي (Organic) په ځائے د (Fragmentation) ضرورت دے، د رومانويت او د وکټورين دور نامياتي نظريې اوس بېکاره دي.

په دې څلورو اهمو خصوصياتو کښې يوې خوا ته انسان له خپلو رواياتو د رالرې کولو مقصديت ؤ نو بلې خوا ته انسان له روحاني ضرورتونو څخه هم را لرې کول پټ وو او له دې سره سره په ادبي اړه د هغه وخت د هېئت او سټائل د ناکافي ګڼلو تر شا د داسې هېئتونو او سټائل د معرفي کولو مقصديت ؤ چې هغه مجرد وي او په اسانه څوک پرې ونۀ پوهېږي ولې چې تر دې وړاندې په ادبي اړه زور په دې خبره ؤ چې ليکوال د ذاتي تجربې له لارې له فطرته سره خپل تړون بيان کړي او هغه يو انقلابي اظهار وکړي. د دې اظهار دپاره چې د نظم او نثر کوم هېئتونه خپل کړل شوي وو هغه د خپل ساده بيان او سټائل له کبله خپل مقصد په ډېره اسانه توګه لوستونکو ته رسولو او په هغه کښې لويه خاصه د فرد د ازادۍ وه. له دې پرته په جديديت کښې د فرد د ازادۍ خبره نۀ ځائېدله.

تاريخ هم مونږ ته دا راښيي چې د يورپي نشاة ثانيه چې څنګه په نړۍ کښې د نواباديانو جوړولو ته جواز ورکړو نو جديديت دې نواباديت ته د ودې منطقي جواز هم ورکړو خو چې چرته د انسانانو د مهذب جوړولو منطق په نوابادياتو کښې د ځائي خلقو او قامونو د ازادۍ د مبارزې له وجې پيکه شو نو هلته د جديديت د ترقۍ په نوم نواباديت ته له نوي سره دوام ورکړل شو، ځکه زۀ جديديت يواځې ادبي تحريک نۀ ګڼم بلکې دا يو تهذيبي، معاشي، سماجي او سياسي تحريک ؤ چې له مغرب نه را شروع شو او تر مونږ راورسېدو او نۀ يواځې ئې زمونږ په ادبي محرکاتو اثر واچولو بلکې په تهذيبي، معاشي، سماجي او په سياسي توګه ئې زمونږ رنګه د تش په نوم درېمې نړۍ خلق د نواباديت له جابرانه او ظالمانه عمل سره مخامخ کړو او هم د دې جنون له کبله د نړۍ بې شمېره انسانان په دوېم نړېوال جنګ کښې له ژونده محروم او پاتې در په در شو.

مابعد جديديت: ابتداء، ارتقاء او اثرات ( تر 1945 د لسيزې بيا تر اوسه)

د جديديت نه د مابعد جديديت ذکر د نن په علمي مېدان کښې ډېر کېږي کۀ څوک د ادب خبره کوي، کۀ د بل څۀ فن، د فلسفې ذکر وي او کۀ د څۀ نظريې، سياسي مکالمه وي او کۀ معاشي ډسکورس، کۀ د علم عمرانيات خبره وي او کۀ د بشريات، مابعد جديديت د يوه بنيادي موضوع په اړه تر بحث لاندې راځي. د جديديت رنګه د مابعد جديديت د ابتداء په اړه هم اختلاف موجود دے، ځينې مفکرين د دوېم نړېوال جنګ نه پس زمانه د مابعد جديديت ابتداء ګڼي او ځينې بيا د 1940 د لسيزې شا او خوا ئې ابتداء ګڼي لکه څنګه چې د مابعد جديديت له اصطلاح څخه څرګندېږي چې دا د جديديت وروستو دور دے، په دې اصطلاح کښې د "جديديت" توري له ګډون څخه ځينې خلق دا هم معنٰي اخلي چې مابعد جديديت د جديديت تسلسل دے خو اکثره مفکرين له دې سره اختلاف لري او وائي چې "جديديت" له ما بعد جديديت څخه بالکل يو جدا دور دے. په دې نکته کښې هم اختلاف موجود دے چې "مابعد جديديت" جديديت يو مخ رد کوي خو ځينې مفکرين د دې خبرې منلو ته تيار نۀ دي، هم دغه رنګه د مابعد جديديت د ابتداء، تعريف او حېثيت په اړه دومره اختلافات مونږ ته دا راښيي چې دا څومره اختلافي موضوع ده خو دا موضوع چې څومره اختلافي ده هم دومره زياته تر بحث لاندې راځي، ځکه د دې څۀ جامع تعريف ممکن نۀ دے خو شايد مونږ ته د لېوتار دا خبره معنٰي ولري چې مابعد جديديت يو حالت دے يو داسې حالت چې په هغه کښې تر ټولو غټ بدلون د علم (Knowledge) په نوعيت کښې راغلے دے، د ګوپي چندنارنګ په قول په دې اړه لېوتار د مابعد جديديت دا لانديني خصوصيات په خاصه توګه رامخته کوي.

(1) له تېرو پنځوسو شپېتو کلونو راهسې په سائنس او ټيکنالوجۍ کښې د ژبې د نظريو ډېر لوئے اثر پروت دے، ولې چې کمپيوټر د برقياتي ذهن دپاره ژبه جوړول، په دې ژبه کښې معلومات را غونډول او لټول د مختلفو کارونو دپاره ځان ځانله پروګرامونه جوړول او د دې صنعتي پېداوار مشيني ژبه او مشيني ژباړه، د معلوماتو ذخيره او په نورو داسې کارونو کښې د ژبې کردار مرکزي دے.

(2) په الېکټرانک ټيکنالوجۍ کښې چې کومه لويه تبديلي راغلې ده، د هغې نه پس اوس علم په خپله د ځان خپل جواز نۀ دے، بلکې علم په مکمله توګه د کمرشل قوتونو په لاس کښې دے، علم اوس د شخصيت حصه نۀ بلکې د منډۍ مال دے چې څۀ رنګه خرڅېدے او اخستل کېدے شي.

(3) چې څنګه څنګه نړۍ په مابعد جديديت دور کښې داخلېږي نو د علم هغه برخه چې د کمپيوټر او الېکټرانک ټيکنالوجۍ نه نۀ هضم کېږي هغه به ورکېږي او د ماضي برخه به جوړېږي. اول به خلقو علم د دې دپاره لټولو چې خپل ذهن او شخصيت پرې ښائسته کړي اوس به علم يواځې د دې دپاره پېدا کېږي چې د منډۍ د معيشت په دور کښې له دې څخه ګټه پورته کړل شي او يا د طاقت د هتيار په توګه په کار راوستل شي.

د دوېم نړېوال جنګ وروستو دنيا په يوه نوي دور کښې داخله شوه، په يوه داسې دور کښې چې هغه د "اېټم بم" په سايه کښې پرمخ تلله او بلې خوا ته ئې د برقياتي (الېکټرانک ټيکنالوجې پرمختګ او بيا د کمپيوټر ايجاد کۀ يوې خوا ته د انټرنېټ له لارې سره رانزدې کول پېل کړۀ نو درېمې خوا ته ئې د کوچنيو قامونو د وسائلو د استحصال عمل هم تېز کړو. د دنيا معيشت د يو څو کثيرالقومي کمپنيانو ترلاس لاندې راغلو، نوي نظريې رامنځ ته شوې، په سياسي، سماجي، معاشي، مذهبي او ثقافتي سطح هر ځائے دومره په تېزۍ سره بدلون راتلو چې د انسانانو ذهن لا نۀ پسې رسېدو، په دې ټولو حالاتو کښې ئې يوې خوا ته د ترقۍ عمل تېز کړو نو بلې خوا ته ئې خلق د ذات له يو شديد بحران سره مخامخ کړل، ټولې فلسفې، ټولې نظريې او ټولې علمي مباحثي د مابعدجديديت رد شروع کړو خو دا ټولې مکالمې لا تر اوسه په پوره پوره نتيجه نۀ دي رسېدلي چې د مابعد جديديت يو جامع تعريف وکړي، "ګوپي چندنارنګ" مابعد يوه ذهني رويه بولي او تخليقي ازادۍ، ثقافتي تشخص د معاني له فرسوده تعريفونو څخه د ازادۍ کوشش ئې ګڼي او دا وائي چې: "مابعد جديديت په هر قسم اټل حقيقت له نوي سره د غور کولو او په دې د سوالونو د راپورته کولو کوشش دے".

ګوپي چندنارنګ وائي چې: " د مابعد جديديت له لوري متن د حقيقت عکس نۀ دے بلکې د حقيقت د تخليق کوشش دے، دا حوالې مونږ ته دا راښيي چې مابعد جديديت د هم دې دور له دوو لويو ادبي نظريو "ساختيات او پس ساختيات" سره تړون لري او ځينې مفکرين خو پس ساختيات او مابعد جديديت يو ګڼي.

کۀ څۀ هم په ادبي اړه مابعد جديديت د تخليق د ازادۍ او متنوع کېدو خبره کوي او د کليت پسندۍ په ځائے د عدم مرکزيت خبره کوي خو له دې څخه انکار نۀ شي کېدے چې په نړېواله سطح د مابعد جديديت دور يو داسې دور دے چرته چې د سائبر سپېس له لارې ثقافتونه، معيشتونه او هېوادونه کنټرول کېږي، په دې دور کښې په زرګونو ميله لرې ناست يو انسان د ماؤس په يوه کليک د بل هېواد روغ معيشت له تباهۍ سره مخامخ کولے شي، هم دغسې د دې دور د الېکټرانک مېډيا له لارې د زرګونو ميله لرې ثقافتې نندارې د ځائي ثقافتونو شکلونه بدلوي نو دا خبره بې ځايه ښکاري چې په مابعد جديديت کښې د ځائي (مقامي) ثقافت او تهذيب خبره ده بلکې دا مابعد جديديت خو په دې خبره ټينګار کوي چې هره زمانه د خپل وخت ثقافتي صداقتونه په خپله جوړوي، ځکه څۀ يو صداقت، يو حقيقت د هرې زمانې او هر وخت دپاره مناسب نۀ شي کېدے، د وهاب اشرفي په خيال هم دغه د عقيدو تر ميان د اختلاف وجه هم ده.

مابعد جديديت په دې خبره پوخ يقين لري چې حقيقت او صداقت جوړ او تيار نۀ دي بلکې پېدا کېږي. له مابعد جديديت سره د مذهبي دانشورانو او صوفيانو بنيادي اختلاف هم په دې نکته دے چې مابعد جديديت هېڅ يو موجود حقيقت نۀ مني بلکې وائي چې حقيقت جوړېږي او هره زمانه خپل حقيقت په خپله جوړوي. د مذهبي دانشورانو او صوفيانو په خيال د مابعد جديديت دا رويه د الله تعالٰي له ذات، چې يو اټل حقيقت دے انکار دے هم دغسې رويه جديديت له مذهب سره ساتلې وه.

کۀ د جديديت په دور کښې د مصنوعاتو په پېداوار زور ؤ نو په مابعد جديديت دور کښې د دې مصنوعاتو دپاره د نوي نوي منډيانو په پېدا کولو ټينګار دے، ځکه خو په دې دور کښې يواځې هغه څيز مهم دے چې خرڅېدے او په بيه اخستل کېدے شي، په دې کمرشل دور کښې ادب، فن، انساني جذبات او علم هم خرڅول او اخستل کېږي بلکې اوس خو د کمپيوټر له لارې د علم جوړول او بيا د مادي ګټې دپاره پکارول يوه ډېره عامه خبره ده. ځکه دا مابعد جديديت دور هم د جديديت په رنګه د دې کائنات تر ټولو اهم عنصر يعنې انسان هم د مصنوعاتو په توګه پکار راولي.


د جديديت او ما بعد جديديت مقائسه:

کۀ څۀ هم پورته ذکر شوے صورتحال مونږ ته د جديديت او مابعد جديديت يو لنډ غوندې پس منظر وړاندې کوي او تر څۀ حده پورې مونږ په دې نتيجه رسوي چې کۀ څۀ هم د جديديت او ما بعد جديديت د طريقۀ کار، وضع قطع او حکمت عملۍ په اړه له يوۀ بل څخه څۀ جدا ښکاري خو د مقصد په اړه تر ډېره حده دواړه يو دي، خو دلته بيا هم زۀ غواړم چې ځينې خصوصيات يا عناصر داسې وړاندې کړم چې د هغې له لارې د جديديت او ما بعد جديديت څۀ مقائسه وکړو.

جديديت د مذهب په ځائے عقليت پسندي، د اجتماعيت په ځائے انفراديت، د روحانيت په ځائے ماديت، د ما بعد الطبعياتي په ځائے سائنسي ترقۍ ته زياته ترجيح ورکړه، لېکن مابعد جديديت د تاريخ په ځائے  ثقافتي مطالعې ته زيات اهميت ورکړو، د دې دواړو د ځنې خصوصياتو په اړه نوره مقائسه مونږ په لاندينۍ کرښو کښې څۀ داسې کولے شو.

جديديت:

1)      له مادي صداقت څخه انحراف او د مجرد ثقافت تکل.

2)      د   1920 او 1930 اعلٰے جديديت، په سياسي فکر اغيز.

3)      بېګانګي، له سائنسي او منطقي لارو معاني سنجېدې او پېدا کېدے شي.

4)      تسلط او ترقي، ماضي په حال او مستقبل اثر اچوي.

5)      کميت پسندي، آفاقيت.

6)      د فن او سائنس کارونه مونږ له صداقت سره اشنا کوي.

7)      يواځې اعلٰے ثقافت د مطالعې وړ دے.

8)      سائنس، منطق او عقليت زيات مهم دے.

9)      لوئې سائنسي نظريې او مرکزيت.

10)   فن د ثقافت د تحفظ په ځائے د ثقافت تخليق کوي.

11)   فن د سرمايه دارانه نظام مخالفت کوي.

12)        د ښۀ او بد تميز او د فن تنقيد ارزښت لري.

ما بعد جديديت:

1)      په نړۍ كښې هېڅ اټل صداقت نشته چې هغه په ټول كائنات كښې ومنل شي.

2)      هيڅ قطعي صداقت نشته، هر څيز له بل څيز سره په تعلق کښې کتل کېدے شي.

3)      متن نړۍ په خپله د متن او مباحث پرېماني ده.

4)      مستقبل غېر يقيني دے، ماضي يواځې متن دے، مونږ له ماضي زدکړه نۀ شو کولے، مونږ يواځې په حال کښې اوسېدے شو.

5)      مقاميت او تنوع.

6)      د فن او سائنس کارونه يواځې متن دے چې په خپله په خپل ځان کښې سنجول کېدے شي.

7)      هر څۀ پاپولر کلچر دے او د مطالعې وړ دے.

8)      سائنس د جوړېدو لوبه ده نۀ چې د دريافت کېدو.

9)      کوچني سياسي کوششونه او لامرکزيت.

10)  فن د مختلفه طرزونو او سټائل نمونه ده.

11)   فن د سرمايه دارانه نظام دپاره دے.

12)   هر څۀ Relative دي ښۀ او بد هيڅ نشته.

دا مقائسه د انساني ژوند د ځنې اړخونو په اړه مونږ ته د جديديت خصوصيات راښيي خو دا خبره په پام كښې ساتل پكار ده چې كۀ جديديت مونږ د يو مجرد صداقت په خوا بيائي نو ما بعد جديديت هيڅ اټل حقيقت نۀ مني، په دواړو صورتونو كښې دا د مذهب په حقيقت او د فطرت په صداقت نۀ يواځې سوالونه پورته كوي، بلكې يو رنګه يو مخ انكار ځنې كوي، هم دغه رنګه كۀ چرې جديديت فن د ثقافت د امين په ځائے د نوي ثقافت د تخليق دپاره ګڼي نو مابعد جديديت فن ته يواځې د سټائل نمونه وائي چې په دواړو حوالو ئې له انساني ژوند سره ډېر کمزورے تړون پېدا کوي، کۀ چرې مونږ په سياسي توګه دا منو چې جديديت د لويو سياسي نظريو خبره کوي او ما بعد جديديت د کوچني سياسي کوششونو ذکر کوي نو دلته له لويې سياسي نظريو څخه مراد د سرمايه دارانه نظام نظريه، د مغربي طرز جمهوريت او آزادۍ سوچ دے چې د عامو خلقو يوه لويه برخه د دې لوبې له کبله له سياسي ميدان څخه لرې ساتي او هم دارنګه له لامرکزيت او کوچني سياسي کوششونو څخه مراد خلق په خپلو وړو وړو مسئلو پورې محدودول دي چې دا بذات خود يو غېر سياسي عمل دے چې عام اولس له لويو سياسي نا انصافيو او استحصالي ظلمونو له سنجولو او د دې خلاف د آواز پورته کولو څخه راژغوري.

جديديت، مابعد جديديت او پښتو ادب:

كۀ مونږ د اردو ادب په اړه خبره وكړو نو به دا څرګنده شي چې به قول د ګوپي چند نارنګ په اردو ادب كښې جديديت د ترقي پسند تحريك په ضد په وجود كښې راغلے، كۀ ترقي پسندۍ د سياسي سوچ خبره کوله نو جديديت ادب له هر قسم نظريو څخه د خالي او خالص ساتلو خبره کوله کۀ څۀ هم په پاکستان کښې په اردو ادب کښې او بيا له دې لارې په پښتو ادب کښې جديديت د غېر سياسي کېدو اعلان کولو خو زما په خيال چې څنګه جديديت په نړيواله سطح د غېر سياسي کېدو په بڼه کښې يو بشپړ سياسي کردار لوبولو او د سرمايه دارانه نظام دپاره ئې لارې پرانستې، هم دغه رنګه په اردو او پښتو ادب کښې جديديت د غېر سياسي کېدو مقصد به ذات خود سياسي ؤ، چې نۀ يواځې د ترقي پسندۍ د اشتراکي نظريې لاره ونيسي بلکې په ادبي بڼه کښې هر هغه صلاحيت ختم کړي چې هغه خلقو ته د څۀ آزادۍ يا د حق خبره رسوي ځکه خو د جديديت لويه کاميابي په ادب کښې د تجريديت خورونه ده چې زما رنګه خلق نۀ پرې پوهېږي او نۀ ترې خوند اخستے شي، د جديديت له لارې په هېئت او اسلوب کښې د ناشونو تجربو زما په خيال نۀ څۀ مقصد شته او نۀ څۀ معنٰي شته.

کۀ چرې مونږ لږ شاته تاريخ وګورو نو به څرګنده شي چې د 1857 د برصغير د آزادۍ د جنګ نه پس سر سيد هغه وخت لا په برصغير کښې د جديديت د تحريک آغاز کړے ؤ، د دې تحريک مقصد د برصغير مسلمانانو ته د انګرېزانو د جديد تعليم د حاصلولو او د انګرېزي حکومت د برخه جوړېدلو ترغيب ورکول وو، کۀ څۀ هم د پاکستان په تحريک کښې د سر سيد تحريک ته ډېر ارزښت ورکول کېږي خو تجزيه مونږ ته دا راښيي چې دې تحريک په اصل کښې مسلمانان د دې دپاره تيارول چې هغه نۀ يواځې د جديديت برخه شي، بلکې د انګرېزي حکومت د نوکرانو په طور د هغوي قبضې او نوآباديت ته نوره وده ورکړي، ګوا يو رنګه د جديد تعليم او د جديديت په بڼه کښې د برصغير غلامۍ ته دوام ورکول وو، هم د سر سيد دغه تحريک په ادبي سطح هم يو رنګه اغيز پېدا کړو، له دې نه پس د مولانا حالي ادبي کاوشونه په اردو ادب کښې د جديديت په اولنيو کوششونو کښې شمېرل کېږي خو دا خبره په خپل ځائے زياته مناسبه ښکاري چې په پاکستان کښې په ادبي سطح جديديت د ترقي پسندۍ په خلاف زيات جوت راښکاره شو او هم دغسې په پښتو ادب کښې هم له دغه لارې د ترقي پسندۍ او جديديت تحريک را داخل شو.

کۀ څۀ هم دا دواړه تحريکونه د پاکستان تر جوړېدو له مخه لا زمونږ په ادب ننوتي وو، ځکه دا دواړه خپله خپله حلقه لري. څوک چې د جديديت علمبرداران وو، هغوي جديد فکر په مخ وړلو، د هغوي په فن کښې اجنبيت، ذات پرستي، ويره، تنهائي او ياسيت زيات جوت ښکارېدو او څوک چې د ترقي پسندې نظريې ملګري وو، د هغوي په خپلو فنپارو کښې يو انقلابي فکر او د انساني ژوند حقيقتونه څرګندولو کوشش کولو خو زما په خيال په پښتو ادب کښې تر ډېره حده دا دواړه تحريکونه کنفيوزډ دي او يا په ځينو ليکوالو کښې په يوۀ وخت دا دواړه رجحانات ليدل کېږي، بلکې کۀ دا ووايم چې زمونږ زياتره ليکوال د ترقي پسندۍ او جديديت په صحيح روح لا نۀ دي خبر نو به هم شايد مغالطه نۀ وي، ولې چې د دې په اړه څۀ ډېر بحثونه په مخه نۀ دي راغلي.

د جديديت په اړه د پروفېسر ربنواز مائل او د ترقي پسندۍ په اړه د سليم راز د ځينو ليکونونه علاوه څۀ داسې مواد تر مونږ نۀ دي رارسېدلي چې د جديديت او ترقي پسندۍ بشپړه څېړنه ئې کړې وي، خو بهر حال د نورو ډېرو ليکوالو په شاعرۍ، افسانه او نورو ليکونو کښې د جديديت يا ترقي پسندۍ آثار ضرور ليدل کيږي خو زما خيال د ا دے چې په دې کښې د ځنې ليکوالو نه علاوه د نورو شعوري کوششونه کم دي او د دې قبيلې د ليکوالو له ليکونو څخه اخستے اثر زيات معلومېږي.

دلته ما د جديديت او ترقي پسندۍ د دوو مکتبۀ فکر او نظريو په اړه خبره کړې ده چې په دې انداز زيات نۀ دي څېړل شوي، ځکه دا لږه ګرانه خبره ده چې دا ووئيل شي چې په پښتو ادب کښې د جديديت  ابتداء کله وشوه، د دې ارتقائي عمل څنګه دے او څۀ اثرات ئې پرېښي دي خو دا خبره په خپل ځائے يو حقيقت ده چې د دې دواړو له اثراتو به پښتو ادب خالي نۀ وي  اوس خو دور د مابعد جديديت دے کۀ څۀ هم زمونږ ليکوال لا د مابعد جديديت د صحيح معنٰي په لټون دي خو د دې مطلب دا نۀ دے چې د مابعد جديديت اثرات زمونږ په ادبي فنپارو کښې نشته، دلته د مثال په توګه ډېر داسې شعرونه او افسانې وړاندې کېدے شي چې هغه د مابعد جديديت له اثراتو ډکې دي، خو دا اثرات د مابعد جديديت په اړه د شعوري سنجونې په ځائے د اردو يا نورو ژبو د ادبي فنپارو د مطالعې له لارې راغلي دي خو دلته دا هم وئيلے شو چې کومې فنپارې تر دا اثر لاندې وړاندې شوې دي هغه تر ډېره حده مجرد او له ابهامه ډکې دي، په دې فنپارو کښې داسې علامات، هېئتونه او اسلوب پکار راوستل شوے دے چې عام فهم نۀ دے، له دې نه پرته چې د پښتو ژبې اديبانو د خپلې ټولنې کوم اړخونه په عام فهم اسلوب کښې د خپلو فنپارو موضوع ګرځولي دي، هغه لا تر اوسه په پښتني ادب د مابعد جديديت له بشپړې اغيزې څخه لرې دي خو ضرورت دلته د دې خبرې دے چې زمونږ ليکوال د جديديت او مابعد جديديت په صورتحال بايد خبر وي، ځکه کۀ د دې صورتحال اثرات په لاشعوري توګه د هغوي په ليکونو کښې راځي نو دا زمونږ ادب له انسانانو او د هغو له ژوند څخه نور هم لرې کولے شي او کۀ چرې مونږ د جديديت او مابعد جديديت شعوري ادراک ولرو نو کېدے شي چې مونږ خپل ادب د دې له اثراتو څخه لرې وساتو، ولې چې په خصوصي توګه د مابعد جديديت دا دور د انسانيت د بې قدرۍ او له انساني قدرونو څخه د انکار دور دے، په دې دور کښې انسان او انساني جذبات هم د مصنوعاتو رنګه اخستل او خرڅول کېږي،  دې عمل ته  ګلوبلائزېشن وئيلے شي چې د لويو قوتونو تر ميان د آزاد تجارت د منډۍ د معيشت لوبه ده چې په کښې هغه هېوادونه برے تر لاسه کولے شي د چا چې مجموعي قامي پېداوار او وسائل تر نورو زيات وي.

په دې مابعد جديديت دور کښې کۀ يوې خوا ته د مېډيا له لارې د اشتهارونو په ذريعه صارفيت ته دوام ورکول کېږي نو هم د دغه مېډيا له لارې د طاقتور په حق کښې د عامو خلقو رائې هم خلق کېږي چې په مکمله  توګه د عامو خلقو د سياسي کردار زوال دے، هم د دغه مابعد جديديت دور له کبله عام خلق د خپل بشپړه سياسي کردار، علمي برخې، مذهبي عقيدو، روحاني قدرونو او تهذيبي شناخت څخه لرې کېږي.

زما ذاتي خيال دا دے چې جديديت دے او کۀ مابعد جديديت دے، دې دواړو په اصل کښې ادب او ادبي بحث دومره کړکېچن کړے دے، چې په خپله ليکوال لا په ډېر مشکل د دې حقيقت ته رسېږي، دغه بحث د ادب دائره هم يواځې تر ليکوالو پورې رارسولې ده او عام لوستونکي ئې له دې بحث څخه ډېر لرې کړي دي، زما په خيال دلته يواځې عام لوستونکي نۀ دي لرې کړي شوي بلکې ادب ئې هم د انساني ژوند، ضرورتونو، جذباتو او احساساتو څخه تر ډېره حده لرې کړے دے، ولې چې په ادب کښې د جديديت، مابعد جديديت، ساختيات، پسِ ساختيات، تعميريت، لا تعميريت، اثباتيت، وجوديت او د ارنګه نورو بې شمېره مباحثو پورې محدود کړل شوي دي چې د دې سنجونه د يو عام لوستونکي د وس خبره نۀ ده او نۀ عام لوستونکي له دغه مباحثو سره خپل څۀ  تعلق لرلے شي، ځکه خو په دې يواځې ادب پوهان خبره کوي او نور ادب ليکونکي ئې لولي.

زۀ دا نۀ وايم چې زمونږ ليکوال دي د دې تحريکونو د بحث برخه نۀ جوړېږي، زما مطلب دلته يواځې دا دے چې مونږ د دې تحريکونو بشپړ جاج واخلو، دا يواځې ادبي تحريکونه ونۀ ګڼو، بلکې د دې تجزيه په ټولنيزه او هر اړخيزه توګه وکړو، د دې په مضمراتو، ښۀ او بد اثراتو نۀ يواځې ځان خبر کړو، بلکې په ډېرو اسانو ټکو کښې ئې تر خپلو لوستونکو پورې هم ورسوو او بيا په خپله شاعرۍ، افسانه، ناول او ډرامو کښې د دې د پرچار په ځائے او يا د دې د اثراتو د پرمخ وړلو په ځائے له نوي سره د ادب او ژوند تعلق د خپل تهذيبي، مذهبي او روحاني تشخص او قدرونو سره سم مخ په وړاندې يوسو.

کتابيات

1-     ادب کا بدلتا منظرنامه- اردو مابعد جديديت پر مکالمه ګوپي چندنارنګ.

2-     مابعد جديديت: مضمرات او ممکنات، وهاب اشرفي.

3-     انګريزي ا دب کي مختصر تاريخ.. ډاکټر محمد يٰسين.

4-     ادب، کلچر اور مسائل... ډاکټر جميل جالبي.

5-     نئي تنقيد.. ډاکټر جميل جالبي.

6-     ادب تنقيد او فکر.. پروفېسر ربنواز مائل.

7-     تنقيدي کرښې... سليم راز.

8-     د انټرنېټ ځينې پاڼې.