د خوارى کښو نړيوال حقوق ( International Labour rights)
ژباړه اوترتيب: عبدالسلام سلام
کنونشن (نمبر٨٧) د انجمن سازئ او تحفظ حق١٩٤٨ء چې د انجمن سازئ حق او د غونډى د تحفظ ضمانت ورکوى ـ
د محنت نړيوالې ادارې ILO عمومى کانفرنس په ١٧م جون ١٩٤٨ کښې په سانفرانسسکو کښې د ILO دچار واکو لۀ طرفه منعقد شوى ٢١مه غونډه کښې دا فيصله وشوه چې د انجمن سازئ او د را غونډيدو د حق تحفظ څۀ تجاويز چې د کانفرنس د ايجنډى په ٧م مد کښې ده، د يو کنونشن پۀ صورت کښې دى منظور کړے شې ـ
دا امر دى پيشٍ نظر وى چې د محنت د نړيوالې ادارې د دستور د سرنا مې بل(bill) ( اعلان د انجمن سازئ اصول تسليمول) د خواريکښو حالات ښۀ کولو او دامن د قيام ذريعه ګڼى ـ
د اعلان ٍ فلاډالفيا مطابق چې د تقرير او انجمن سازئ د آزادئ تجديد کوى او دا د دايمى ترقۍ دپاره لازمى ګڼى ـ
ددى امر پيشٍ نظر چې آئي ايل او د خپلې ديرشمې عمومى غونډې د هغه اصولو چې د نړيوالو ضابطو بنسټ جوړ کړى ، په اتفاق منظور کړل ـ
په دى خبره غور کول چې د اقوام متحده دعام اجلاس په خپلى دويمى ناستى کښې د هغه اصولو تصديق او کړو او د محنت دنړيوالې ادارې ته ئ ددى ټولو کوششونو د جارى ساتلو درخواست اوکړو دڅۀ په نتيجه کښې چې به يو يا ديو نه زيات کنونشنونه اختيارول ممکن شې ـ
نن په ٩ م جولا ئي ١٩٤٨ ء لانديني کنونشن چې د ( انجمن سازئ او د تنظيم د حق کنونشن ) په نوم به نومولي کيږى ، منظور شو ـ
وړمبئ برخه د انجمن سازئ آزادى :
١ ماده: دمحنت دنړيوالې ادارے هر غړے دچا سره چې دا کنونشن نا فذالعمل وى ، د لاندى ذکر شوؤ مادو ذمه وارى په غاړه اخلى ـ
٢ ماده: آ جر او آجير ته به بغير د څۀ فرق او پيش بندئ نه د انجمن جوړولو او د هغې د غړيتوب قبلولو اختيار حاصل وى ، پرته لۀ دى نه چې هغوي به ددغه انجمنونو د ضابطو پابندى کوى ـ
٣ ماده: (الف) آجر او اجير به انجمنونو ته پۀ پوره آزادۍ سره دخپلو غړو دټاکلو، دخپلو ادارو د نظم ونسق چلولو ، او د هلو ځلو د پاره د نظام العمل ترتيبولو او دخپل دستور او ضوا بطو جوړولو حق حاصل وى ـ
٤ماده: دآجر او اجير انجمنونه به چارواکى نه ماتوى او نه به پرى بنديز لګوى ـ
٥ ماده : د آجر او اجير انجمنونو ته به د خپل فيډريشن او کانفيډريشن جوړولو او دهغې د غړيتوب او ددغه ادارو د آجر او اجير د نړيوالو ادارو سره د مل کيدو اجازت وى .
٦ ماده : پۀ دويمې ، دريمې او څلورمې مادې کښې ورکړے شوؤ اصولو اطلاق به د آجر او آجير پۀ فيډريشنو او کانفيډريشنو هم کيږىـ
٧:د آجر او اجير ادارو ، د هغوئ فيډريشنو او کنفيډريشنو ته به د قانونى حيثيت حاصلولو پۀ لار کښې دا سې شرائط نۀ ايښودے کيږى د کوم پۀ وجه چې د ٣،٢او ٤ مادى اطلاق محدود شې ـ
٨ماده: (الف) آجر اواجير او دهغوئ مخصوصې ادارے به د نورو خلکو يا دهغوئ د مجموعى غونډو پشان پۀ دى کنونشن کښې د ورکړے شوؤ حقوقو د استعمال پۀ وخت د ملک د قانون احترام کوى ـ
(ب) د ملک د قانون استعمال به هم دا سې نۀ وى د کوم په وجه چې پۀ دى کنونشن کښې ورکړے شوى ضمانتونو ته زيان ورسى يا کمزورى شې ـ
٩ ماده : (الف) پۀ کنونشن کښې ورکړے شوى ضمانتونه به تر څۀ حده پۀ پوليس او فوج عائد کيږى ، ددى تعين به د هغه ملک د قوانينو او ضابطو پۀ رڼا کښې کيږى ـ
(ب) د محنت دنړيوالې ادارې پۀ اساسى قانون کښې د ١٩ مادى پۀ ٨ پيرا ګراف کښې د متعين شوؤ اصولو مطابق ، د کوم غړى د طرفه ددى کنونشن تصويبول يا منل به پۀ هغه مروج قانون ، فيصله ، رواج يا پريکړې باندى اثر نۀ غورځوى د کوم د لاندى چې دفوج يا پوليس غړو ته حقوق او مرا عات حاصل دى ـ
١٠ ماده : د دى کنونشن پۀ ترڅ کښې د ٫٫ادارو،، د اصطلاح نه مطلب د آجر او اجير هغه ادارې مراد دى چې کومې د آجر يا اجير د حقوقو خيال ساتې او دهغې د تحفظ دپاره هلې ځلې کوى ـ
دويمه حصه : د غونډيدو( منظم کيدو) د حق تحفظ
١١ماده : د محنت دنړيوالې ادارې هر هغه غړے چې دا کنونشن ئ عملى کړے وى ، هغه ټول ضرورى او مناسب ګامونه به پورته کوى د کوم پۀ وجه چې هلته آجر او اجير ته آزادۍ سره د غونډيدو د حق ضمانت ورکړے شې ـ